Banner

اغزن سيم، د نصيراحمد احمدي ناول

14.07.2013 07:15

کمپيوټر مې چالان کړ، ايمېلونو ته ورغلم، څلور ايمېله ول. درې دفتري او يو هم ناشناخته.

ناشناخته ايمېل مې لومړی وکوت، ليکلي و:

_مرم، د ژوند کيسه مې ليکې؟

ادرس ته مې وکتل، ګډوډ توري ليکل شوي وو. سر مې پسې ونه ګرځاوه، د دفتر ايمېلونه مې ځواب کړل، د مېز پر سر د راډيويي خپرونو پرتومتنونو اصلاح  غوښته.

لس بجې وې، په هماغه ادرس بل ايمېل راغی.

_فکر دې وکړ؟

ومې ليکل:

_ته څوک يې ؟

دقيقه ووته. ځواب راغی:

_ ستا دوه_ درې ناولونه مې له انټرنټه راواخيستل. هيله کوم. د چټ پاڼې ته ورشه!

هماغسې مې وکړل.

ويې ليکل:

_سلام

وعليکم. ته څوک يې؟

_ام م م... ضروري ده؟

_هو

_دوه ويشت کلنه يم.

ومې ليکل:

_پوره ځواب نه و.

_ها ها ها...

_ولې خاندې؟

ويې ليکل:

_زما د ژوند کيسه ليکې؟

_نه!

_دوه ويشت کلنه يم.

_دوه ويشت کلنه يې که دوه ويشت کلن؟

_ها ها ها... دومره بې باوره؟

_د باور دليل؟

ځواب يې رانه کړ.

ومې ليکل:

_يو وخت مې له يو چا سره چټ کاوه، ځان يې نجلۍ معرفي کړی و، خو وروسته مې ملګری وخوت، تر اوسه مې ځوروي.

 څه يې ونه ليکل.

په کيسه کې يې نه شوم. ګړۍ ته مې وکتل،  لس نيمې بجې وې، جلسه مو درلوده. يو نيم ساعت وخت يې ونيو، د کنفرانس له سالونه سيده پورته طعامخانې ته وختم، ماسپښين يوه بجه بېرته کمپيوټر ته کېناستم، څو پرله پسې جملې يې ليکلې وې.

_  د چا چې مرګ نږدې وې، دروغ نه وايي.  زما د ژوند کيسه وليکه، هم به موضوع ومومې او هم به دې نورو ته خير ور ورسېږي. که امکان لري، د ټلېفون نومره دي راته ايمېل کړه.

ومې ليکل.

_يې؟

نه وه.

نومره مې ور وليږله.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*    *    *

تياره وه، په نيازبېک کې د دفتر له موټره کښته شوم، نيازبېک د کابل ښار په لوېديځه څنډه کې پرته سيمه  ده، کورونه يې بې نقشې دي، تنګې کوڅې لري، زه هم همدلته په يوه کرايي کور کې اوسم.

دا تنګې کوڅې په ژمي کې د تګ وړ نه وي، بس! د دواړو خواوو د بامونو واورې کوڅو ته رالوېږي، هغوی چې موټر لري، موټر يې سلامت درې مياشتي  په کورونو کې ولاړ وي.

برق نه و، په توره شپه کې روان وم، خو له بامونو رالوېدلو واورو دومره رڼا کوله چې پل سم ځای کېږدم.

د کوڅې په سر کې نانوايي ته ور وګرځېدم. يوه ډوډۍ مې راواخيسته، بس وه، ماشومان کلي ته تللي ول.

په کوڅه کې راتاو شوم، تلېفون وشرنګېد، له جېبه مې راويست، سکرين شنه لمبه کوله، نومرې ته مې وکتل، خارجي وه. غوږ ته  مې ور ووړ:

_هلو!

ښځينه غږ راغی.

_اوس دي باور وکړ؟

ومې پوښتل:

_وبښه! څوک ياست؟.

 د خندا غږ مې په غوږ ننوت، ويې ټوخل، ويې ويل:

_ته هېرجن يې.  فکر نه کوم چې زما د ژوند کيسه په سمه توګه ولېکې.

ومې خندل:

_ ته خو په رښتيا هم نجلۍ يې.

په خندا  کې يې وويل:

_اوس خو دې باور راغی؟

_ تر دې لوی ثبوت!

_بس نو، شک دې له زړه ليرې که، دروغ نه درته وايم.

غلی شوم، د ځواب له پاره په مناسبه جمله پسې ګرځېدم.

ويې ويل:

_په ټلېفون کې غژهاری دی.

_کورته روان يم، په کلکه واوره خيژم. کابل مې هيڅوخت داسې سپين نه و ليدلی.

ويې ويل:

_دلته هم د واورې کمی نشته.

پوښتنه مې وکړه:

_ چېرته؟

_په ايټاليا کې.

د کور دروازې ته ودرېدم، ډوډۍ مې تر څنګلې لاندې کړه، جېب ته مې لاس کړ، کيلي په ماتو پيسو کې ورکه وه.

مقابل لورې وويل:

_هلو، زما خبرې اورې؟

_هو

_نو  ولې غلی شوې.

کيلي مې په کولپ کې تاو کړه.

ويې ويل:

_دروازه نه خلاصېده؟

خندا راغله:

_سمه جادوګره يې.

_نه، ما د دروازې غږ واورېد.

ټلېفون قطع شو.

کوټې ته لاړم، برق  راغلی و. د بخارۍ تر څنګ سهارنۍ ناولې پياله او ترموز ايښي ول.

 اه!  په ژوند کې مې د لوښو له مينځلو ورټ ( کرکه ) کيږي.

کوټې ته مې وکتل، غالۍ  پاکه وه، جارو يې نه غوښته.

 لومړی مې تلويزيون ولګاوه. اووه بجې وې، په خبرونو کې يې مظاهرې ښودلې، ويل يې چې په بګرام کې د قرآن شريف د سوځېدو په غبرګون، خلک  کوڅو ته راوتلي وو. په تصوير کې د کرزي او امريکا پر ضد شعارونه ورکول کېدل، د سړک پر غاړه څو واړه  موټر په سرو لمبو کې پټ ول.

بخارۍ راپه زړه شوه، لرګي مې راوړل، لس دقيقې وروسته د کوټې لويو ښيښو مړه خوله ونيوله.

د دېګ غم مې نه درلود، بس، بيګانۍ قورمه پاتې وه. جامې مې بدلې کړې او د بخارۍ تر څنګ اوږد وغځېدم.

خوند ېي کاوه، د لرګو د سوځېدو ټکا خته، د بخارۍ يوه خوا سره وه.

ټلېفون راغی، هماغه نومره وه. ويې ويل:

_وبښه، پيسې خلاصې شوې.

ومې ويل:

_زه ډېر ګشنه يم؟

ويې خندل:

_ولي.

_هيڅ! ما ټلېفون درته ونه کړ.

په خندا کې يې ټوخی ګډ شو، ښه شېبه يې وټوخل، بېرته يې وخندل:

_نه، داسې نه ده.

ومې ويل:

_دورواغ نه درته وايم،  پرون مې نيمه کيلو غوښه راوړې وه، دوه وخته مې کړه.

خندا يې زور ونيو، له خندا سره يې  بل ښځينه  غږ هم ګډ شو، خو روښانه نه راته.

ومې ويل:

_دا څوک ده؟

_نرسه.  وايي چې ډېرې خبرې مه کوه، صحت ته دي تاوان لري.

ومې پوښتل:

_ته په ايټالوي پوهېږې؟

_نه، خو د هغې ماته ګوډه انګليسي زده ده .

ومې ويل:

  _څه ناروغي لرې؟

غلې وه، د امبولانس نری غږ راته، بيا يې يودم وخندل:

_ بيړه دې ده؟

خبره مې واړوله:

_مصرف درباندې راځې.

ځواب مې وانه ورېد.

ومې ويل:

_هلو.

_اورم.

خو په دې ټکي کې مې غريو احساس کړ.

يودم يې وخندل:

_هې! په مصرف پسې يې مه ګرځه. لس زره ډالره  راسره دي، چې کاغذي طيارې هم ترې جوړوم، په يوې مياشتې کې يې نه شم خلاصولی.

زړه نازړه مې وويل:

_ولې!  مور، پلار، کورنۍ؟

ويې خندل، خو خندا يې ترخه وه.  ويې ويل:

_څلور مياشتې مخکې مې هرڅه درلودل، خو اوس هېڅ هم نشته.

غلې شوه، خو ما يې د ژړا غږ تر ډېره اورېده.

 ټلېفون قطع شو.

ماخستن تر ناوخته خوب نه راته، د نجلۍ خبرې رښتيا راته واېسېدې، ذهن مې پوښتنو نيولی و.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*      *     *

اندېښنه مې وه. دفتر ته له رسېدو سره سم مې  کمپيوټر روښانه کړ، يواځې دفتري ايمېلونه راغلي ول. بس! اته بجې بله جلسه وه.

ورغلم، له همکارانو سره د راډيويي خپرونو په اړه وغږېدم، خو زړه مې کمپيوټر ته راختلی و، ما ډېرې پوښتنې درلودې.

لس بجې خپلې شعبې ته راغلم، پر مېز څو کاغذونه پراته ول، اصلاح يې غوښته.

اه! راډيو د اوبو د ژرندې غوندي ده، څلرويشت ساعته چالانه وي، په تېره بيا د نړېوالو راډيو ګانو کار ډېر دقت غواړي. وړه تېروتنه هم د منلو وړ نه ده، خو بيا مې هم په منډه د ايمېل پاڼه راواړوله، څه نه وو راغلي، کاغذونه مې راواخيستل، پوره دوه ساعته وخت يې وغوښت.

غرمه شوه، همکاران ډوډۍ ته لاړل، خو زه کمپيوټر ته کېناستم. په بيړه مې وليکل:

_نه يې!  لکه چې پښېمانه شوې؟

درې بجې ځواب راغی.

_وبښه. معايناتو ته تللې وم، بس! ژوند ته مې تمه نشته، خو دوی مې نه پرېږدي.

ورځ تېره شوه، ماخستن مې تر يوه  وخته يو ناول ولوست، خو فکر مې  سره راټول نه و. اخير مې زړه طاقت ونه کړ، نومره مې پيداکړه. زنګ ورغی، خو ځواب مې وانه ورېد.

ښه شېبه ووته، زنګ راغی، ټلېفون  مې غوږ ته ونيو.

_هلو

 ويې ويل:

_وبښه، پوليس راغلي ول.

حيران شوم:

_ولې؟

_بس، ځينې پوښتنې يې رانه کولې، هو رښتيا، يوه هېله!

_وايه.

_ګوره!

په خبره کې ور ولوېدم

_درته ومې کتل.

له خندا شنه شوه:

_ نو څنګه درته ښکارم؟

ومې ويل:

_کږې سترګې، يوه لويشت پزه او د چونګښې غوندې غټه، اوږده خوله.

خندا يې زور ونيو، ويې ټوخل، په ټوخي کې يې وويل:

_نه، دومره هم بدرنګه نه يم، خوله مې وړه ده، سترګې غټې، وېښته مې ګڼ او پيچلي، ږمنځ پکې بنديږي، بس، يواځې له رنګه، يو څه توره  يم.

ومې ويل:

_ښه! هيله دې ياده کړه!

ويې خندل:

_هو! ته ټلېفون مه راته کوه. سمه ده؟

خندا راغله:

_ولې؟

_هسې، مصرف درباندې راځي.

په خبره کې يې ور ولوېدم:
_ وږی درته ښکاره شوم؟ 

ويې خندل:

_هيله کوم، زما هدف  دا نه و، ته زما د ژوند کيسه ليکې، نو ټلېفون هم بايد زه درته وکړم.

ومې ويل:

_خو زه هم په موضوع پسې ګرځم.

ويې خندل:

_که مې دا  خبره ونه منې،  کيسه نه شته. .

_سمه ده صيب.

خندا يې زور ونيو:

_مننه صيب.

ټوخي واخيسته، تر ډېره يې وټوخل، بيا يې اوږده ساه تېره کړه، په زحمت يې وويل:

_يوه دقيقه.

درب شو، له غږ څخه پوه شوم چې ټلېفون يې پر يوه کلک شي کېښود، مېز يا کوم بل څه.

ټيټ غږ مې واورېد، واضح نه راته، خو نارېنه غږ و، کله کله به د ښځې آواز هم ورسره ګډ شو. ښه شېبه ووته، بيا مې په غوږ کې کړپ شو، مقابل لوري وويل:

_ښه ، نور؟

ومې پوښتل:

_ له چا سره خو دې تر څڼو ونه نېول؟

له خندا شنه شوه:

_نه، خو نرسه يې يوه روپۍ کړه.

_ولې؟

_هيڅ! د روغتون مشر  نرسې ته  په غوسه و، ويل يې چې  پوليس يې ولې زما کوټې ته راپرېښي ول.

ومې ويل:

_نو پوليس څه وايي؟

_هيڅ! له مانه يې دوې، درې پوښتنې وکړې، خو ډاکټر وايي، دوی دا حق نه لري چې  له داسې سختو  ناروغانو پوښتنې وکړې.  نظر يې دا دی چې  ډېرې خبرې درته ښې نه دي.

ومې ويل:

_ په رښتيا هم ډېره نه غږېږې.

له خندا شنه شوه:

_نو زه ډېرې خبرې کوم؟

_نه، يواځې لس دقيقې په ټلېفون کې راسره وغږېدې.

خندا يې زور ونيو:

_ پوهېږې! دلته داسې څوک نه شته چې  زړه ورته تش کړم. دا زوی مړي دومره نه غږېږي.

په خبرو کې يې ور ولوېدم:

_زوی مړي؟ :

_هو! ولې؟

_دا خو ډېر کليوال ټکی دی.

له خندا شنه شوه:

_هی! ما په کلي کې ژوند کړی.

ومې ويل:

_خو ته په انګليسي هم پوهېږې.

په خبره کې راولوېده:

_دومره بېسواده مې هم مه ګڼه، ادبيات مې لوستې دي.

ومې پوښتل:

_چېرته؟

_په کابل پوهنتون کې.

غلی شوم.

ويې ويل:

_ګوره!

په خبره کې يې ور ولوېدم.

_درته ومې کتل.

له خندا شنه شوه.

_ګوره! پوهېږم چې ذهن به دې  له پوښتنو ډک وي، زه کولای شم چې د ژوند ټوله کيسه په دوو ټکو کې درته خلاصه کړم، خو له دوو ټکو ناول نه ليکل کيږي.

ومې ويل:

_سم وايې صيب.

_نو ته يې دروغ  بولې؟

_نه، خو يوه خبره ده، مابه ټلېفون غوږ ته نيولې وې، که به ستا کيسه ليکم؟

ويې خندل:

_ام م م ... سمه ده.

غلی شوه.

ومې ويل:

_اورې؟

ويې خندل:

_فکر ته مې پرېږده!

يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

_چټ ښه نه دی؟

_نه، پردۍ مزدوري مه راباندې دروه. په کور کې هم انټرنيټ نه لرم.

_سمه ده، زه به يو بل فکر وکم.  ښه،  په کابل کې هوا څنګه ده؟

ښيښې ته مې لاس ور وغځاوه، غروی مې پرې تېر کړ، د انګړ د دروازې پر سر ژېړ ګروپ ته د واورې لوی بڅرکي ور روان ول.

ومې ويل:

_واوره اوري.

ځواب مې وانه ورېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*    *    *

په سبا يې ټوله ورځ مصروفه وم، بس! دفتر ته يې نوي کسان نيول، د انتخاب واک، ما او زما يوه بل همکار ته راکړل شوی و. تر ماښامه مو له هغو کسانو سره خبرې وکړې، چې د کار د موندلو له پاره راغلي ول، ټول څلويښت کسه وو، يو، يو مو راوغوښت، پوښتنې مو ترې وکړې، په پای کې مو لس تنه ترې راويستل، دوی ته مو بايد درې ورځې ورکشاپ نيولی وای،  ځکه دفتر يواځې څلورو کسانو ته ضرورت درلود. داسې کسان چې د راډيويې خپرونو جوړولو ته جوړ وي.

ورځ تېره شوه، خوما دومره وخت ونه موند چې ايمېلونه وګورم.

لاره بنده وه، ناوخته له موټره کښته شوم، دوې هګۍ، څو رومي بانجان او وچه ډوډۍ مې راواخيستل، يخني وه، سترګو مې اوښکې کولې.

برق نه و، د ګاز په ډبه پورې تړلې جالۍ لوېدلې وه،  دوکان ته تګ د زړه زور غوښت.

بخارۍ مې د ټلېفون رڼا ته ولګوله، جامې مې بدلې کړې، په توره شپه کې د برق د راتلو په تمه  اوږد وغځېدم، خو تيارې خوند رانه کړ، غيرت راته ودرېد، د کوټ په لستوڼو کې مې لاسونه ننه ايستل او د باندې ووتم.

 سوړ باد چلېده، پورته راڼه ستوري ځلېدل. دوکان ته ودرېدم، شمه بله وه، بېسېکه رڼا يې پر ژېړې تلې سپينې ليکې جوړې کړې وې.

بنډل جالۍ مې راوخيستې، کور ته راغلم، شېبه وروسته د کوټې پر سره پرده ژېړه رڼا ولګېده.

وږی وم، هګۍ مې پخې کړې، خو رومي بانجانو يې خوند خراب کړی و، يخ وهلي ول.

د کړايي مينځل مې د برق راتګ ته پرېښوده. بخارۍ ته نږدې اوږد وغځېدم، زړه مې نيولی و، کتاب مې راواخيست، وچې خبرې وې، ښه کوه، بد مه کوه.

له ټلېفون څخه شنه رڼا پورته شوه. مسيج و، يوه ملګري مې ليکلي و:

_مزې دي وکړې. ها ها ها...

خو زه نه پوهېدم چې ما څه مزې کړې وې.

ورته ومې ليکل:

_نه، مزې مې نه دې کړې،  ها ها ها...

ټلېفون مې کېښود، خو شنه رڼا يې نه ورکېده، ورته ومې کتل، مسکال راغلی و، د نجلۍ نومره وه، زنګ مې ورته وواهه،  خو ځواب يې نه راکاوه.

پينځه دقيقې وروسته مې بيا  د ټلېفون پر شنه تکمه ګوته ټينګه کړه، لنډ يې وويل.

_وروسته  ټلېفون درته کوم.

برق راغی، تلويزيون مې ولګاوه، په يوه چينل کې امريکايي فلم و. رينګ اف لارډ. زما د خوښي  فلم. څو ځله مې ليدلی و، خو زړه يې نه را واهه، له لوړ تخيل، تصوير او قوي ليکنې څخه مې يې خوند اخيست.

پام مې غلط و، ټلېفون راغی، هماغه نومره وه.

ويې ويل:

_وبښه، زندان ته تللی  وم.

حيران شوم.

_هلته دي څه کول؟

_د پلار لېدو ته.

_پلار دې بندي دی؟

سوړ اسويلی يې ويست.

_هو! پنځلس کاله بند ورباندې ختلی.

يودم غريو واخيسته، په ژړا کې يې وويل:

_پوهېږې! زه يې  سمه نه پيژندلم.

غلې شوه.

ومې پوښتل:

_ولې؟

په غريو کې يې وويل:

_نو څه وخت به زما کيسه ليکې؟

_په ټلېفون کې نه کيږي.

_بس! سبا ته دې ايمېل وګوره.

ومې ويل:

_ستا نوم؟

مريم.

يوه شېبه غلی شوه، بيا يې په مړاوي غږ وويل:

_ستړې يم، ډېره ستړې، وېريږم چې کيسه به مې بشپړه نه شي.

بل ښځينه غږ مې واورېد. غږ نږدې و، مريم يې په ماته ګوډه انګليسي پوهوله چې د  دوا د خوړلو وخت دی.

مريم وويل:

_اورې؟

_هو

_نرسه ده، وايي چې دوا وخوره.

يودم يې وخندل، خو خندا يې جړه وه، غريو پکې ګډ و، ويې ويل:

_پوهېږې! دا شنې سترګې باور نه راباندي لرې، تر هغو به دلته ولاړه وي، تر څو چې پينځه ترخې ګولۍ تر ستونې تېرې نه کړم. ګرمه نه ده، ګولۍ يې په کثافت دانۍ کې موندلې وې. ښه نو، سبا ماخستن ټلېفون درته کوم، خو ايمېل دې هېر نه شي، ويې ګوره،  ښه شپه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*     *     *

سهار مې په بېړه کمپيوټر چالان کړ، خو د مريم ايمېل نه و راغلی، اته بجې ورکشاپ شروع شو، د نويو راغليو کسانو وړتيا مو مالوموله، ځينې يې ښه ول، فکر يې درلود.

رخصتۍ ته لس دقيقې پاتې وې چې کمپپوټر ته کېناستم، مريم ايمېل رالېږلی و، لنډه جمله يې ليکلې وه.

_سلام! خبرې مې په غږ کې درولېږلې.

خبرې مې په فلش کې راواخيستې، د دفتر له موټره په کوټې سنګي کې کښته شوم، هوټل ته ور وګرځېدم، يو خوراک کباب يې په اخبار کې راته تاو کړ، يو څو مالټې مې هم په پلاستيکي کڅوړه کې واچولې.

کور ته ناوخته راغلم، برق و، لومړی مې بخارۍ ولګوله، بيا کمپيوټر ته کېناستم، د رالېږلو خبرو وخت مې وکوت، څه کم، لس دقيقې وې.

د مريم غږ مړاوی و:

_سلام! پوهېږم چې ډېر بوخت يې، خو بيا دې هم زما خبره ومنله، د يو داسې چا خبره چې مرګ يې لنډ دی. مننه.

شايد زما په خبرو کې اضافي ټکي ډېر وي، په خپله پوهېږې، يواځې د کار ټکي ترې درواخله. تا رښتيا ويل، کيسه اوږده ده، په ټلېفون کې نه ويل  کيږې، بس! همدا يې ښه لاره ده. زه به په ايمېل کې خپلې خبرې درلېږم. کېدای شي ځينې پوښتنې ولرې، خو ما فکر کړی دی، هر ماخستن به ټلېفون هم درته کوم، که دې څه ويل، په ټلېفون کې پوښتلی شې.

ټوخي واخيسته، يو  سوړ اسويلی يې ويست، ويې ويل:

بښنه غواړم. د خپلې کورنۍ د غړو او کلي نوم نه شم درته اخيستلای، کتاب هرڅوک لولي، کېدای شي چې کوم شناخته پرې برابر شي، نه غواړم چې په کلي کې مې يواځينۍ مشره خور، د خپلې کورنۍ په کيسه پوه  شې او نور پيغور ورکړي.

بس! څه درته ووايم، خوشاله ژوند مو درلود، خو هر څه له مينځه لاړل، هرڅه، ټول زما له لاسه.

مريم غلی شوه، وروسته  غريو واخيسته، په تيټ غږ يې وژړل، په غريو کې يې وويل:

_اه! وبښه، خپل ځان نه شم کنټرولولی.

يو نارينه غږ مې واورېد، غږ  رانږدې شو، په ماته ګوډه انګليسي يې وويل:

_ښه يې؟

مريم ځواب ورکړ:

_هو

سړي وويل:

_پوهېږې، ژړا دې صحت ته تاوان لري.

چوپه چوپتيا شوه، شېبه وروسته مې د قدمونو د لېرې کېدو غږ واورېد.

مريم په غريو کې وويل:

_ نه مې ژړا ته پرېږدي او نه هم خندا ته.

يوه شېبه غلې شوه، بيا يې خپله خبره پسې وغځوله:

_ بس! دا يو کوچينی دولتي روغتون دی، ډاکټران يې ښه خلک دي، ځينې يې په ماته ګوډه انګليسي پوهيږي، پام راباندې کوي، نه پوهېږم، يابه يې زړه راباندې سوځي. دلته يوه زړه نرسه ده، لوسي نوميږي.

 پوهېږې! زه کله کله وينه راګرځوم، خو د لوسي  ورټ نه رانه کيږي، په بيړه خوله او غاړه راپاکه کړي.

 لوسي په اصل کې د بوسنيا ده، هلته په نويمو کلونو کې جګړه وه، خاوند يې په خپل کور کې ولګېد، دې ايټاليا ته پنا راوړه، په خپله وايي چې له تېرو اتلسو کالونو راهيسي په همدې روغتون کې کار کوي.

زه له روغتونه دومره نه وځم، اجازه هم نه راکوې، لوسي وايي چې ډېره ګرځېدا درته ښه نه ده. ټوله ورځ په همدې کوټه کې پرته يم، هرې خواته سپينې کاشي دي، پاکې، مخ پکې ښکاري، د چت په ژېړ ګرد  ګروپ،  د لمر مينه ماتوم.

بس! کله کله د روغتون انګړ ته وځم، خو خوند نه راکوي، اسمان تل ورېځ وي،  هر څه بې روحه ښکاري ، يواځې  د ناجو ولاړې کتار  ونې ژوندۍ  راته ايسي.

 په دهلېز کې درې پايې کمپيوټرونه شته،  پخوا ډېره ورتلم، پښتو سايټونه به مې کتل، پام مې غلط و، خو اوس مې  سېکه ختلې ده، ډېره نه شم کېناستلی.

مريم ټوخي واخيسته، يودم يې وخندل، ويې ويل:

_اه! وبښه، لکه چې بلې خواته ولاړم.

لنډه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

_څو کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره کلي ته لاړم، پلار مې خټګر راوغوښت، په زړو کوټو يې لاس وواهه، ويل يې چې کله کله به د مکتب په رخصتيو کې  ورته راځو.

يو مازديګر مې پلار  را نارې کړې، په خوند يې وويل:

_خزانه مې پيدا کړه!

ورغلم،   ده  د وره له يوه زاړه چوکاټه خاورې پاکولې.

پلار مې وخندل:

_دا وينې؟

ور نږدې شوم. د لرګي پر پاسنۍ برخه يو څه کېندل شوي و، ځيره شوم، ليکلي يې وو.

مريم

١٣٦٨ هجري، شمسي کال،  د حمل اتمه

دا زما د زېږېدو نيټه وه.

مريم غلې شوه، يو سوړ اسويلی يې ويست، ورو يې وويل:

_ښکلې ورځې وې، خندل به مې، د کلي له نجونو سره به ګودر ته تلم، خو خوشالي لنډه وي، تربرونه رامخته شول، پلار مې يې د کوټو جوړولو ته نه پرېښوده، ويل يې چې ګډ ميراث دی، ټول حق پکې لرو. 

پلار مې له بدو لېرې سړی و، د دعوو حوصله يې نه لرله، زړه يې مات شو، د کوټو کار يې په نيمايي کې پرېښود، بېرته ښار ته راغلو او بيا مو هيڅوخت کلی ونه ليد.

موږ د کابل په خيرخانه کې اوسېدو، کوچينۍ کورنۍ وه، څلور نفره. مور، پلار، وړوکی ورور او زه، مشره خور مې په کلي کې واده ده، نه غواړم چې د هغې په اړه نور څه ووايم. بس، هوښياره ده، د خسرګنۍ  زړونه يې ساتلي دي.

پلار مې لوستی سړی و، خندا يې ډېره وه، ابا مو باله .

مريم وټوخل، ويې ويل:

_پلار مې په ځوانۍ کې صاحب منصب و، خو د تنظيمي جګړو او طالبانو په وخت کې يې ازاد کاروبار کاوه، ده به له پاکستانه وړه راوړل او د کابل په منډه يي کې به يې خرڅول، خو د کلداري حساب  مالوم نه و، په وروستيو کې يې تاوان وکړ.

کله چې د کرزي حکومت راغی، بيا يې هم ماموريت وانه خيست، څه پيسې ورسره وې، د کوڅې په سر کې يې د خوراکي موادو کوچينی دوکان جوړ کړ.  کور  خپل و، کرايه يې نه غوښته، مور مې هم په يوه شخصي مکتب کې معلمي کوله، ګوزاره مو کېده.

 خوشاله ژوند مو درلود، مور مې تر پلار کشره وه، ډېره کشره، د دوی په عمرونو کې پنځلس کاله فرق موجود و. ښه مې په ياد دي، يو وخت د خپلوانو کره ميلمانه وو، زه او مور مې د بس مخکينی دروازې ته ور وختو،  کلينر راغی، مور مې کرايه ورته ونيوله، خوهغه ور ياده کړه چې پيسې مې دي له پلار ه  واخيستې.

بس! مور ته مې خدای ورکړه، کله چې به مې پلار په غوسه شو، نو مور به مې جدي څېره ونيوله او وبه يې ويل:

_پلاره! څه خبره ده؟

پلار ته به مې خندا ورغله.

مور مې ډېره ښکلې وه، ډېره.  تر غټو تورو سترګو يې اوږده باڼه راتاو ول، کله چې به يې وخندل، تر سپينو غومبرو لاندې به يې نرۍ ګونځې پيدا شوې. بس! موږ ټول دې ته شوي و، يواځې رنګ مو له پلاره اخيستی دی.

مريم وټوخل. يوه شېبه غلی وه، وروسته  مې د اوبو د غړپ غږ واورېد، سوړ اسويلی يې ويست، په مړاوي غږ يې وويل:

_خوشاله وم، غم مې نه پېژانده، تر خبرو مې خندا ډېره وه.  خو دا خندا تر يو ويشت کلنۍ راسره وه، بس! تېر کال هر څه بدل شول، هرڅه.

 خبرې ختمې شوې.

وږی وم، کمپيوټر مې بند کړ،   لاړم او بخارۍ ته نږدې کېناستم.

 کباب  بد نه و، خو تر غوښې يې وچې ډوډۍ خوند راکړ، د مرچو او مثالو څکه ( مزه ) ور وتلې وه.

ماخستن ناوخته د مريم ټلېفون راغی، وار له واره يې وويل:

_په ليکلو ارزي؟

يودم يې وخندل:

_اه ، وبښه، سلام!

د سلام ځواب مې ورکړ.

ويې ويل:

_خبرې دې واورېدې؟

_هو.

_پوښتنې لرې؟

فکر مې وکړ، تر دې دمه هرڅه روښانه ول:

_نه، خو يوه هېله!

_وايه!

_ داځل يو څه ډېرې خبرې راوليږه.

ويې خندل:

_ولې؟

_سبا پنجشنبه ده،  جومه او شنبې رخصت يم، د ليکلو له پاره ښه وخت دی.

ويې ويل:

_سمه ده، تر تا زه ډېره بيړه لرم.

غلی شوم.

ويې ويل:

_هو رښتيا، يوه پوښتنه مې په ذهن کې راتېره شوه.

_وايه.

 کور مو ډېر ارامه دی، د ماشومانو غږ نشته.

ومې ويل:

_هغوی غزني ته تللي دي.

ويې خندل:

_غږ دې خوبولی دی.  څو بجې دې.؟

ټلېفون مې سترګو ته ونيو. 

_يوولس.

ويې ويل:

_ ستړی به يې ، خوب به درځې.

فکر مې وکړ، پوښتنه مې نه لرله، د ( هو ) ټکی مې له خولې راووت.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*     *     *

د سهار په خړه کې عمومي سړک ته وختم، يخني وه، زړه مې نيولی و، خو علت نه رامالومېده. .

زموږ د دفتر رسميات په اونيمې بجې شروع کيږي، خو زه په  شپږ نيمې له کوره وځم،  دفتر دومره ليرې نه دی، که مستقيم لاړ شو، تر شلو دقيقو نه اوړې، خو د دفتر موټر بايد په شپاړسو کسانو پسې ورشي،  يو ساعت وخت نيسي.

شېبه وروسته موټر ته ور وختم، همکارانو ته مې لاس ورکړ، يوه يې راياده کړه چې لاس دي تود دی. تبه خو دې نه ده؟

ځواب مې ورکړ:

_نه

خو وروسته مې تبه شوه، سر مې درد کاوه، بدن مې تود و او د کار کولو سېکه نه وه را پاتې.

ماسپښين قضا مې  په فلش کې د مريم خبرې راواخيستې، د مشر د شعبې دروازه مې وټکوله، رخصت يې راکړ، نيغ کورته راغلم.

ورځ تېره شوه، ماخستن هم وختي پرېوتم، کمپيوټر ته کېناستل مې له وسه وتلي ول، خو سهار ته ښه وم، تبه ختلی وه او د هوساينې احساس مې کاوه.

ټلېفون مې راواخيست، د مريم بېګاني مسکالونه راغلي ول، خو زه نه وم ورباندې پوه شوی. 

اته بجې مې د کور کمپيوټر چالان کړ.  مريم له سلام وروسته  وار له واره کيسه  را اخيستې وه.

_د پوهنتون په درېيم کال مو صنف ته يو هلک راغی، غټې، زيږې، تورې سترګې يې درلودې، له ونې لوړ و، زنه يې سوچې، پستې ږيرې نيولې وه، د مخ له روښانه او صاف پوستکي  يې پوه شوم چې سختې نه دې پرې تيرې شوې.

دی وحيد نومېده، له کوم بل پوهنتونه يې تبديلي راوړې وه.

وحيد غلی هلک و، ډېرې خبرې يې نه کولې، د همصنفيانو هرې پوښتنې ته به يې يواځې په ( هو ) يا ( نه ) ځواب ورکاوه، خو په درسونو کې يې وړې وه، کله چې به تختې ته پورته شو، له ستړيا به وتلی و.  ده د هرې موضوع په اړه مالومات درلودل. د وحيد خبرې په استادانو هم ښې لګېدې، هغوی به هم غوږ ورته نيولی و.

وحيد به هر سهار په يوه ښکلې شخصي موټر کې پوهنتون ته راته، موټروان به تر يوې بجې ورته ماتل و.

يوه اوونۍ ناروغه شوم، پوهنتون رانه پاتې و، کله چې ښه شوم او صنف ته لاړم، د ځينو مضمونونو نوټونه  رانه تېر ول. له دوو ، درېيو ټولګيوالو مې نوټ وغوښت، خو يوه يې هم پوره نه و ليکلی، يوې همصنفۍ د وحيد نوم راته واخيست، د تفريح په وخت کې ورغلم، دی د ېوې ونې سيوري ته ناست و، کتاب يې وايه.

ورنږدې شوم.

ومې ويل:

_وروره! د تېرې  هفتې نوټونه مې په کار دي.

نيغ يې راته وکتل، بېرته يې کتاب مخې ته ونيو.

مغرور راته واېسېد، خو مجبوره وم:

_وروره!  امانت يې راکه، سبا ته يې درته راوړم.

پرته له دې چې راته وګورې ، بکس ته يې لاس ور وغځاوه، دوې کتابچې يې راته ونيولې، ورو يې وويل:

_دومره بد اخلاقه درته ښکارم؟

ومې ويل:

_ونه پوهېدم.

لاس يې هماغسې غځېدلی پاتې و.

کتابچې مې راواخيستې، صنف ته لاړم، شېبه وروسته استاد راغی، دی د لنډۍ په اړه غږېده، خو زما ذهن سره راټول نه و، په خپلو دوو جملو مې فکر کاوه.  ما کومه بده خبره کړې وه؟

نه پوهېدم.

سبا ته مې بيا د هماغه ونې لاندې وليد، ورغلم، کتابچې مې ورته ونيولې:

_ مننه، وروره.

ويې خندل، خو په خندا کې يې ملنډې ګډې وې. ورو يې وويل:

_زه په خپله څلور خويندې لرم.

غوسه راغله.

_نو څه درته ووايم؟

ويې ويل:

_تر اوسه دې له مانه کوم بيځايه حرکت ليدلی دی؟ 

_نه

_نو بيا ولې رانه وېرېږې؟

په خبره کې يې ورولوېدم!

_ولې ووېرېږم؟

ويې خندل:

_همدا چې ورور راته وايي، دا خپله  د وېرې او  بدګمانۍ علامه ده.

ولاړ شو او صنف ته ننوت.

د رخصتۍ په وخت کې د پوهنتون د لويې دروازې خواته ګوښې روانه وم، وحيد مې تر څنګ تېر شو، په غوسه يې راته وکتل.

له اعصابو  سم نه شو راته ښکاره.  پسې غږ مې کړ:

_پوروړې خو دې نه يم؟

ګامونه يې ګړندي کړل. 

ماسپښين کورته ورسېدم، کوچيني ورور مې زما کتابچې سره راتوشپلې وې. علت مې وپوښت، ويل يې چې بيګاه مې په يوه کتابچه کې رسمونه وکاږل، سور پوښ يې و، اوس رانه ورکه ده.

پر تندي مې مړه خوله راغله.  ورور مې د و حيد  د نوټ په کتابچه کې رسمونه کښلي ول.

سبا ته  لومړی درسي سات خالي و، وحيد مې په چمن کې وليد، ورغلم، پښې يې ورټولې کړې،  پرته له دې چې راته وګورې ويې ويل:

_د بښنې له پاره راغلې يې؟

خبره يې سمه وه، خو غيرت راته ودرېد:

_نه

ويې خندل:

_دروغ مه وايه، ما درته وکتل، مخ دي چينجن نيولی و.

ځواب مې نه درلود.

_ليرې شوم.

تفريح شوه، خو د باندې ونه وتم، ځينې نوټونه رانه پاتې ول.

نږدې غږ مې واورېد.

_وبښه. ټوکه وه.

ور و مې کتل. وحيد و.

ځان مې مصروفه ونيو.

وحيد يوه شېبه ولاړ و، بيا د باندې ووت.

له تفريح وروسته د ګرامر استاد راغی، خدای خبر، طبع يې خټه وه، د درس ورکولو حوصله يې نه لرله.  بس! مازې يې تېر درس تکرار کړ، مخکې له دې چې له صنفه ووځي، د مېز پر سر يې يو چپټر ( د نوټ پاڼې ) کېښود او د چپټر کاپي يې د هر محصل له پاره ضروري وګڼله.

د استاد له تګ سره سم، ګډوډي شوه، هر محصل په دې هڅه کې و چې چپټر د کاپي له پاره ورسره يوسي. وحيد رامخته شو، نظر يې دا و چې دی به په خپله له چپټره دېرش کاپيانې واخلي.

ټول قانع شول. سبا ته زه غيرحاضره وم، بله ورځ وحيد نه و راغلی، بس، يواځې ما چپټر نه درلود. خو وحيد دوهمه ورځ هم غيرحاضري وکړه. چپټر ضرور و، له يوه ټولګېواله مې د وحيد د ټلېفون نومره واخيسته، غږ يې نيولی و، راياده يې کړه چې ساعت وروسته به په پوهنتون کې يم. خبره يې سمه وه، په تفريح کې راغی،  په شخصي جامو کې و، لاندنۍ شونډه يې ماته ښکارېدله.

ومې ويل:

_ناروغ يې؟

ويې ځندل:

_مهمه نه ده.

چپټر مې ورنه  واخيست، دی  له خبرو پرته  روان شو، تر هغو مې پسې کتل چې د پوهنتون تر عمومي دروازې ووت.

نا ارامه وم، په  زړه کې مې ملامتي راټوله  وه، د وحيد چاودلې شونډه مې له ذهنه نه وته.

په سبا چې کله صنف ته ورغلم، لومړی مې په وحيد پسې سترګې ورغړولې، خو څوکۍ يې تشه وه. نه پوهېږم، ولې؟ خو وحيد مې  ټوله ورځ په زړه کې ولاړ و.

ماخستن مې سل زړونه سره وتړل، د وحيد د ټلېفون نومره مې ووهله، زنګ ورته، خو ځواب مې وانه ورېد.

پاو ووت، زنګ راغی، وحيد راياده کړه چې اوس ښه دی، راتلونکې شنبې به په  پوهنتون کې وې.

مريم وټوخل، غلې شوه، په بېړه مې د کمپيوټر سکرين ته  وکتل،  د خبرو  وخت لا پاتې و. 

چوپه چوپتيا شوه، خو دقيقه لا نه وه تېره چې بيا مې د مريم غږ واورېد:

_وبښه، د ټايپ بيطرۍ کمزورې وې، پوهېږې، دا د غروي په اندازه  کوچينی ټايپ دی، ښه ثبت کوي، د فلش ځای هم لرې، لوسي راته راووړ،  ټيپ شوې خبرې په اسانۍ سره کمپيوټر ته ليږلی شم. ښه کيسه مې کوله.

مريم غلې شوه، يو سوړ اسويلی يې ويست ، ويې ويل:

_پوهنتون ليرې و، څو نجونو په ګډه يوه تونس موټر ته مياشتنۍ کرايه ورکوله، موټر به هر سهار اووه نيمې بجې راپسې راته، په لاره به يې څو نورې نجونې هم را اخيستې او دولس نيمې بجې به بيا د پوهنتون مخې ته ولاړ و.

نجونو به  په لاره کې خبرې کولې، خندل به يې او د يوې بلې حال به يې اخيست.

وخت تېرېده، پوهنتون ته پر لار يوې نجلی راياده کړه چې رنګ دې بدل دی، ورځ تر بلې ډنګرېږې.  دې خبرې ته د نورو نجونو هم پام شو، د ېوې نظر دا و چې د پخوا په څېر نه خاندم، بلې ويل چې له خبرو هم لوېدلې يې، درېيمې  بيا  دا بدلونو نه دمينېدو علايم ګڼل.

نه پوهېدم، خو ما تر دې دمه مينه نه پيژندله.

په کور کې مې هم وضعې بدلون کړی و، ماته نه مالومېده، خو مور مې ويل چې له ډوډۍ ژر ولاړېږې، غلې يې، په نه خبره غوسه درځي.

 فکر مې وکړ. ما کوم غم درلود؟

نه، هر څه د پخوا په څېر ول، يواځې زه بدله شوې وم. يو څه رانه ورک وو.

په ذهن مې زور راووست، ورکه مې ومونده، د وحيد ليدو به خوشالي رابښله.

 له ځان سره مې وويل:

_مينه همدا ده؟

مريم  وټوخل، سوړ اسويلی يې ويست، خبرې يې وغځولې:

_ما نه غوښتل چې مينه شم، خو مينه وم، پوهېږې؟  د مينې نښې مې ولېدې.  لومړی مې په دعا کې بدلون راغی، يو بل هم پکې ګډ شو، له مور، پلار او ورور سره به مې  يو پردی هم په زړه کې راګرځېده. نه مې غوښتل، خو د سلام له ګرځولو سره به مې وحيد نيغ سترګو ته ودرېد، غم مې نه ورباندې لورېده، له خدايه به مې د ده  خوشالي غوښته.

وروسته ووېرېدم، په لمانځه کې به مې لا د وحيد څېره تر مخې تېرېدله، د سهوې سجدې ډېرې شوې.

يو پردی انسان مې ژوند ته راغی،  خپل رانه پردي شول.

 د مريم خبرې مې ودرولې، غوږ مې ونيو، د کور دروازه ټکېده.

ورغلم، د ګاونډي زوې راته وويل چې غرمې ته څه مه پخوه، ډوډۍ درته راوړم.

زحمت مې نه پرې لورېده، خو دی شله و. ومې ومنله.

له چوترې مې دوه- درې وچ لرګي راواخيستل. کوټې ته راغلم، يو غټ لرګی مې پر سره انګار کېښود. بېرته کمپيوټر ته کېناستم، خو بيا دروازه وټکېده. ورغلم، دوو وړو ماشومانو خير غوښت. يوه ته مې لسګون ونيو، بل مړې سترګې راته ونيولې، خو ماتې پيسې نه وې راپاتې، په سلګون مې زړه نه کېده. ورياده مې کړه چې په دې لسګون کې دواړه حق لرئ، نيمي يې کړئ.

دروازه مې پورې کړه، چوترې ته لا نه وم ختلی چې له کوڅې شور او زوږ راغی. دوو ماشومانو د لسګون پر سر سره خوړلي ول.

کمپيوټر ته کېناستم. مريم ويلي ول:

_نه مې له درسونو سره زړه تړلی شوای او نه هم د مور، پلار او کوچيني ورور خبرو خوند راکاوه. هر څه بدل شول. هر څه. په ژوند کې مې يو لوی بدلون راغی، داسې بدلون چې خوشالي يې  رانه واخيسته،  خوراک مې هېر شو، د شپې به تر ډېره ويښه وم.

مور ته مې اندېښنه ور ولوېده، روغتون ته يې بوتلم، ډاکټر رنګارنګ معاينات راته وليکل، دوا  يې راکړه،  خو زه پوهېدم چې کومه ګټه نه لري، د لابراتوار ماشينونه په مينه څه پوهېدل.

ورځ په ورځ خوړل کېدم، خو علت يې له ما پرته بل  چاته نه ومالوم. ان وحيد ته هم نه.

بيا د دروازې د ټکېدا غږ راغی، پوهېدم چې سوالګر دي، ځکه جومه وه، د جومې په ورځ خيرات غوښتونکي ډېر ول. ځان مې غلی ونيو، خو ددروازې ټکا ډېره شوه. د مريم خبرې مې ودرولې، کورتۍ ته ور ولاړ شوم، جېبونه مې ولټول، ماتې روپۍ نه وې.

فکر مې سم وخوت، په دروازه کې دوې زړې ښځې او د اوو کالو په منګ يوماشوم ولاړ و. د ماشوم  چاودې  بغور  د يخنۍ له لاسه سره ښکارېدل.

نه مې په زړه کيږي چې کوم سوالګرته مې تر لسو ډېرې افغانۍ ورکړې وې، ځکه ډېر دي، په کوم يوه پسې به يې ورسيږې، خو د دې ماشوم سترګو تاثير راباندې وکړ،  سترګې يې ژوندې نه راته وايسېدې، بې روحه وې، بس، لکه د سترګو پر تور چې يې خړ پلاستيک پروت وي، ما هيڅوخت د يو چا په سترګو کې دومره درد او نا اميدي نه وه ليدلې.

سلګون مې ورته ونيو  او دروازه مې پسې پورې کړه.

کوټې ته لاړم، خو لا مې د ماشوم سترګې تر مخې تېرېدلې. وروسته مې يوه ټکي ته پام شو، هره ورځ مې په لسګونو سوالګر ليدل، پښتانه پکې ډير ول.

يوه شېبه بخارۍ ته نږدې پرېوتم، بيا د مريم خبرې راپه زړه شوې،  څوکۍ ته ور وښوېدم، ويلي يې و:

_وخت ووت، وحيد مې يواځې په پوهنتون کې ليد.

 وحيد به هم تر نورو له ماسره ډېرې خبرې کولې، خندل به يې، غږېدا يې له خونده ډکه وه.

کله کله به يې ټلېفون هم راته وکړ، پوهېدم چې د هغه هم راسره جوړه وه، خو هيڅکله يې له  خولې د مينې خبره راته  راونه وته.

يوه ورځ د تفريح په وخت کې له څو نجونو سره ولاړه وم، ګرمي وه، نجونې په يوه خوله وې چې ايسکريم اخلو. روان شوو، وحيد مې وليد، صنف ته ننوت، نجونو ته مې بانه وکړه،  ورغلم، وحيد پر مېز ناست و.

  غټې تورې سترګې يې  راواړولې، څيره يې نيولې وه. ورو يې وويل:

_مشوره راکه!

په حيرانۍ مې ورته وکتل، ده په خپلو تورو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، ويې وويل:

_وروڼه مې په لندن کې دي، غوښتی يې يم.

زنګنونه مې ولړځېدل، پر څوکۍ کېناستم.

د وحيد غږ مې واورېد:

_دا يو کال راپسې ول، خپل هوټل لري، وايي چې کار ډېر دی، په بل چا باور نه شو کولای.

غلی شو، سر يې وځړېد، ورو يې وويل:

_خو زه غواړم چې پوهنتون خلاص کړم، له خپله وطنه مې زړه نه ځي.

د ژړا چيغه مې ستونې ته راغله، ولاړه شوم، وحيد راپسې غږ کړ:

_چېرته ځې؟ څه پکې وايي؟

دهلېز ته راووتم، ګڼه ګوڼه وه،  ځان مې نه شو کابو کولی، د مخامخ صنف دروازه مې خلاصه کړه،  څوک نه و، کېناستم، سترګې مې ډکې وې، خوهڅه مې کوله چې له خولې مې کوکه راونه وځي.

ښه شېبه ووته، دروازه خلاصه شوه، يو هلک و، په حيرانۍ يې راته کتل.

ولاړه شوم. له پوهنتونه ووتم، ټکسي ته مې لاس وښوراوه، سات وروسته په کور کې وم. مور ته مې  سردردي بانه کړه.

خپلې کوټې ته لاړم او پر کټ اوږده وغځېدم.

مور مې ډوډۍ راوړه، خو ګوله مې تر ستوني نه تېرېده.

ماسپښين مبايل وشرنګېد، وحيد و، د ناڅاپي ورکېدو پوښتنه يې کوله.

څه به مې ورته ويل؟  بس! ده ته مې هم  ناروغي پلمه کړه.

د سمستر امتحان يې واخيست، نتيجه راووته، په درېو مضمونونو کې پاتې وم.

وخت ووت، وحيد ته وېزه راغله. د خدای په امانۍ جرات مې نه درلود،  يوه اوونۍ درس رانه پاتې و، له وحيد سره مې په ټلېفون کې مخه ښه وکړه، دی لاړ  او  زما  روح يې هم ورسره يووړ.

د مريم له دېرشو د قيقو غږېدا مې همدومره خبرې راويستې

ورځ تېره شوه، ماخستن ته مې يو ميلمه درلود. دی سپين ږيری و، له کلي يې د تدواۍ له پاره مخه رانيولې وه.

بوډا تر ناوخته ويښ و، پخوانی کيسې يې کولې، خبرې يې ښې وې، خو تکرار يې ډېر درلود، وړه کيسه به يې ټکي په ټکي راته تېره کړه.

بله ورځ تر غرمې ورسره وم، تر دولسو بجو په ډاکټرانو وګرځېدو، يوه بجه  د دوا له پنډې  سره کلي ته روان شو، د خدای په امانی پر وخت يې دعاوي راته کولې.

ماخستن وختې پرېوتم.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*      *      *

سهار دفتر ته لاړم، د مريم ايمېل نه و راغلی، ورځ تېره شوه، تر رخصتۍ مخکې بيا کمپيوټر ته کېناستم، هيڅ هم نه وو.

ماخستن مې ديګ پخاوه چې  د  مريم ټلېفون راغی. غږ يې بېسېکه و، له هرې خبرې سره به يې ټوخل.

دې د خبرو د نه رالېږلو علت، د ټوخي ډېروالی ګاڼه .

مريم لنډه وغږېده، ژمنه يې وکړه چې سبا ته به نورې خبرې راليږې.

ما هم غږېدا ونه غږوله، په غوړو کې د پرتو پيازو ټکا خته، رنګ يې مخ په ژېړېدو و.

خو ماخستن نهه بجې بيا ټلېفون وشرنګېد، مريم وه، ژړل يې...

د ( ولي ) ټکی مې خولې ته نه راته،  هماغسې مې پرېښوده، دې تر ډېره وژړل، بيا يې په غريو کې  بښنه وغوښته، راياده يې کړه چې د زړه د تشولو له پاره بل څوک نه لري.

 مريم يوه خبره کوله. ويل يې چې د کوچيني ورور په وينو لړلی غوږ يې له ذهنه  نه وځي.

غلی وم کيسه نه وه رامالومه، هيڅ مې هم نه شوای ويلای.

 ټلېفون قطع شو، سکرين ته مې وکتل، مريم، پينځه دقيقې ژړلي ول.

 

 

 

 

 

 

*    *    *

د خيرخانې په کوتل کې مې د موټر ښيښه خلاصه کړه، يوه همکار په بيړه لاس ور وغځاوه،  په خندا يې وويل:

_يخني ده.

سوړ شمال مې له مخه ليرې شو.

موږ هره دوشنبې ساحې ته ځو، همکاران بايد جوړې کړې راډيويې خپرونې خلکو ته ور واوروي، د هغوی نظريات واخلي او په راتلونکو خپرونو کې يې په پام کې ونيسې.

له موټروان سره اته تنه وو. په نيت کې مو  د کابل د استالف ولسوالی نيولې وه. 

د خيرخانې له کوتله ور هاخوا په سلګونو ښکلي، څو پوړيزه، پاخه کورونه په مخه راغلل، په واورو کې ولاړ ول، هر يو يې په لکونو ډالرو ارزېدل.

مخکی لاړو، نوي ښارګوټې په چټکی سره تېرېدل، پای يې نه و، د ليرو پرتو کليو نيمايي کورونه پاخه وو. هر دوه، درې سوه متره وروسته به د مکتب يا ليسې لوحه راغله. خلک تازه او پرېوللي ښکارېدل.

يوه اوونۍ مخکې سفر مې سترګو ته ودرېد، غزني ته تلم، د کابل له ښاره همدومره ليرې شوی وم، خو نه مې پوخ دېوال ولېد او نه هم خوشاله څيره. بس يواځې تور سړک او روانې موټرې د يو ويشتمې پيړی نښې وی.

يو نيم ساعت مو مزل وکړ، لس بجې د استالف تخت ته ورسېدو، دروازه خلاصه شوه، د موټر ټاېرونه تک تور او سوتره ښکارېدل. ټوله لار پر پاخه سړک راغلی و.

د استالف تخت لوړه غونډۍ ده، د ناجو زړې ونې پرې ولاړې دي. دواړو لورو ته يې ګڼ کورونه  ښکاريږي.

د تخت پر سر يوې لويې ونې ته ودرېدم، وچه وه،  نيمايي تنه يې  سوځېدلې ښکارېدله. 

يو غږ مې واورېد:

_از وقت های جنګ است.

مخ مې ور واړاوه، يو بوډا پيتاوی ته ناست و.  د زړو ونو کيسه يې راته تېره کړه، ويل يې چې دا ونې يو نيم سل کاله عمر لري، دا لګېدلې ونه مو د تيرو جګړو يادګار ساتلی دی.

شاوخوا مې سترګې ورغړولې، لاندې په سپينو واورو کې  د روانو اوبو تر څنګ له ګڼې ګوڼې ډک بازار و، په دوکانونو کې استالفي لوښي ځلېدل.

  د بوډا خبره سمه وه، د جنګ علامې نه وې پاتې، ان په واورو پټ غرونه هم ژوندي ښکارېدل.

يوه همکار مې راغږ کړ، ورغلم، تر يوې ونې لاندې څو ماشومان راغونډ ول،  دوی يوه راډيويي خپرونه  اورېدله.

ټول غلي ول، تر پايه يې يواځې ټايپ ته کتل. 

همکار مې د  خپرونې د ژبې او مالوماتو په اړه څو پوښتنې ورنه وکړې. ټول پوه ول.

له يوې دولس کلني نجلۍ مې وپوښتل:

_اوس خو مکتبونه هم رخصت دي، نو له کتابونو ډک بکس دې ولې غاړې ته اچولی دی؟

لاندې بازار ته يې ګوته ونيوله، را ياده يې کړه چې هلته ژمني کورسونه دي، د شاوخوا کليو نجوني او  هلکان د راتلونکې کال درسونو ته تياری نيسي.

لويديځ ته مې وکتل، د اوږده غځېدلي غره  سپينې څوکې لمر ځلولې، خو د همدې  غره ور هاخوا لا اوس هم جګړه وه، واورې يې تورې  او پخڅې په وينو سرې وې، سپين ږيرو به ماشومانوته کيسې کولې “  وو، نه وو ، په پخوا زمانه کې يو مکتب و....” خو دلته، په دومره لنډه فاصله کې سپين ږيري وايي “ بود نبود، در زمانه های قديم جنګ بود... جنګ، درخت تخت استالف راسوختاند...”

د ملګري غږ جټکه راباندې راوسته.

_راځه! لاندې بازار ته ورکښته شو.

د هغه خبره سمه راته وايسېده، موږ تر يوې بجې  په استالف کې وو. ملګرو مې له خلکو سره مرکې وکړې، د خپرونو په اړه يې د دوی نظريات واخيستل، درې بجې دفتر ته راورسېدو.

وار له واره مې ايمېل وکوت، د مريم خبرې مې په فلش کې راواخيستې، تياره ماښام په کور کې وم.

مريم ويلي ول:

_وخت لمر و او زه هم د يخ توټه. په لنډ وخت  کې مې د اوږو هډوکي راوختل، تر سترګو مې تورې حلقې تاوې شوې، د کور په دهلېز کې به له ولاړې هېندارې  ښويه تېرېدم.

 په درېيمه مياشت ټلېفون راغی، وحيد و، لنډ وغږېد،  ويل يې چې په همصنفيانو پسې خپه شوی يم.

سخته وه، په ډله کې يې راوستم، خو وروسته مې زړه سره راټول کړ، هېره يې نه وم. نومره مې تر اوسه ورسره وه.

غلې وم. سېک مې ختلی و. د قبرونو ليدو به ارامي رابښله.

خو څه موده وروسته مې ژوند ته تمه پيدا شوه. بس، يو ليرې خپل مو له کوچنيانو سره لندن ته ورسېد.

پلار ته مې وويل، د لندن خوبونه مې ورته تېر کړل، راتلونکې هوسايي مې يې سترګو ته ودروله.  نه يې منله، راياده يې کړه چې په خپل وطن کې ښه يو، وچه، لنده رارسيږي، پردي ملکونه څه کوو.

له مور سره کېناستم،  د لندن په صفتونو مې خوله ستړې شوه، د هغې ځواب هم منفي و.

چاره نه وه. کوچيني ورور ته مې په غوږ کې ورپوه کړل، ذهن يې له خيالي دنيا ډک شو، ژر يې قناعت وکړ.

اوس نو په څلورو کې دوه تنه مخالف ول.

ورور او  خور به هره ورځ د خيالي ژوند په اړه غږېدل، کيسې به يې کولې، خپل راتلونکی به يې په مزو کې ليد.

دا خبرې مې په مور او  پلار ښې نه لګېدې، اول يې نصيحت کاوه، واقعي ژوند ته يې راګرځولو، خو وروسته يې پر دوی هم تاثير وکړ، د لندن له خبرو يې خوند اخيست.

يوه ورځ مې مور د خپلوانو کره تللی وه، کله چې راغله، وار له واره يې د لندن کيسې راواخيستې. خبره مالومه شوه، دې له لندن نه زموږ د خپلوانو راليږلي عکسونه ليدلي ول. ويل يې چې اولادونه يې په اسرات کې ول.

مور مې دا هم وويل چې د کورنيو د قبليدو چانس ډېر دی.

بس! پلار مې هم راضي شو، په لومړي ځل يې  د کابل له دوړو او د دوکان تر مخ د لښتي  له بويناکه اوبو  شکايت کاوه.

ماته خدای راکړه، رنګ مې راوګرځېد، ژوند خوږ راته وايسېد،  راتلونکې  مې له وحيد سره ليده.  ډېر وخت به مې د انګليسي ويلي کتابونه له سره کتل.

پلار مې د خپلو ملګرو په مرسته يو قاچاقبر وموند، قاچاقبر  د هر سړي پر سر اتلس زره امريکايي ډالره غوښتل، خو معامله پاکه ښکارېدله،  پيسې په کابل کې،  له صراف سره اېښودل کېدلې. بس، لندن ته په رسېدو يې يو ټلېفون غوښت. پلار مې صراف ته د رسېدو ډاډ ورکاوه او قاچاقبر خپلې پيسې اخيستې.

بل شرط دا و چې سفر زميني دی. 

 همدومره.

 مور ته مې پر ځمکه تګ خوند ورنه کړ، ويل يې چې سل خطره ورسره  تړلي دي. خو د پلار د ليل مې دا و چې د طيارې تګ ډېرې پيسې غواړې،  ده  د هر نفر پر سر ديرش زره ډالره ياد کړل، دا يې هم وويل چې له دې سره،  بيا هم ټول سفر په طياره کې نه شې کولای، ځينو ملکونو ته به پر ځمکه ور اوړې.

د پلار په خبرو کې ما هم يو څه مرچ او مساله ور ګډ کړل،  د يوې کورنۍ کيسه مې ور ته تېره کړه، ومې ويل چې په همدې لارو روان شول، خو اوس په اروپا کې دي.

درې نفره په يوه خوله ول، مور مې هم راواوښته.

زموږ کور بې نقشې و، پلار مې نفر ورته راووست، پنځه اويا زره ډالره يې جوړ کړل. د دوکان او کور وسايل هم خرڅ شول، پلار مې لس لکه افغانۍ ډالرو ته واړولې، ورغی، د څو شاهدانو تر مخ يې دوه اويازره ډالره له صراف سره کيښودل، پاتې پيسې مې ما او مور په خپلو زېرپيرانيو کې وګنډلې. په حويلۍ کې د مڼو د ونې پاڼې مخ په ژېړېدو وې چې  له کوره راووتو.

مريم غلې شوه، سوړ اسويلی يې ويست او خپلې خبرې يې وغځولې.

_تر نيمروزه کومه ستونزه نه وه، بس، شپه مو په کندهار کې تېره کړه او بله ورځ غرمه رباط ته ورسېدو.

رباط د افغانستان هغه کونج دی چې په ايران او پاکستان، دواړو پورې نښتی.

موږ په يوه کوچيني بازار کې  له موټره کښته شوو، پلي روان وو، مور مې څو ځله  په څنګ ووهلم، پوه يې کړم چې  چادرې په خاورو کې درپسې کرښي، خو وروسته خندا راغله،  د چادری له وړو څلورکونجه سورويو  مې ورته کتل، دې په خپله دوه ځله ټوډه ووهله، د چادرې پيڅکې يې په پښو کې بنديدلې.

شېبه وروسته د تېلو د پلورلو يوه دوکان ته ودرېدو، پلار مې يوه کوچيني کاغذ ته وکتل، دوکاندار ته يې څه وويل، هغه مخامخ ګوته ونيوله.

مور مې  په بېړه کوچينی ورور تر وليو ونيو ، د موټر سايکل د برېک کرښنده اواز پورته شو.

موږ په پلار پسې ګامونه واخيستل، يوه تنګه کوڅه مو په مخه ورکړه، کوڅه لنډه راتاو شوې وه، بېرته د يوه خړ دوکان تر مخ ودرېدو.

پلار مې پر بايسکل سپور سړی ودراوه، سړي يوه هلک ته ورناره کړه، هغه ته يې څه وويل، نه پوهېدم،  بلوچي ژبه  راته ښکاره شوه. 

هلک روان شو، موږ هم ګامونه پسې واخيستل.  يوه خيرنه پرده مې ليرې  کړه، ټوخی راغی، لويه کوټه د چيلم له لوګي ډکه وه. په بيړه مې دواړو خواوو ته وکتل، څو تنه پر غوړ تخت پراته ول، خرهاری يې خوت، څنګ ته يې پر  پلاستيکي څوکيو دوه ځوانان ناست ول، د يوه له خولې سپين لوګی راووت، د چيلم سرخانه سره انګار نيولې وه.

په هلک پسې د لرګي پر زينو وختو، تنګ دهلېز و، دواړو غاړو ته يې غوړ ورونه راپرې ول.

 همالته ودرېدو، هلک په منډه لاندې کښته شو.

يو تور ، ډنګر سړی راغی، پلار مې  کاغذ ورته ونيو، سړي هيڅ  هم ونه ويل، له جېبه يې کونجي ( کيلي ) راويسته، دروازه خلاصه شوه.

زه، مور او کوچينی ورور مې وړې کوټې ته ور ننوتو، پلار مې په دهلېز کې له سړي سره ودرېد.

ما دروازه پورې کړه، مور مې کړکۍ ته لاس ور وغځاوه، په کوټه کې د خولو له پخواني تروش بوی سره پوست  باد ګډ شو.

مور ته مې وکتل، خندا راغله، سپين  مخ يې د چادرۍ د سوريو په اندازه سپېره و. .

ما هم خپله چادري ليرې کړه، شاوخوا مې وکتل، له کاه ګلي دېواله، زنګن ميخ راوتلی و، چادرې مې پر ميخ راوځړوله.

ورور مې ورسۍ ته ولاړ و، ورغلم، د هغه د ککرۍ پر ګڼو تورو ويښتو مې زنه ولګوله، لاندې مې وکتل، يوه دوکاندار وچي سترګې راته نيولې وې.

ګام شاته شوم. دوکاندار د ورسۍ د شنه چوکاټ تر لاندينۍ برخې پټ شو.

مخامخ د دوکانونو خړ بامونه ښکارېدل، زاړه ټيمان، مات چوکاټونه، د تېلو غوړې بوشکې... پرې پرتې وې. تر ټيټو غونډيو ور هاخوا د سمندر غوندې هواره دښته  ښکارېدله.

کړپ شو. مورته  مې وکتل، د اوږې لوی بکس خلاصه خوله پروت و.  مور مې مخ ته آيينه نيولې وه، پر يوه ټوټه يې د سترګو شاوخوا دوړې پاکولې.

 ورور مې يو دم چيغه کړه، منډه يې واخيسته، له وره سره ودرېد.

رنګ يې ژيړ و، په راوتلو رډو سترګو يې ورسۍ ته کتل.

مور مې  چټکه ولاړه شوه. علت يې وپوښت،. هلک لړزې اخيستی و.

ورسۍ ته مې وکتل، په بيړه شاته شوم، تر ښيښې لاندې يو مړ ژواندی کربوړی پروت و.

پلار مې له ډکې پلاستيکي خلطې سره کوټې ته راغۍ، کربوړي  ته يې لاس ور وغځاوه او د تشناب له کاغذ سره يې يو ځای د ورسۍ تر خلاصي پلې،  لاندې وغورزاوه.

پلار مې پر هواره خيرنه توشکه کېناست، خلطه يې خلاصه کړه، شېبه وروسته د ټولو ژامې خوځېدلې. کيک مو له پپسي سره خوړ، خوند يې نه راکاوه،خو پلار مې ويل چې د هوټل تر خوراکه پاک دی.

له ډوډۍ وروسته اوږده وغځېدو، ستړي وو، ورور ته مې  مخ ور واړاوه، لا يې د کربوړي ځاې ته کتل، د توشکو له سوړ بوی سره د تېلو غوړ بوی هم ګډ و.

له پلاره مې وپوښتل:

_ابا: دلته د تېلو دوکانونه ډېر دي، ولې؟

ويې ويل:

_تر پولې ور هاخوا د ايران، زاهدان دی، تېل په بوشکو کې قاچاقي را اوړي.

پلار مې غلی شو، ور ومې کتل، له خپل سپين لستوڼي يې توره غټه سپږه ور واخيسته، ولاړ شو او لاس يې تر کړکی ويست.

ماته يې وکتل، ويې خندل، بېرته پر خپل ځای پرېووت، ورو يې وويل:

_خارج ته تګ، دا کيسې لرې.

مور مې ورته وکتل، نه وه پوه شوې.

ټلېفون راغی، خبرې مې ودرولې، مريم وه، د خبرو د رسېدو ډاډ يې غوښت.

ور ياده مې کړه چې کمپيوټر ته ناست يم.

بښنه يې وغوښته، ويې ويل چې ساعت وروسته به ټلېفون وکړي.

بېرته مې د کمپيوټر کېبورډ ته لاس ور وغځاوه.

مريم ويلي ول:

_ماښام د کوټې دروازه وټکېده، پلار مې دهلېز ته ور ووت، پاو وروسته بېرته راغی، ويل يې چې سبا ورځ هم همدلته يو.

ورور ته مې غوسه ورغله، خو مور مې له خدايه خير غوښت.

د شپې تر ډېره خوب نه راته، ورور مې له پلار سره ويده و، نا ارامه ښکارېده، نه پوهېدم، سپږې وې ، که ورږې، زه يې هم خوړلم، د کمپلې د بوی له لاسه مې مخ نه شو پټولی.

سبا، تر غرمې کړکۍ ته نږدې ولاړه وم، بازار ته مې کتل، په پټکو او خوليو  کې به يو نيم سر تور سر هم تېر شو، پسې وبه مې کتل، سر تور کسان پاک ښکارېدل، رنګونه يې هم ښه ول، ډېرو يې پر موډ برابر پطلونونه اغوستې وو، داسې راته واېسېده، لکه له ايرانه چې يې را اړولي وي.

دروازه خلاصه شوه، پلار او ورور مې ول، دوی دوې پلاستيکي خلطې پر غولي کېښودې، مور مې په پوښتونکي نظر ورته وکتل، پلار مې ور ياده کړه، چې په يوه خلطه کې حجابونه دي. دوهمه خلطه يې ور واخيسته او تشناب ته ننوت.

ورور مې په خوند وويل:

_له نږدې غونډيو،  تودې اوبه راوځي.

په خبره يې ونه پوهېدم.

ورور مې وويل:

_بازار ته نږدې غونډۍ دي، چينې لري، ما په خپله لاس ورته ونيو،  تودې اوبه راتويېدلې.

د مور غږ مې واورېد:

_دا څنګه اغوښتل کيږي؟

ور ومې کتل، توره اوږده ټوټه يې پر زنګنو پرته وه.

ودرېدم، ټوټه مې په ځان پورې ونيوله، بيډيو ته رسېده.

ومې ويل:

_اسانه ده، بس، د ټکري غوندې ځان پکې پټ کړه.

د پلار غږ مې واورېد:

_څنګه ده؟

ور ومې کتل، د تور پطلون له پاسه يې سپين يخن قاق اغوستی و.

دا لومړی ځل و چې ما په ملکي دريشي کې ليد.

مور مې ولاړه شوه، د ابا د يخن قاق غاړه يې سمه کړه، ورو يې وويل:

_له کومه دې کړل؟

پلار مې کوچيني ورور ته اشاره وکړه، هغه تشناب ته ننوت. ويې ويل:

_سرحد دی، په دوکانونو کې هر څه پيداکيږي.

کور مې سترګو ته ودرېد، تلويزيون ته نږدې د ابا پخوانی عکس ولاړ و، عسکري دريشي يې کړې وه.  په مخ کې يې يوه ګونځه هم نه ښکارېده، خو اوس هم ښکلی راته وايسېد، په پطلانه کې ځوان مالوميده.

ورور مې راغی، په کاوبای پطلون کې ښکلی ښکارېده.

پلار مې د يخن قاق له پاسه کورتۍ واغوسته، ويې ويل:

_سفر مو ماښام  ته شو.

د مريم خبرې مې ودرولې. 

بخاری ته ورنږدې شوم. مړه وه، دروازه مې يې خلاصه کړه، لرګي پوره نه ول سوځيدلي.  ور پوه مې کړل، غوټه ايرې مې سترګو ته راغلې. بخارۍ مې  په خپل حال پرېښوده، لاړم، تلويزيون مې ولګاوه او کمپله مې پر پښو  راکش کړه.

د کار وړ پروګرام مې ونه موند، يا به زما په ذوق نه ول برابر. بس، تلوېزيون مې بېرته مړ کړ.  د ټلېفون چونګا شوه، ولاړ شوم، د ټلېفون چارجر مې په ساکټ کې بند کړ.

بېرته په کمپله کې پرېوتم. د بخارۍ په نل کې د باد د تاوېدو غږ راته.

ټلېفون راغی، له کمپلې سره ور وښوېدم، مريم وه.

ساکټ ته نږدې ستوني ستغ اوږد وغځېدم، ملا مې سړه ولګېده، تر غالۍ لاندې سيميټ وو.

مريم خوشاله ښکارېدله، خو تر اوسه يې لا په خبرو کې ټوخی ګډ و.

د خوشالۍ علت مې وپوښت:

را ياده يې کړه چې له دوو مياشتو وروسته يې يو پښتون وليد.

په خبرو  کې يې ور ولوېدم:

_څنګه دې وپېژاند؟

مريم سړه ساه واخيسته:

_نه پوهېږم. لوسي مې څنګ ته ولاړه وه، سيروم يې تاړه. له دهلېزه  د  وطن د خاورې بوی راغی. له لوسي مې هيله وکړه چې دهلېز وګوري. 

د سر په ښورولو يې پوه کړم چې  د سيروم له تړلو وروسته به احوال درته راوړم.

 زما شک سم وخوت، يو چا په ټلېفون کې پښتو ويله.

په بيړه ولاړه شوم، د سيروم ستن مې له لاسه وخته، لوسي تر مټ ونيولم، چيغه مې کړه:

_پښتون دی.

لوسي په حيرانۍ راته کتل. له هغې مې وغوښتل چې دهلېز وګوري.

همداسې وشول، يو په ونه لوړ سړی کوټې ته راغی، تر پنځوسو اوښتی و، په څېره کې يې حيراني نه ښکارېدله. 

سړی مې سر ته ودرېد، زما پر ککرۍ  يې لاس تېر کړ، پر شونډو يې خوږه موسکا پرته وه.

پوه شوم. لوسي په منډه پوه کړی و. 

دی لنډ وغږېد، ويل يې چې پکتياوال دی، خو اوس په امريکا کې اوسي، دی له خپلې ايټالياوي مېرمنې سره په چکر راغلی و، د سيل په وخت کې يې د مېرمنې پښه اوښتې وه، تر دې کوم بل نږدې روغتون يې نه و موندلی.

 له ما يې کومه  پوښتنه ونه کړه.  

سړی يوه شېبه راسره کېناست، وروسته ټلېفون ورته راغی، له خبرو يې  پوه شوم چې مېرمن يې ورته ماتله ده.

مريم  وټوخل، غلې شوه. يودم يې وخندل:

_ښه ! کيسه دې څنګه کړه؟

ومې ويل :

_اورم يې، د کار خبرې ترې را اخلم.

ويې خندل:

_د کار خبرې؟ .

پوه شوم، ښه خبره مې نه وه کړې، ومې ويل:

_هدف مې دا نه و، ته خو پوهېږې،  ادبيات دې لوستي، ليکنه چاڼ غواړي.

ويې خندل:

_ټوکه وه.

زړه مې خپل ځای ته راغی.

ويې ويل: .

_کومه پوښتنه لرې؟

_نه

په خندا يې وويل:

_خو زه يوه پوښتنه کوم.

وايه.

_هر څه په پښتو درته ووايم که نه، ايرانۍ پارسي او انګليسي هم پکې ګډه کړم.

خندا راغله:

_پوه نه شوم.

ويې ويل:

_ګوره، په لاره کې له ګڼو خلکو سره مخامخ شوم، ځينويې پارسي ويله، يو شمېر په انګليسي پوهېدل، داسې خلک هم ول چې په نا اشنا ژبو يې خبرې کولې، د هغوی ډېرې خبرې مې په ياد دي، اوس دې نو خپله خوښه، ددوی خبرې هم په پښتو درته ووايم، که نه، په اصلي ژبه يې غواړې.

فکر مې وکړ، پښتو ښه راته ښکاره شوه. دوه علته وو، لومړی، که مې د مريم په خبرو کې نورې ژبې را اخيستی، مجبور وم چې پښتو مانا هم ورسره وليکم، دوهم داچي ليکنه بې خونده راتله، ځکه مې وويل:

_نه، هر څوک چې په هره ژبه غږېدلی دی، ماته يې په پښتو ووايه.

ويې خندل:

_سمه ده.

_ښه کومه بله پوښتنه؟

_نه، لوسي راته ولاړه ده، وايي چې خيرنه شوې يې، حمام تيار دی.

ټلېفون قطع شو.

کمپيوټر ته مې وکتل، د مريم خبرې لا پاتې وې، خو د ليکلو حوصله  مې نه درلوده.

ولاړ شوم، په کمپيوټر کې مې يوه پخوانی هندي سندره راوسته.

ګروپ مې مړ کړ، اوږد پرېوتم، د سندرې نری ساز راته.

کړپ، د پيشو کريژې  او پر کاشيو د لوښو د لوېدو اواز راغی.

دهلېز ته مې منډه کړه، له اشپزخانې يوه خيرنه پيشو راووته، غولي ته مې وکتل، د دهلېز پر سره فرش داسې څه نه وو، چې د پيشو ويشتلو ته جوړ وي.  پيشو د دهلېز له خلاص وره ښويه ووته.

د اشپزخانې وره ته ورسېدم، بله پيشو راووته، خو دا پيشو ورو تله، کيڼه پښه يې درنه پسې اخيسته.

تر پيشو مخکې  د دهلېز وره ته ورسېدم، پيشو نوک ونيو، لار ورنه ورکه وه، بېرته اشپزخانې ته ننوته.

ور مې بند کړ، ورغلم، د اشپزخانې پر ګلداره کاشيو ماتي کوکۍ، د وريجو دانې او چيچل شوي هډوکي پراته ول.

لړمون مې اور واخيست. جارو ته مې لاس ور وغځاوه، پيشو د ګاز د لويې ډبې تر شا غلې  وه، وچې سترګې يې راته نيولې وې،  وارخطا ښکارېده.

ور مخته شوم،  جارو مې تر سر پورته کړه، پيشو هماغسي راته کتل. په سترګو کې يې معصوميت پروت و.

يوه شېبه مې د پيشو سترګو ته وکتل، سترګو يې يوه خبره کوله:

_ملامت نه يوو،  په دې واورو کې څه وخورو؟

نه پوهېږم، ماته يې په سترګو کې همدا ټکي ښکاره شول.

پيشو ته مې لار ورکړه، دهلېز ته ووته، په وره کې يې نوک ونيو، را ويې کتل، پوه يې کړم چې د دهلېز دروازه  پورې کوه  او ککړ لوښي  سبا ته مه پرېږده.

 غولي ته مې جارو ونيوه، د غاب ماتې ټوټې مې راټولې کړې. کله ، چې کوټې ته لاړم، سندره ختمه وه. يخنۍ واخيستم، ګروپ مې بل کړ، بخارۍ ته ور وګرځېدم، غټ، غوړ لرګي ته مې د اورلګيت دانه ووهله، وار له واره يې پرررر شو، لمبه تر نورو نيمه سوځېدلو لرګو راتاوه شوه.

خوب نه راته، بېرته کمپيوټر ته کېناستم.

مريم ويلي ول:

_ماښام قضا  دروازه وټکېده، پلار مې ور ووت، بېرته راغی، راياده يې کړه چې بايد لاړ شو.

تياري ته ضرورت نه و، بس، په حجابو کې مو ځانونه ونغاړل، پلار مې د اوږې بکس ور واخيست، همدا يو بکس و، د ټولو کالي پکې پراته ول.

لاندې کښته شوو، په يوه ډنګر ځوان پسې موګړندي  ګامونه اخيستل،  ساه  مو لا نه وه سوځېدلې چې په يوه کور ننوتو.

لويه حويلی وه، ډله  خلک ښکارېدل، ډېری يې تنکي ځوانان ول، د غاړي له بکسونو يې پوه شوم چې د سفر نيت لري.

يوه دېوال ته ودرېدو، شاوخوا مې وکتل، شيڼ ډکی نه تر سترګو کېده،  ټوله ځمکه غوړه وه، ځای ځای د تېلو زړې بوشکې پرتې وې.

لويه دروازه خلاصه شوه، يو سيټه باډۍ لرونکی کوچينی موټر و،  تېزه  رڼا يې پر ولاړو خلکو لګېدله.

موټر ودرېد، ځوانانو منډه ور واخيسته، هر يوه هڅه کوله چې لومړی باډۍ ته ور وخيژي.

د موټر له سيټه دوه تنه راکښته شول، ايراني فارسي يې ويله،  دوی په نرمه ژبه د نوبت  غوښتنه کوله.  باډۍ ډکه شوه، د خلکو ملاوې ترې راوتلې وې.

موټروان زموږ خواته اشاره وکړه.

 پلار ته مې وکتل، حيران و. ورغی، له خبرو يې پوه شوم چې زموږ ځای هم  د  موټر باډۍ ده.

پلار مې تر ډېره ورسره و، لاسونه يې خوځېدل، داسې راته واېسېد، چې ځای مناسب نه ورته ښکاري. وروسته راغی، بله چاره مو نه درلوده.

ورغلو، موټروان د باډۍ په پورته سر کې ځای راته جوړ کړ، زه او مور مې په مينځ کې کېناستو، يوې خواته مې پلار ځای ونيو او بل لور ته مې هم ورور. خو بيا مې هم له زنګنو سره  د مخامخ ناست ځوان ملا  لګېدله.

موټر ته مې وکتل، په وړه باډۍ کې شپاړس تنه ناست ول. دوه نور راغلل، ځای نه و، د باډۍ په وروستۍ برخه کې له موټره پر وتلو دړو کېناستل.

موټروان  باډۍ ته نږدې ودرېد، مساپرو ته يې ډاډ ورکړ، ويې ويل چې ځانونه کلک ونيسی، ساعت وروسته به په زاهدان کې يو.

موټر حرکت وکړ، څراغونه يې مړه ول، د سپوږمۍ په کمزورې رڼا کې يې لاره  پرې کوله.  کله چې به د موټر ټاېر کومې کندې ته ور ولوېد، ملا به مې په شدت شاته پر ولاړو اوسپنو ولګېده.

دوو ځوانانو په ټيټ غږ خبرې سره کولې، له غږېدا يې پوه شم چې روان  موټر سيمرغ نوميږي، وروسته مې زړه ولړزېد، يوه يې ويل چې تېره اونۍ په همدې ځای کې ډزې ورباندې وشوې.

موټر ودرېد. له موټروان سره ناست برېتور سړی راکښته شو، ليرې بل ګروپونه يې راوښودل، ويل يې چې ايرانۍ پوسته ده، نه به خبرې کوئ او نه به هم سګرټ ته  د اورلګيت دانه نيسئ.

وروسته يې ګامونه واخيستل، ما تر هغو پسې کتل چې په تياره کې ورک شو.

موټر حرکت وکړ، ورو روان وو، بس، د بنيادم تګ يې کاوه، ناست کسان غلي ول، حرکت يې نه درلود، ان د ساه ايستلو غږ يې هم نه راته.

ورور ته مې وکتل، په تورو غټو سترګو کې يې د سپوږمۍ رڼا ګډه وه.

مخکې لاړو، بل ګروپونه رانږدې شول، يو سيوری راغی، هماغه برېتورسړی و،  موټر ودرېد، سړي موټروان ته څه وويل، ماشين مړ شو.

سړی باډۍ ته راغی، له ما، ورور  مور او يوه بل کوچيني هلک پرته يې ټول له موټره کښته کړل.  له ډلې يې اووه، اته، پياوړي کسان پرېښودل، پلار مې هم پکې و، پاتې مساپر  له برېتور سړي سره په تياره کې ورک شول.

ولاړو کسانو د موټر د باډۍ پر شاتنۍ برخې زور راووست، باډۍ جټکه وخوړه، ټاېرونه تاو شول، سيورو حرکت وکړ.

موټروان د سيټ تر ښيښې سر را ايستلی و، مخکيني ټاېرونه يې هواري ته سيخول.

موټر په  مړه ماشين روان و، ما بلو څراغونو ته کتل، نږدې ول، سپينه رڼا پر ايراني بيرغ لګېدله.

ناڅاپه موټر ودرېد، د باډۍ وروستۍ برخې ته مې وکتل، يو هم نه و، غړۍ مې اوږده کړه، ټول پرځمکه پراته ول. پر اوږه مې فشار راغی، د موټروان لاس و، پوه يې  کړم چې سر ټيټ ونيسه.

پوستې ته مې وکتل، عسکر  و، د لاسي بتۍ سپينه رڼا يې تر موږ  نه رارسېدله. عسکر يوه شېبه ولاړ و، وروسته کوټې ته ننوت.

پر ځمکه غځېدلي خلک پورته شول، لاسونه يې د موټر  پر شاتنۍ برخه کيښودل، موټر حرکت وکړ.

له سرحدې پوستې واوښتو، موټر ګړندی شو، جمپونه نه احساسېدل، له باډۍ مې سر ور وايست، ټاېر پر توره ليکه تاوېده. بل څراغونه ورو ورو ليرې کېدل.  په ستړو کسانو کې مې د پلار د سا ايستلو غږ  لوړ و

ښه شېېه ووته، موټر ودرېد، شاوخوا مې وکتل، د سپوږمۍ رڼا سپينه وه، خو نږدې غونډۍ تورې ښکارېدلې.

د موټروان ورو شپېلکی مې واورېد. د پله له لاندې ډله کسان راووتل، ټول باډۍ ته را وختل، برېتور سړی له موټروان سره کېناست.

موټر په مړو څراغونو ګړندی روان و، د باد پرهاری خوت، د حجاب ژۍ مې له بغور ( اننګي ) سره لګېدله.

پاو ووت، ليرې  دوه څراغه ښکاره شول، رڼا زموږ خواته را روانه وه، موټر ورو شو، خامې ته ولوېد،مخکې لاړ،  ودرېد، رڼا تر ټيټې غونډۍ پټه وه.

دوو مساپرو په يوه خوله وويل: 

_ګزمه ده. 

د موټر له سيټه خلاصې ګوتې راووتې. ټول غلي شول.

رڼا د غونډۍ له بلې خوا راووته، نېغه د پوستې کمزورو څراغونو ته ور روانه وه.

موټر حرکت وکړ، پاخه سړک ته وخوت، تګ يې تر پخوا  چټک و.

له غونډيو ووتو، د سپوږمۍ رڼا تر ليرې رسېده، هواره دښته وه. مخکې لاړو، ګڼ څراغونه ښکاره شول، نه پوهېدم، بازار و که کوم عسکري ځای،  د موټر د ماشين غرهارې خوت، باد تېز لګېده، ټکری مې د زنې دواړو خواووته ټينګ نيولی و.

ناڅاپه درب شو،  سپيرې دوړې تر موږ تېرې شوې. ورور مې تر مټ ټينګه ونيولم، موټر  خامې ته ولوېد، خو تګ يې د پخوا په څېر ګړندی و.

يودم  کوکه  شوه:

_ورور مې!

په بيړه مې ور وکتل، د باډۍ په وروستۍ برخه کې يوه سړي چيغې وهلې، له موټر وتلې دړې ته مې پام شو، زړه مې ولړزېد،  څوک نه و.

د سړي له کوکو سره ژړا ګډه شوه:

_موټر ودروئ!

د موټر ټاېرونه په وړو ډبرو وښوېدل، خلک په دوړو کې پټ شول. 

سړي ټوپ کړل، د پاخه سړک خواته يې منډه ور واخيسته.

برېتور سړی تر ښيښې سر راويست. يوه مساپر په بېړه وويل:

_ورور يې ولوېد.

موټر حرکت وکړ. پلار مې د موټر د سيټ بام ته سوکان ونيول. موټر ودرېد. موټروان راکښته شو. په غوسه و، ويل يې چې خپلې غاړې مې درباندې خلاصې کړې وې، څوک چې ولوېدل، نو ولوېدل،  زه نه شم کولای چې د بل يوه له پاره خطر ومنم.

يوه مساپر چيغه کړه!

_دا څنګه  مسلمان يې !

 کړس شو، مساپر خپل مخ ته لاس ونيو.

ورور مې زما پر اوږه سر کېښود.

موټروان بېرته سيټ ته ور وګرځېد، موټر حرکت وکړ. ليرې دوه تنه  ښکارېدل، ناست سړي ځمکې ته سوکان نيولې وو  نرۍ چيغې  يې راتلې، بل په تورو خاورو کې پروت و.

د مريم خبرې ختمې شوې.

بخارۍ ته  مې وکتل، سره وه، خو تاو يې تر کمپيوټره نه رارسېده.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*    *    *

سهار دفتر ته لاړم، يوه ملګري مې کوژده کړې وه، نورو همکارانو شيرينې ترې غوښته، بس،  سلا په دې شوه چې غرمې ته به ماهيان راباندې خورې.

همداسې مو وکړل، شپږ تنه پوره دولس بجې له دفتره ووتو. نږدې ځای د خيرخانې قلعه يې نجارا وه.

ورغلو، په يخه هوا کې د ماهيانو خوراک خوند وکړ، د چايو د سورورلو په وخت ټلېفون راغی، حيران شوم، مريم وه، دې به يواځې له ماښامه وروسته ټلېفون کاوه.

د باندې ووتم، بښنه يې وغوښته، راياده يې کړه چې د کار  په وخت کې يې مزاحمت وکړ، خو وروسته يې يودم وويل:

_د موټرو غږدی.

پوه مې کړه چې د ماهيانو د خوراک له پاره قلعه يې نجارا ته راغلي يو.

په غږ کې يې بدلون راغی، په خوشالي يې وويل:

_په چهار راهي کې يې؟

_هو

_کومې خواته.

_شمال!

_خو په جنوبي برخه کې ښه ماهيان ورکوي، ته ورته وګوره، زه مې له مور سره څو ځله ورغلې يم.

ومې کتل. تر سړک ور هاخوا له لويې کړايي څخه تاوونه پورته کېدل.

ومې ويل

_اورې

_هو

غږ يې ژړغونی و. خو و روسته يې يودم وخندل.

_هی، چهار راهي ته وګوره، هغه بوډا ترافيک شته،  اوږده ږيره لري.

ومې کتل، يوه  ځوان ترافيک د موټرو نظم برابراوه.

مخکې تر دې چې د ( نه ) ځواب ورکړم، مريم په  خوند وويل:

_موږ به هر سهار همدلته  د پوهنتون يوه ملګرې را اخيسته، خو وروسته يې د درېدو ځای بدل کړ، ويل يې چې زوړ ترافيک ډېر راته  ګورې. بس، خدای راکړه، ملګرې به مو ځوروله، ويل به مو چې زوم خو بيا ولاړ دی. 

مريم ټوخي واخيسته، ټوخی يې اوږد شو، وروسته يې غاړه صافه کړه،ورو يې وويل:

_وبښه.

شاته مې وکتل، يوه ملګري مې ساعت ته اشاره کوله.

د مريم نيولی غږ مې واورېد.

_قلعه يې نجارا څنګه ښکارې؟

_هيڅ، لاندي دوکانونه دي، پورته منزل د ډاکټرانو لوحو نيولی دی، د ژۍ واورې د موټرو  په لوګيو تورې دي، خو له سړکه دوړي پورته کيږي.

مريم  سوړ اسويلی ويست:

_اه، تر هماغه دوړو ځار شم.

يوه شېبه غلې وه، وروسته يې په غريو کې و ويل:

_يوه هيله ؟

_وايه

_يوه ژوره ساه واخله.

خندا راغله

_ولي؟

_زما په خاطر

پزه مې کش کړه، د لښتي بوی له دوړو سره ګډ و، ټوخۍ راغی، ټلېفون مې ليري ونيو. خو ومې نه ټوخل.

لاس مې بېرته غوږ ته ورنږدې کړ.

مريم وويل:

_بختور يې.

ومې خندل.

مريم سوړ اسويلی ويست:

_ د وطن  دوړي مې ياديږي.

غلی شوه.

د ملګري غږ مې واورېد، ويل يې چې د دفتر کارونه راته پاتې دي، بايد لاړ شو.

مريم يو دم وخندل:

_اه، اصلي خبره مې هېره شوه، سبا د روغتون دهلېز رنګوي، کمپيوټرونه بايد ليرې کړي، له سهاره راهيسي د کيسې په ثبتولو اخته يم، غواړم چې ډېرې خبرې  دروليږم، رخصتي مو په څو بجو ده؟ 

ومې ويل:

_څلورنيمي.

_ښه، که مې ايمېل ناوخته در ورسېد، چې هير يې نه کړې.

_سمه ده.

_وبښه، اخيري خبره، که زما منې، تر سړک واوړی، هغه بلې غاړې ته ښه ماهيان پخوي.

هېڅ مې هم ونه ويل، موږ ماهيان خوړلي وو.

دفتر ته لاړو.

په رخصتۍ کې مې د مريم خبرې راواخيستې.  ماخستن کمپيوټر ته کېناستم، نه چالانېده، برق کمزوری و.

د څنګ ګاونډی راپه زړه شو، برق يې نه درلود، زموږ له کوره يې لاين کش کړی و. ورغلم، سيم مې له ساکټه وايست.

راغلم، کمپيوټر چالان شو. ټلېفون وشرنګېد، همسايه و، ويل يې چې ستاسو د حويلۍ د دروازې  د سر ګروپ بل دی.

ولاړ شوم، برق مې بېرته ور خوشی کړ.

راډيو مې راواخيسته، يواځې د جنګ خبرونه ول، مړه مې کړه. اوږد وغځېدم، د مريم خبرو ته مې سودا وه. اته بجې وې، د کوڅې د خلکو تر وېده کېدو مې  د برق د قوي کېدو تمه نه درلوده.

پياله مې له چايو ډکه کړه، المارۍ ته ودرېدم، د خرما قوطۍ رانه ورکه وه. برق لاړ، بېرته په خپل ځای کېناستم، د لندو وړيو بوی راغی. ګوتې مې وتپولې، تودې  شوې، پياله چپه وه.

کوټه سپينې رڼا ونيوله، تېزه وه، کمپيوټر ته ورغلم، چالان شو، خو چونګا يې خته. همسايه ته مې زنګ وواهه، ورياده مې کړه چې ضروري کار لرم، که مو ابګرمي بنده کړې وي، ليرې يې کړئ.

فکر مې سم وخوت، د کمپيوټر چونګا غلې شوه.

مريم ويلي ول:

_يوې زېرزمينۍ ته ور کښته شوو، ساه پکې بنديده، د روغنی رنګ بوی يې درلود.  دوه ژېړ ګروپونه راځړېدل.

کړنګ شو، ټيمي قوطۍ ورغړېده، له دېوال سره ولګېده، پر لانده سيمينټ د نخودي رنګ څاڅکي توی شول. 

ورور ته مې وکتل، خپلو پښو ته يې وچې سترګې نيولې وې، د پطلانه شنه پايڅه يې په نخودي رنګ ککړه وه.

مور مې د هغه سر  په خپل ټټر پورې ولګاوه،  مخکې لاړل.

زيرزميني اوږده وه، د ناستې له پاره هيڅ هم نه ښکارېدل، پلار مې له سيمينټو څو ډکې بوجۍ دېوال ته پرېيستې. پر بوجيو کېناستو، شاوخوا مې وکتل، د رنګ ډک او خالي ډبي پراته ول، ځای ځای د پخو خښتو لندې ټوټې ښکارېدلې.

موټروان دروغ ويلي و، ساعت لاره نه وه، پوره دوه نيم ساعته مو پر پخو او خامو لارو مزل کړی و، سر مې ګرځېده، ملا مې د موټر د اوسپنې له لاسه ټوک ټوک وه.

پر مخامخ دېوال يو سيوری راغی، په عمر پوخ سړی پر زينو راکښته شو، ملا يې ختلې وه، له خولې يې د سګريټو تېز بوی ته.

سړي يوه نکلي کاسه پر غولي کېښوده، بېرته چوپه خوله پورته وخوت.

پلار مې پر کاسه هواره وچه ډوډۍ ورپورته کړه، لاندې سپېرې سپينې وريجې وې.

د ډوډۍ وړه ټوټه مې خولې ته واچوله، د ربړ غوندې وه، نه ژدويل کېده، د خاورو خوند پکې ګډ و.

مور ته مې وکتل، په رنګ ککړ برس ته يې وچې سترګې نيولې وې.

 پوه شوم، له موټره لوېدلی ځوان يې له زړه نه ووت.

 ورور مې ګروپ ته کتل....

پلار مې يو دم  مخ  واړاوه، ويې ټوخل، وريجې دانه دانه پر رنګ شوي دېوال ولګېدې.

بښنه يې وغوښته، بيا يې کاسې ته لاس ور ونه غځاوه.  ملا يې دېوال ته ولګوله، پورته يې وکتل، له سترګو يې پوه شوم چې په راتګ پښيمانه دی.

ټول غلي وو، ورور مې د مور پر اوږه سر ايښی و، سترګې يې پټې وې. له وريجو يواځې يوه ګوله پورته شوې وه.

ښه شېبه ووته، سترګې مې درنې شوې.

  سمندر و، پراخ سمندر، ډوبه شوم، لاندې تورې اوبه ښکارېدلې. لاسونو او پښو ته مې ټکان ورکړ، اوبه مې ستونې ته راغلې، ترخې وې، ساه مې نه شوای اېستلی، د لاسونو او پښو حرکات مې ډېر شول، سر ته راوختم، مور، پلار او ورور  مې هم ځګنو څپو اخيستي ول.

ورور مې چيغې وهلې، مرسته يې غوښته...

  د نهنګ لکۍ مې ولېده، له اوبو لويه خوله راووته، سپين تېره غاښونه يې زما د ورور سر ته سيخ شول، سپين ځګونه سرو وينو ونيول.

چيغه مې کړه، پر خولې مې ترخې اوبه راواوښتې.

مور ته مې وکتل، نه وه، لاندې لاړم، لاس او پښې مې له حرکته لوېدلي ول. پورته مې وکتل، په سپينو اوبو کې د لمر رڼا ګډه وه.

مور ته مې مخ ور واړاوه،  خلاص غونچه ويښتان يې يوې بلې خواته کېدل، لاندې روانه وه، له خولې يې حبابونه ( پوکڼۍ ) راوتل.

له سمندري شنو اوږدو پاڼو يو غټ نهنګ راووت، په غاښ کې يې زما د ورور په وينو لړلی څيرې کميس بند و،  د مور خواته مې ور وګرځېد،  چيغه مې کړه، غږ مې نه راووت، واړه حبابونه  مې تر سترګو تېر شول، حبابونه مخ پورته روان ول.

نهنګ ورغی، غټه خوله يې خلاصه کړه. سترګې مې پټې کړې، بېرته مې ورته وکتل، مور مې نه وه، د نهنګ له خولې راوتلې سرې وينې له اوبو سره ګډې وې،  له  تېرو غاښونو يې زما د مور اوږده ويښته راوتلي وو، اوبو يوې بلې خواته وړل. 

نهنګ  زما خواته راغی، خوله يې خلاصه وه، چيغې مې وهلې، پلار مې را روان و، نه شوای راتلی، اوبو  بېرته شاته ووړ.

غږ مې واورېد، اوږې مې وښورېدې، سترګې مې رڼې کړې. پلار مې  په غېږ کې ټينګه نيولې وم، مور مې په حيرانۍ  راته کتل، ورور مې لا ويده و.

ومې ويل:

_ښه يم. خوب مې ليد.

پلار مې بېرته پر سيميټي کڅوړې کېناست.   کيڼ لاس مې راپورته کړ، دوه نيمې بجې وې.

سر مې درد کاوه، ټوک ټوک وم، د نهنګ خلاصه خوله مې له ذهنه نه وته.

غږ مې واورېد، يو چا زما د پلار نوم اخيست. پلار مې په بيړه پر زينو وخوت، لنډه شېبه وروسته بېرته راغی، ويې ويل چې بايد لاړ شو.

مور مې د ورور اوږې وښورولې، هغه خوبولې سترګې  خلاصې کړې، له څه ويلو پرته ولاړ شو.

د باندي راووتو، تياره وه، سپوږمۍ  نه ښکارېده.

کوڅې ته راغلو، يو کوچينۍ موټر ولاړ و، پر سر يې د ټکسي لوحه ټومبلې وه.

 پلار مې له موټروان سره مخکې کېناست، موږ د شا سيټ ته ورپورته شوو.

شاوخوا مې وکتل، هسکه وه، لاندې په زرګونو سپين او ژېړ څراغونه بل ول، فکر راولوېد، موږ د زاهدان د ښار په څنډه کې وو.

موټر حرکت وکړ، په يوه کوڅه کې راتاو شو، عمومي سړک ته وخوت، مخکې لاړ، سړک ته نږدې په پياده رو کې ودرېد.

موټروان په بيړه دروازه خلاصه کړه، له موږ څخه يې وغوښتل چې له موټره کښته شو، همداسې مو وکړل، سړک ته نږدې په ګڼو ونو کې کېناستو.

د سړ ک دواړو غاړو ته تېز ژېړ ګروپان بل ول، رڼا يې تر هغو څانګو  رارسېده چې موږ يې تر لاندي ناست وو.

موټروان ته مې وکتل، د موټر له مخکينې ټاېره يې هوا ايسته، شېبه وروسته د موټر پر بانټ کېناست.

چوپه چوپتيا وه، کله کله به يو_ يو موټر په تېزۍ سره تېر شو.

موټروان  شېبه په شېبه خپل ساعت ته کتل.

يو موټر راغی، ټيوټا وه، پر سر يې سور څراغ تاوېده، پر دروازه يې سپاه پاسداران جمهوري اسلامي ايران  ليکلي و.

موټر برېک ونيو، يوعسکر له ښېښې سر راويست،  موټروان د ټکسي خالي ټاېر ته ګوته نيولې وه.

وروسته يې ټلېفون ته اشاره وکړه، نه پوهېږم، خو دا مانا مې ترې واخيسته چې د بل ټاېر راوړلو ته انتظار باسم.

د پوليسوموټر حرکت وکړ، موټروان سګريټ ولګاوه، هماغسي پر بانټ ناست و.

وروسته يې ټلېفون غوږ ته ونيو، د لاس له خوځولو يې پوه شوم چې په غوسه دی.

پاو ووت، يو درې سوه درې بس ودرېد، موټروان راغږ کړل، ورغلو، بس ته ور وختو. شاتنۍ اوږده څوکۍ تشه وه. لاړو او همالته کېناستو.

بس حرکت وکړ، دواړو غاړو ته واړه زاړه ناست ول، په تورو ويښتو کې د بس د چت د څراغونو کمزورې رڼا ښکارېدله، سپين سرونه هم پاک ول، ځای ځای په تورو حجابونو پوښلې  ککرۍ هم زنګېدلې. ټول غلي ول.

مخکی مې وکتل، د بس پر ماشين يو تنکی ځوان  ناست و. 

نيم ساعت ووت، ځوان  ولاړ شو، يو پلاستيکي سطل يې ور واخيست. مخکې راغی، يو ماشوم يې له بغوره کش کړ، ويې خندل، له سطله يې يو جوس ورکړ.

ځوان  دوو دريو نورو کسانوته  د اوبو بوتلونه ونيول. وروستۍ څوکۍ ته راغی، سطل يې کېښود،يوې بلې خواته يې وکتل،  له جېبه يې درې کارتونه  راوايستل، ورو يې وويل:

_مخکی پوسته ده، پوليس راخيژي.  د شا سيټ ته  نه راځي، له ليرې  همدا کارتونه ورته پورته کړئ.

پلار مې يو کارت ور واخيست، سر يې وځړېد، بېرته يې ځوان ته وکتل. هغه  پر خپلو شونډو ګوته اېښې وه، په ټيټ غږ يې وويل : وارخطا نه شۍ، لار ورسره لرو، پيسې مو ورکړې دي. 

ځوان  يو دم  وخندل، په لوړ غږ يې وويل:

_جوس غواړئ؟

د جوس پاکټ يې زما د ورور پر ځنګنو کېښود،  مخ يې واړاوه، بېرته موټروان ته نږدې کېناست.

پلار مې کارت راکړ، کارت ته مې کتل، پورته يې شناسنامه ليکلي وه، لاندې د يوه برېتور سړي عکس ښکارېده.

پلار ته مې اشاره وکړه، په شونډو کې موسکۍ شو، خپل کارت يې راوښود، عکس يې نه درلود. 

مور ته مې وکتل، کارت يې په ګوتو کې سره اړاوه، په عکس کې يوه ږيرور بوډا سپينه لونګۍ تړلې وه.

 يو وړوکی بازار راغی، بس ودرېد، دوکانونه بند ول، خو د هوټل تر لويو ښيښو ور هاخوا ګڼ خلک ښکارېدل، ټولو په قاچوغو او پنجو خوراک کاوه.

بس ته يو وسله وال عسکر راوخوت، په لوړ غږ يې د اسنادو غوښتنه وکړه، لاسونه پورته شول، مور ته مې وکتل، د عکس خوا يې ځانته نيولې وه.

عسکر له لومړۍ څوکۍ راتېر شو، په دوهمه څوکۍ کې يې د يوه بوډا اوږې وخوځولې.

د بوډا تر څنګ ناستې ښځې څه ورته وويل.

. زړه مې ولړزېد، عسکر مخکې راغی ، مور ته مې وکتل، کارت يې پر ځنګانه ايښی و، له غروي يې مازې د کاغذ څنډه مالومېدله، د پلار سترګې مې رډې راختلې وې، عسکر  دوو_ دريو نورو ناستو کسانو ته هم ملا کړوپه کړه. کارتونو ته يې وکتل، بښنه يې وغوښته، پورته ېې پر څو وړو بکسونو  ګوتې وتپولې، يو ناست ځوان يې ولاړ کړ، د هغه جېبونه يې وکتل، زموږ مخې ته ودرېد. د کارت غوښتنه يې وکړه، پلار مې بې عکسه کارت ورته ونيو.

عسکر وخندل، پلار ته مې يې اشاره وکړه، دواړه د بس له شاتنۍ دروازې کښته شول.

مور مې ولاړه شوه، مټ ته مې يې لاس ور وغځاوه، بېرته پر خپل ځای کېناسته.

ورور  مې په وېره وويل:

_ابا يې چېرته بوت؟

ورو ښځينه غږ مې واورېد:

_ډېر ښکلی دی.

ورميږ مې کوږ کړ.

تر مخې مو يوه زړه ښځه ناسته وه، په عينکو کې يې سترګې غټې ښکارېدلې، تر څنګ يې زما ورور ته کتل.

وروسته يې ماته مخ راواړاوه، ورو يې وويل:

_افغانان ياست؟

غلې وم.

ښځې وخندل:

_د ماشوم له خبرو پوه شوم چې ايرانيان نه ياست، خو پاکستانيان هم نه راته ښکارې، د هغوی رنګ مالوم دی. تک تور دی.

مور مې وويل:

_افغانان يو.

ښځې له خپل بکسه د بسکيټ قوطۍ راويسته، ورو ته مې يې ونيوله. ورور مې مور ته وکتل، هغی اوږده  باڼه سره وروستل، ورور مې بسکيټ ور واخيست، ويې ويل:

_ابا ته خو به څه نه وايي؟

زړې ښځې وويل:

_څه وايي؟

مور مې سوړ اسويلی واېست:

_هيڅ ! پلار ته يې اندېښنه ده.

زړې ښځې وخندل، مخکيني غاښونه يې د زرو ول، ورو يې وويل:

_مه ويرېږئ، د لارو پوليس د څو تومنو سپي دي.

خبره يې سمه وه، پلار مې راغی، په خپل ځای کېناست، خو د تندي ګونځي يې ژورې وې. مور مې د غوسې علت وپوښت، پلار ور ياده کړه چې سل ډالره يې ورنه يووړل.

موټر حرکت وکړ، ښه شېبه ووته، زړې ښځې وويل:

_په تومنو يې بدل کړئ!

ښځه د ( ډالرو ) په ټکي پوهېدلې وه.

پلار مې د  ورور  په لاس کې د بيسکيټو نيولې قوطۍ ته وکتل.

مور مې  وويل:

_ښځې ورکړ.

د باندې تياره وه، ځای ځای به  د بس د څراغونو تېزه  ژېړه  رڼا پر را روانو ترافيکي لوحو لګېدله، نور هيڅ هم نه ښکارېدل.

سترګې مې درنې وې، د بس د چت سپين څراغونه ورو ورو کمرنګي کېدل، وروسته خوب وړې وم.

مريم وټوخل، ټوخی يې اوږد شو، بيا يې په کمزوري غږ وويل:

_شور او زوږ  و، سترګې مې رڼې کړې، دواړو غاړو ته کتار بسونه ولاړ ول، خلک يوې بلې خواته ګرځېدل. مور ته مې وکتل، له زړې ښځې سره يې خبرې کولې.

بس تش و،  دوې څوکۍ ور هاخوا  يوه بوډا کتاب وايه.

پلار ته مې پام شو، د مجلو او اخبارونو غرفې ته نږدې له موټروان سره ولاړ و

ورور مې راغی، له سرو شونډو يې د ګشنيزو نری ډکی راوتلی و، برګر يې خوړ.

ولاړه شوم، مور مې راوکتل، خو څه يې ونه ويل.

د بس له شاتنۍ زينې کښته شوم، مخکې لاړم، يوه دوکان ته ودرېدم، ژاولو ته مې زړه وشو، خو ايرانۍ پيسې نه وې.

د پلار غږ مې واورېد:

_څه غواړې؟

ور ومې کتل،  په لاس کې يې پلاستيکې نازکه خلطه نيولې وه. د پيپسې بوتلي او  برګر پکې پراته ول.

ومې پوښتل:

_تومن دې له کومه کړل؟

کيڼ لور ته يې اشاره وکړه،  صرافي وه، د غرفې پر لويه ښېښه رنګارنګ  لوټونه سرېښ ول.

له دوکانه مې دوه درجنه ژاولې راواخيستې، ورغلم، پلار ته نږدې د لرګي پر اوږده څوکۍ لمر ته کېناستم. مخې ته مې وکتل، تر چمن ور هاخوا سيمټي نری سړک و، ډله خلک ګرځېدل، خو پر سړک يو کاغذ هم نه  ښکارېده.

پلار مې په ډکه خوله وويل:

_تهران ته يو زرو دېرش کيلو متره لار پاتې ده، تر ماښامه به په بس کې يو.

د مخامخ دوه منزله تامير پر سر لوی ساعت ته مې وکتل، د سهار اووه نيمې وې.

ومې پوښتل:

_دا کوم ځای دی؟

_د کرمان دبسونو اډه.

يو وړوکی توپ راورغړېد، د مرسل د ګلانو په بوټو کې ننوت. کوچيني ماشوم منډه پسې راواخيسته، بوټي ته نږدې ودرېد.

ورغلم، توپ د مرسل د بوټي په ژېړو لوېدلو پاڼو کې پروت و. لاس مې ور وغځاوه، توپ مې له اغزنو بوټوراويست.

ماشوم غبرګ، ټنډ لاسونه راته ونيول، توپ يې ور واخيست ، د بس خواته  يې منډه کړه.

ګلانو ته مې وکتل، اخره يې وه، مړاوي ښکارېدل.

بېرته پر اوږده څوکۍ کېناستم.

پلارمې وويل:

_مننه درنه کوي.

مخامخ مې وکتل، له ماشوم سره نږدې ولاړې ښځې لاس راته خوځاوه.

 پر سړک يوه نجلۍ روانه وه، نری اندام يې درلود، له ټکري يې د ويښتانو څوکې راوتلې وې.

ومې ويل:

_ملايان څه نه ورته وايي؟

ځواب مې وانه ورېد.

پلار ته مې وکتل، رنګ يې ژېړ و، دوو  راروانو عسکرو ته يې وچې سترګې نيولې وې.

په بېړه مې وويل:

_مه ورته ګوره!

سر يې وځړېد.

عسکر راغلل، د يوه په لاس کې مخابره وه، د دوهم په کمربند پورې توپانچه ځړېدله.

 يوه يې وويل:

_ښاغليه، شاته دې کثافت دانۍ ده.

پلار مې موسک شو، پښو ته نږدې د پپسې خالي قوطۍ يې ور واخيسته او په سره ټوکرۍ کې يې واچاوله.

مخابره وچونګېده: وارخطا غږ ترې راووت:

_دوه افغانان رانه ورک شول، يو يې اوږده ږيره لري، له رنګه سپين دی، دېرش کلن ښکاري، د بل پر مخ د زخم چاپ مالوميږي، دواړه د ترمينال شمالي  دروازې ته لاړل.

عسکرو منډه کړه.

پلار مې وويل:

_په موټر کې ناسته مو په خير ده.

 روان شوو،  ورور مې له مور سره ناست و.  زړې ښځې کتاب وايه.

پلار ته مې مخ ور واړاوه، د پوليسو ولاړ موټر ته يې کتل:

ومې ويل:

_ويې نه پېژندلو.

پلار مې يواځي موسک شو.

پاو ووت، د سهار چايو ته  تللي خلک بېرته موټر ته راوختل، د زړې ښځې لاس ته مې وکتل، ټيټه شوم،   پاو کمې اته بجې وې.

موټر حرکت وکړ، له دښتو او وړو ښارونو تېر شوو، يوه بجه مو په اصفهان کې ډوډۍ وخوړه، ماښام تياره يې د عمومي سړک پر غاړه له بسه  کښته کړو.

د تېلو ټانک و، ليرې رنګارنګ رڼاوې ښکارېدلې.

يو خيرن ډنګر  بوډا راغی، موسک و، له څه ويلو پرته يې بکس اوږې ته واچاوه.

په هغه پسې لاړو، د تېلو د ټانک شاته وړه حويلۍ وه، پر چمن کېناستو. شاوخوا مې وکتل، د يواځينۍ کوټې سپين دېوالونه  د ونو  له ژېړو پاڼو ښکارېدل.

بوډا هماغه کوټې ته ننوت.

ورور مې منډه واخيسته، د هغه له تورو وېښتو ور هاخوا، له وچو بوټو د بتو  ( قو )  سپينې غاړې راوتلې وې.

ورغلم،  درې بتې د کوچيني حوض  په رڼو اوبو کې ګرځېدې.

پلار مې راغږ کړ، ور ومې کتل، پياله يې پورته نيولې وه.

ورور ته مې وويل:

_چای تيار دی.

راويې نه کتل،  بتو  ته يې د بسکېټ وړې ټوټې ور اچولې.

سر مې پسې ونه ګرځاوه، د پلار تر څنګ کېناستم. مور ته مې مخ ور واړاوه، د چايو له سورولو يې خوند اخيست.

بوډا يو غاب پر چمن کېښود،  څو قند خيشتي پکې پرتې وې.

پياله مې راډکه کړه.

بوډا په خواره خوله وويل:

_بل څه خو به مو نه وي په کار؟

پلار مې مننه ترې وکړه، خو بوډا  لا په خپل ځای ولاړ و، د خولې د دواړو غاړو ګونځې يې ژورې وې، خندل يې.

پلار مې جېب ته لاس کړ، بوډا ته يې يو لوټ ونيو، خو بوډا  لاس ور ونه غځاوه.

پلار مې بل نوټ ورسره يو ځای کړ، بوډا هماغسي خندل.

خوښ مې شو، وږی نه و. خو يو دم يې وويل:

_ډالر غواړم.

پلار ته مې غوسه ورغله، لاس يې ور ټول کړ.

بوډا کېناست، په خواره خوله يې وويل:

_ښاغليه. مه خفه کېږه، دلته يواځې هغه افغانان راوړي چې اروپا ته ځې، ډېر يې ډالر راکوي.

پلار مې وخندل، له پيسو سره يې يو بل لوټ هم يو ځای کړ، بوډا ته يې ونيو، هغه لاس ور وغځاوه، خو هماغه پخوانی خندا يې نه وه.

چمن خوند کاوه، سړه هوا لګېده، د لندو خاورو بوی ته، په ذهن کې مې د وحيد څېره راګرځېدله.

 بوډا د کوټې تر مخ ولاړ و، پر پايپ يې ځمکه آبپاشي کوله.

نيم سات ووت، بوډا راغی، په لاس کې يې مبايل و، په غوسه يې وويل چې په ماپسې راځئ.

پلار مې بکس ور واخيست، د تېلو د ټانک تر مخ ولاړ ټکسي ته ور وختو.

موټر حرکت وکړ، مخکې لوحه  راغله، ليکلي يې و، تهران، لس کيلومتره.

خو موټر لنډ راتاو شو، خامه وه، کله کله به د موټر ژېړه رڼا د ونو په سپېرو څانګو ولګېده.

پاو ووت، د ېوې ټيټې غونډۍ سر ته وختو، لاندي زرګونه رنګارنګ ګروپونه بل وو.

پلار مې موټروان ته تر څنګ وکتل، ورو يې وويل:

_تهران دی؟

ځواب مو وانه ورېد.

پاخه ته ور وختو، موټر په نورو سلګونو موټرو کې ګډ شو. وروسته ودرېد، مخې ته مې وکتل، ترافيکي اشاره شنه وه.

شاوخوا مې سترګې واړولې، د مغازو له لويو ښېښو سپينې رڼاوې راوتلې وې. په پياده رو کې واړه زاړه روان ول، ټول پاک او پرېوللې ښکارېدل، د  نجونو له نريو ټکريو او تنګو پطلونونو پوه شوم چې اخوندانو ازادي ورکړې ده.

آينې ته مې پام شو، د موټروان پړسېدلې سترګې ښکارېدلې، زما مور ته يې کتل. 

موټر حرکت وکړ،  زړه مې ډاډه شو، آينه د موټر وان د ککری سپينو ويښتو نيولې وه.

غټ ښار و، سړکونه پاک ښکارېدل، د سړک دواړو غاړو ته غځېدلي ګلدانونه لا شنه وو. ځای ځای به هسک تاميرونه په مخه راغلل، عمومي  سړکونو ته پخې کوڅې راپرې وې، په هر څه کې نظم ليدل کېده.

هماغسې مخکې تلو، هسک تاميرونه کم شول، زراعتی ځمکې راغلې، خو لا هم ځای ځای ښکلي کورونه ولاړ ول.

موټر له عمومي سړکه ووت، تر ټيټ دېوال تېر شوو، مخکې لاړو، يوې لويې دروازې ته ودرېدو، پر غټه لوحه د برګو غواوو عکسونه ښکارېدل.

دروازه خلاصه شوه، موټر حرکت وکړ، د خوشايو بوی ورو  ورو ډېرېده.

موټر ودرېد، کښته شوو، د ونو په مينځ کې نرۍ لار پورته ختلې وه.

مخکې لاړو، موټروان په يوه وړه دروازه ننوت، دوه منزله تامير و، له يوې کوټې د خندا غږ راته.

دوهم منزل ته وختو. 

د مريم خبرې مې ودرولې، د خرما قوطۍ مې راواخيسته او له ډکې پيالې چای سره بېرته کمپيوټر ته کېناستم.

مريم ويلي وو:

_ورور  مې وار له واره کټ ته ور ټوپ کړل، ما په کوټه کې دوهمه  دروازه خلاصه کړه،  نل ته مې  لاس ور وغځاوه، لاندې په سره سطل کې د اوبو د تويېدو غږ غلی شو.

آينې ته ودرېدم، مخ مې پاک و.

له تشنابه ووتم. مور مې سرتور سر ناسته وه، پلار مې د تلوېزيون د ريموټ بيطرۍ را ايستلې وې.

ورغلم، د مور پر ځنګانه مې سر کېښود.

شاوخوا مې سترګې ورغړولې، کوټه لويه وه، شيرچايي رنګ يې درلود، پر زړه غالۍ د لرګي درې اوسپنيز کټونه ولاړ  ول.

د مور غږ مې واورېد:

_مه يې څښه!

ورور ته مې وکتل، د کوچيني مېز له سره يې جګ ورپورته کړې و.

پلار مې د اوبو جګ ور واخيست، پزې ته يې ور نږدې کړ، ودرېد، ګروپ ته يې ونيو او له کوټې ووت.

تلويزيون ته ورغلم، سويچ مې کړ، په ګوته مې څو چاينلونه واړول، ملايان غږېدل.

کړکۍ ته ورنږدې شوم، پله مې خلاصه کړه، د چرسو بوی راغی، لاندې مې وکتل، دوه تنه پر پلاستيکي څوکيو ناست ول، د مېز پر سر په سګريټ دانۍ کې سور سوکی ښکارېده.

پله  مې وتړله، بلې کړکۍ ته ورغلم، پرده مې چوله  کړه، ليرې زرګونه ګروپونه بل ول.

د دروازې کړپ شو، پلار مې  تشناب ته ننوت.

مور ته مې وکتل، پر کټ اوږده پرته وه.

ورغلم، د هغې پر ورانه مې سر ولګاوه، ګوتې يې زما پر ويښتو کې تېرې کړې.

چوپه چوپتيا وه، کله کله به د څنګ له کوټې د خندا دپ اواز راغی.

 دروازه وټکېده، ورور مې ورغی، د لسو، يوولسو  کالو په عمر وچه کلکه  نجلۍ کوټې ته راننوته، لوی پتنوس ورسره و، د پيالو د رېږدېدو غږ راته.

ور ولاړه شوم، پتنوس مې يې له لاسونو  ونيو.

نجلۍ غلې له کوټې ووته.

مېز ته ور نږدې شوم، دواړه دېګ برغولی مې ليرې کړ،  مستې وې.

د پلار غږ مې واورېد:

_اوبه يې رانه وړې؟

مستو ته يې وکتل، په خوند يې وويل:

_هلی نو، لاسونه پرېمنځئ.

مور مې تشناب ته ننوته، خو ورور مې لا په خپل ځای ناست و. ويل يې چې زړه ته يې نه کيږي.

د ډوډۍ له خوړلو وروسته مې د چايو پياله راډکه کړه، ريموټ مې تلويزيون ته  ونيو، خو کار يې نه کاوه.

مور مې په قبله پسې ګرځېده، يوه ته هم نه وه مالومه. 

ټول ستړي وو، ورور مې له مور سره پرېووت، پلار او ماته بېل بېل کټ راورسېد.

چوپه چوپتياوه، په سطل کې د څاڅکو د تويېدو غږ راته،  وروسته مې سترګې درنې شوې.

يو وخت مې اوږو ټکان وخوړ، ور ومې  کتل، مور مې وه،  ويل يې چې په لمانځه کې لټه شوې يې.

سترګې مې وموښلې، د پردې پورتنۍ برخه د لمر رڼا ژېړه کړې وه. کړکۍ ته ور نږدې شوم. پرده مې چوله کړه، لېرې، تر هسکو تاميرونو تېر اسمان ژېړ ښکارېده.

د تشناب وره ته مې لاس ور وغځاوه، اودس مې وکړ، په لمانځه کې مې د پلار خرهاری اورېده.

ختلی لمر، دروازه وټکېده، بېګانی نجلۍ وه،  د اوبو وړی جګ يې  راپه زړه کړ. غوسه راغله، پتناسه ته ور ولاړه نه شوم.

مور مې پتنوس ور نه واخيست، نجلۍ په وېره  وويل:

_اوبه مې هېرې شوې.

پلار مې وخندل:

_پروا نه کوي.

نجلۍ هماغسې په وېره وويل:

_خير دی، علی رضا ته مه واياست.

د پلار خندا مې زور ونيو:

_علی رضا  څوک دی؟

غلې شوه.

لهجه يې ايرانۍ فارسي ته نه وه ورته. 

ومې ويل:

_د کوم ځای يې؟

غټې مړې سترګې يې راواړولې، چوپه خوله  د باندې  ووته.

د چايو د سورولو په وخت  يودم  زوږ شو.  ټول کړکۍ ته ودرېدو، لاندې  ډله کسان ګرځېدل، ډېر يې په کميس او پرتوګ کې ول.

پلار مې وويل:

_يواځې نه يو.

پلار، مور او ورور مې بېرته خپلو ډکو پيالو ته ور وګرځېدل، خو زه له کړکۍ سره ودرېدم. د حويلۍ د دروازې تر څنګ مې يوه پطلون کړي ځوان ته  پام شو، پاک او سوتره و، په لاس کې يې کېبل ښکارېده.

نورو کسانو ته مې وکتل، ځينې ګرځېدل، نور دېوال ته ناست وو، ستړې ښکارېدل،  زياتره يې خيرن او په دوړو سپېره ول.

د پلار غږ مې واورېد:

_چای سړيږي.

ورغلم.

مور مې وويل:

_تر کومه به دلته يو؟

پلار مې ور وکتل:

_نه پوهېږم.

مور مې سوړ اسويلی ويست، پياله يې ور واخيسته او پر کټ کېناسته.

ريموټ مې راواخيست، بيطرۍ مې ترې ويستې، لاړم او  د کړکۍ تر لاندې مې لمر ته کېښودې.

حويلۍ ته مې وکتل، هيڅوک هم نه ول.

بلې کړکۍ ته ور وګرځېدم، لاندې پټي ول، د مخملو ( لمرمخو) وچ بوټې پکې ولاړ وو، ور هاخوا دوه اوږده سالونونه ښکارېدل، مخې ته يې لويې تکې سپينې ډبرې پرتې وې، د کاشيو د جوړولو کارخانه راته واېسېده.

ليرې مې وکتل، تر هسکو تاميرونو کمرنګه لوګی را تاو وو.

د پلار خوشاله غږ مې واورېد:

_په تشناب کې تودې اوبه راځي.

ور ومې کتل، مخ يې لوند و.

ټول خوشاله شوو، ځانونه مو په کابل کې وللي ول.

لس بجې ماته وار  راورسېد، اوبه تومړي وې، خو بدې نه لګېدې. کله چې له تشنابه راووتم،  پلار مې ږيرې ته چاړه نيولې وه.

موږ ټوله ورځ په کوټه کې وو، له وړې نجلۍ پرته مو بل هيڅوک هم ونه ليدل، نجلۍ هم د ډوډۍ د راوړلو له پاره راغله او چوپه خوله بېرته له کوټې ووته.

بل سهار مې د ورور خلق تنګ و، ويل يې چې په کوټه کې خپه شوی يم، پوره يو سات خبرې  مې ورسره وکړې، راتلونکی ژوند او د لندن کيسې د زحمت په تېرولو ارزېدې، خو په درېيم سهار د ټولو زړونه تنګ ول، پلار مې حويلۍ ته کښته شو، کله چې بېرته راغی، ډونګېده، ويل يې چې يواځې د غواوو په فارم کې د ګرځېدو اجازه لرو.

يوولس بجې ټول له  کوټې ووتو، په حويلۍ کې مې شاته وکتل، لاندې منزل د زندان غوندې جوړ و، کړکيو پنجرې درلودې، ورهاخوا ډله  ولاړو کسانو وچې سترګې راته نيولې وې.

د باندې لاړو، د ونو په مينځ کې  نرۍ لار کښته شوې وه، څومره چې مخکې تلو، د خوشايو بوی ډېرېده.

 پراخه ميداني راغله، په عمومي دروازه کې دوه تنه ولاړ ول. کيڼ لور ته اوږد سالون ښکارېده، د بام اهن چادر يې سترګې برېښولې.

د غوا رمباړه راغله، ورور مې هماغه لور ته منډه ور واخيسته، ورغلو، په سالون کې دواړو غاړو ته  په پنجرو کې نيول شوې لسګونه برګې غواوې ولاړې وې.

مخکې لاړو، ورور  ته مې وکتل، د يوه تور کوچيني سخوندر تر غاړې يې لاسونه تاو کړي وو.

غولي ته مې پام شو، سپينې پرېوللې  کاشۍ وې، خو لا هم د خوشايو بوی خوت.

د مور غږ مې واورېد:

_غواوې يې په اسرات کې دي.

ور ومې کتل، په پلاستيکي اخورونو کې د جوارو ميده شوې ژيړې پاڼې پرتې وې.

په سپينه چپنه کې يو دنګ سړی راغی، د څو غواوو غولانځو ته يې پايپونه ور واغوستل، دېوال ته يې لاس ور وغځاوه،  سويچ يې وواهه، په رڼو پايپونو کې سپينې شېدې روانې شوې.

څو نور کسان راغلل، د غواوو ورنونو ته يې برسونه ونيول.

پلار مې د تلو راته وويل، خو د ورور مې پام غلط و، له سخوندره نه ليرې کېده.

پلار مې زه او مور د کوټې تر وره  راورسولو، دی بېرته فارم ته لاړ.

دروازه مې خلاصه کړه، وړې نجلۍ زړې غالۍ ته جارو نيولې وه.

مور مې پر کټ کېناسته، بکس ته يې کتل. وروسته تشناب ته ننوته.

په کړکۍ کې اېښو بيطريو ته مې وکتل، سيوری پرې راغلی و. راوامې خيستې، شېبه وروسته مې تلويزون ته ريموټ ونيو، کار يې نه کاوه.

نجلۍ ته مې مخ ور واړاوه:

_نوم دې څه ده؟

را ويې کتل، په خواره خوله يې وويل:

_زېبا.

ومې ويل:

_نوې بيطرۍ نشته؟ 

_علي رضا  ته به ووايم.

غلی شوه.

ومې ويل:

_د کوم ځای يې؟

يوه شېبه غلې وه، بيا يې نرۍ شونډې وخوځېدې:

_د بدخشان.

حيرانه شوم.

_نو دلته څه کوې؟

د نجلۍ په سترګو کې اوښکې راټولې شوې.

هغې ته مې ژاوله ونيوله. راويې کتل، غومبرې يې سره ول.

ورو مې وويل:

_دلته څه کوې؟

ځواب يې رانه  کړ.

تر لاس مې ونيوله، پر کټ کېناسته، سر يې وځړېد،  جارو ته يې وکتل، ورور يې  وويل:

_کوټه پاتې ده.

ومې ويل:

_پروا نه کوي.

_علي رضا ته غوسه ورځې، وايي چې ډالري کوټه سمه پاکوه!

خندا راغله:

_ډالري کوټه؟

نيغ يې راته وکتل، په سترګو کې يې وېره ښکارېدله.

ومې ويل:

_مه ډارېږه.

سر يې وځړېد:

_دې کوټې ته ډالري کوټه وايي، ډېر پام ورباندې کوي، دلته يواځې هغه کسان اوسي چې اروپا ته ځې.

د مور غږ مې واورېد، ناولې جامې يې غوښتې.

ولاړه شوم، د تشناب ور مې خلاص کړ، دستشويي له ځګه ډکه وه.

بېرته کټ ته ور وګرځېدم.

 ومې ويل:

_ښه، زېبا!  دلته دې څوک شته؟

سوړ اسويلی يې وايست.

_نه.

نجلۍ جارو ور واخيسته، تر مټ مې ونيوله، بېرته مې په خپل ځای کېنوله.

تندی يې تريو شو:

_علي رضا مې وهي.

 ومې ويل:

_هيڅ هم نه درته وايي.

غريو واخيسته:

_نه، پرون يې هم موټ موټ وېښته رانه وشکول.

زېبا  خپل سر ته لاس ورووړ، ټکری يې وښوياوه، غوږ يې وينې و.

په ژړغونې غږ يې وويل:

_سهار يې خوله پرې ولګوله

زړه مې ولړځېد.

نجلۍ يودم وژړل:

_ډالرې کوټه مې نه وه پاکه کړې.

د نجلۍ مټ مې پرېښود. جارو يې ور واخيسته.

ومې ويل:

_دا سپی څوک دی؟

ځواب يې رانه کړ.

پر کټ اوږده وغځېدم، چت ته مې وکتل، د جارو له کرښنده غږونو سره ژړا هم ګډه وه.

د مريم يوه برخه خبرې خلاصې شوې، دوهمه برخه پاتې وې، خو ناوخته و، کمپيوټر می مړ کړ، غبرګې درنې کمپلې مې پر ځان راکش کړې.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*    *    *

درب شو، سترګې مې رڼې  کړې، پردې ته مې لاس ور وغځاوه، شين سهار و، د  څنګ همسايه واوره اچوله.

د بخاری له سره مې د اوداسه له پاره تړمې اوبه راواخيستې، لس دقيقې وروسته مې د دهلېز ور خلاص کړ،  سور فرش ته سپينې واورې راورغړېدې.  ګام مې واخيست، ښۍ پښه مې تر ځنګانه په واوره کې ننوته.

سږ ژمی سوړ و، تر دې مخکې هم واوره شوې وه، خو په يوه ځل دومره ډېره نه وه اورېدلې.

د همسايه غږ مې واورېد:

_دا ځل مجبوره يې چې بام ته ور وخېژې.

ور غږ مې کړ!

_د پارو ژۍ د بام ايزوګام ورسره اړوي.

ويې ويل:

_ مخکينی واورې وچې وې، پروايې نه وه، خو دا واوره لنده ده، بامونه درنيږي.

چاره مې نه درلوده، د لرګي پر زينه وختم. شاوخوا مې وکتل، پر هر بام يو_ دوه تنه ولاړ وو.

احتياط مې کاوه، خو بيا هم د پارو ژۍ څو ځايه د ايزوګام سپين زرورق او د قير وړې ټوټې  تورې ورسره واخيستې.

ټلېفون راغی، موټروان و، ويل يې چې سړک يوه ډبره ده، موټر چاين شکولی، د باغ بالا پر غونډۍ نه شي درختلی.

د غيرحاضرۍ دليل پيدا شو. تر غرمې د بام پر سر وم، خو لا هم د دوو کوټو بامونه  پاتې ول.

د څنګ ګاونډي راغږ کړل.

_درشم؟

ور ومې کتل، خپل بامونه يې تور وو.

ستړی وم، ( نه ) ته مې خوله نه جوړېده، لنډ يې زموږ بام ته د لرګي زينه ودروله، د ماسپښين له اذان سره سم بامونه خلاص شول.

ټوک توک وم، اوږو مې درد کاوه.

 ماخوستن وختې پرېوتم  سهار دوه- درې ځله موټر وښوېد، خو سرعت يې کم و، له ستونزې پرته دفتر ته ورسېدو.

پنجشنبه وه، د تېرې ورځې کار هم راته پاتې و، له کاغذونو مې سر نه شو پورته کولی.

په رخصتۍ کې ايمېلونو ته ورغلم، د لوسي په نوم ايمېل راغلی و، خلاص مې کړ. ليکلي يې وو:

د مريم خبرې مې در ولېږلې.

کور ته لاړم، برق نه و.

سهار مې له بامه په رالوېدلې واوره کې لار واېسته، د حويلۍ تر دروازې پورې ايله لس ګامه فاصله ده، خو دوه ساعته کار يې وغوښت، کله چې بېرته کوټې ته تلم، د لارې دواړو غاړو ته تر نامه  واوره ولاړه وه.

لومړۍ مې چای دم کړ، بيا کمپيوټر ته کېناستم، د مريم پاتې دوهمه برخه  خبرې مې راواخيستې. ويلي يې ول:

_زېبا مې له ذهنه نه وته. دوه ځله يې ډوډۍ راوړه، خو څه يې ونه ويل.

بل سهار مې پلاراو ورور د باندې ووتل، مور مې پرکټ پرېوته، راياده يې کړه چې بيګاه يې د سر د درد له لاسه  ټکی خوب  هم نه دی کړی.

کړکۍ ته ور نږدې شوم، لاندې مې وکتل، زېبا د  يوه سپورتي نوي موټر سايکل ټانکۍ ته سپينه ټوټه نيولې وه.

د مېز له سره مې  د اوبو جګ راواخيست، بېرته کړکۍ ته ورنږدې شوم،  ښيښه مې وټکوله، نجلۍ راوکتل، جګ مې پورته ونيو، په اشاره يې پوه کړم چې درځم.

بېرته پر کټ کېناستم، مور ته مې وکتل، سترګې يې پټې وې.

زېبا راغله، د مخ سرخي يې ډېره شوې وه،   جګ ته ور وګرځېده.

ومې ويل:

_غواړم چې خبرې درسره وکړم.

له اوښکو ډکې سترګې يې راواړولې، جګ يې ور واخيست، له کوټې ووته.

وخت ووت، د موټر سايکل د چالانېدو غږ راغی، کړکۍ ته ورغلم. په عمر پوخ، تور سړی و، راوتلی ټټر يې درلود، د موټرسايکل په آينه کې يې  د اغوستي تور يخن قاق غاړه سموله.

موټر سايکل حرکت وکړ، تر هغو مې پسې کتل چې د ونو څانګې پرې راغلی.

بېرته پر کټ پرېوتم. سترګې مې پټې کړې، کړپ شو، ور ومې کتل، پر مېز د اوبو جګ ايښی و.

زېبا  مې تر مټ ونيوله، غلې کېناسته.

و مې وويل:

_علی رضا و؟

راويې کتل، له ډکو سترګو يې پوه شوم چې ګومان مې سم وخوت.

ومې ويل:

کيسه راته وکه.

سر يې وځړېد.

ومې ويل:

_څومره وخت کيږې چې دلته يې؟

_دوه کاله.

زړه مې ولړزېد:

_کورنۍ لرې.

غريو واخيسته.

_نه

_ولي؟

يوه شېبه غلې وه، وروسته يې په ډک ستوني وويل:

_دوه کاله مخکې مې پلار ته يو ليک راغی، د جومات ملا ورته ولوست، تره مې تهران ته غوښتي وو، پلار ته مې يې ليکلي و چې  دلته مې د خښتو په بټۍ کې سرګاريګري درته موندلې ده، د يوه کال  د دهقانۍ پيسې، په يوه مياشت کې موندلی شې.

د پروړې له خرڅولو وروسته له کلي راووتو.

تر نيمروزه مو خپلې پيسې بس شوې، يوه هوټلي قاچاقبر راته وموند، د سړي پر سر يې يو ميليون تومنه غوښتل. پلار مې خپل ورور ته ټلېفون وکړ، هغه ورياده کړه چې تاسو تر دې ځايه راشئ، مصارف مو زه په غاړه اخلم.

له زاهدانه ژر راووتو، خو په کرمان کې مو دوې هفتې تيرې کړې، وچه ډوډۍ يې راکوله، د شپې به د موټرو په ګراج کې ويدېدلو. قاچاقبر ويل چې د تهران لارې سختې دي، پوليس په افغانانو پسې ګرځي او د لارې ډېر هغه عسکر  يې بدل کړي چې له دوی سره جوړ ول.

وروسته يې يوه بل وړوکي  ښار ته يووړو، علی رضا مې همالته وليد،  په دوهمه ورځ يې  يوه بار وړونکي موټر ته ور وخېژولو، تر لسو يوولسو غواوو تېر شوو، څو نور افغانان هم پر شنو وښو ناست ول.

دوه ورځې مو مزل وکړ، دلته يې راوړو.

زېبا غلې شوه، ور ومې کتل، پر سرو غومبرو يې مړې اوښکې روانې وې.

ومې ويل:

_بيا؟

شونډې يې وخوځېدې:

_پلار مې څو ځله خپل ورور  ته ټلېفون وکړ، خو کار يې نه کاوه. علي رضا پيسې غوښتې، ويل يې چې له دې ځايه نه شئ وتی.

يوه اوونۍ تېره شوه، موږ په همدې حويلۍ کې وو.

وروسته مې پلار د علي رضا پښو ته ور ولوېد،  ورياده يې کړه چې د تهران د خښتو بټيو ته ورسره لاړ شي. خو علي رضا نه منله، دليل يې دا و چې دلته به سلګونو بټۍ دي، کومه يوه به پسې غواړې.

خو په دوهمه ورځ مې د مور ژړا تاثير ورباندي وکړ. پلار مې له علي رضا سره په موټر سايکل کېناست، خو کله چې مازديګر بېرته راغی، شونډې يې چاودلې وې.

ډوډۍ يې ونه خوړه، ټوله  شپه له ځان سره ډونګېده، ورور ته يې  بد رد ويل.

په بله ورځ يوه ايراني ورياده کړه چې څه موده مخکې د خښتو بټيو ته پوليس ورغلي ول، کوم افغان چې به په مخه ورته،  موټر ته به يې خېژاوه، کېدای شي چې ورور دې هم پکې وې.

د پلار تمه مې وخته، داځل مې مور د علي رضا تر ځنګنونو لاسونه تاو کړل، خو د هغه وروستۍ خبره دا وه چې دوه کاله به د غواوو په فارم کې له تنخوا پرته کار کوی.

موږ ته يې د همدې تامير په پای کې  ګوښې کوټه راکړه،  وړه او چټله کوټه، خو بيا هم ښه و،  د نورو مساپرو سترګې نه راباندې لګېدې.

پلار به مې ټوله ورځ په فارم کې  خوشايي پاکول، کله چې به بيګا کوټې ته راغی، له جامو  به يې سوړ بوی ته.

مور مې مساپرو ته دېګ پخاوه.

 پلار به مې هر ماښام د کوټې پر دېوال ليکې ايستلې، وروسته به يې ټولې ليکې حساب کړې، له ځان سره به يې وويل:

ډېرې ورځې لا پاتې دې، ډېرې.

يوه ورځ علي رضا کوټې ته راغی، د وريجو صفت يې کاوه، مور ته مې يې ويل چې خوندورې يې پخې کړې وې. خو وروسته يې راتګ  ډېر شو، دی به هغه وخت راته چې پلار به مې په فارم کې و.

يوه غرمه مې پام شو، مور مې ديګ کاوه، ده ورته کتل.

په بله ورځ يې زما مور ته يو کميس ونيو، هغې نه اخيست، خو علي رضا ټينګار کاوه. ماښام چې مې پلار د کوټې په کونج کې لوېدلی کميس وليد، مور مې يې دومره ووهله چې دوې ورځې له ځايه پورته نه شوه.

پوره څلور وخته مې مساپرو ته وچه ډوډۍ وروړه. 

په درېيم سهار مې مور د مجبوريت له مخې ديګ ته ور پورته شوه، ما ويل چې پيازو به يې سترګې ور ترخې کړې وې، خو نه، هغې ژړل.

پلار مې هم خوابدی و، له مور سره به مې نه غږېده، دی به ډېر وخت  غلی ناست و، د دېوال ليکې به يې شمېرلې.

يوه ورځ مې ورياده کړه!

_وبه تښتو.

سوړ اسويلی يې وايست:

_تاسو تر دېوال اوښتی شئ؟!

پوه شوم، پلار مې زموږ له پاره چېرته نه شوای تلای.

علي رضا څو ورځې ورک و، يو ماسپښين راغی، زما د مور پر ورانه يې لاس کېښود، ويې ويل چې  په سختو مې نه لورېږی.  ته او لور دي له  ما سره لاړې شئ. 

مور مې همدا يوه خبره کوله:

_د خدای له پاره، له کوټې ووځه!

علي رضا ماته وکتل، راياده يې کړه چې د پورتنۍ کوټې له يخچاله اوبه راوړه.

کوټې ته وختم، اوبه مې راواخيستې، کله چې مې وره ته لاس ور وغځاوه، نه خلاصېده، ور د باندې له خوا تړل شوی و.

نه پوهېدم چې څومره وخت ووت، بيا په وره کې کيلي تاو شوه، دهلېز ته ورغلم. 

علي رضا و، په مخ او غاړه يې سرې کرښې تيرې وې. د نوکانو نښې راته  ښکاره شوې، راياده يې کړه چې که دې  چاته څه ويلي ول، نو پلار دې وژنم.

چاته به مې څه ويل؟ نه پوهېدم.

دی تر ما  مخکې لاندې کښته شو.

  مور ته ورغلم، لوڅه لغړه پرته وه.

زېبا يو دم چيغه کړه، پر خوله مې يې لاس ونيو، مور ته مې وکتل، ويده وه.

 د زېبا سر مې پر خپل ټټر پورې ونيو، هغې ژړل، ما هم خپلې اوښکې نه شوای کابو کولی.

ښه شېبه ووته، وروسته يې په غريو کې وويل:

_مور مې کېناسته، شکېدلې جامې يې واغوستې، له کوټې ووته، بېرته راغله، پر ما يې خپړې کړې، تر ډېرو يې په غېږ کې ټينګه نيولې وم، بيا يې کلکه پر تندي ښکل کړم، يودم يې منډه واخيسته او  سرتور سر د باندې  ووته. ټکری مې راواخيست، پسې ورغلم، درب شو، له ځمکې دوړه پورته شوه، پښو ته مې وکتل، مور مې په خاورو کې پرته وه، تر  خولې يې سرې وينې راووتې.  دې د تامير له سره ځان راغورځولی و.

د زېبا پر خوله مې لاس کېښود، چېغه مې خولې ته راغله، په غريو کې مې وويل:

_بس دی! نور څه مه وايه!

زېبا  سرې سترګې راواړولې. لاس مې د هغې له خولې ليري کړ، نجلۍ وويل:

_تا کيسه غوښته!

غريو واخيستم:

_سمه ده. ووايه!

نجلۍ وويل:

_چيغې شوې، په کوټه کې د ولاړو افغانانو ګوتې د پنجرې تر اوسپنيزو سيخانو تاوې  وې، زورونه يې وهل،  ايرانيانو ته يې کنځلې کولې، خو د اوسپنې سيخان ټينګ ول.

د فارم کاريګر راغلل، پلار مې هم پکې و، دی زما مور ته ورنږدې شو، د هغې لاس يې پورته کړ، بېرته يې پرېښود، لاس پر ځمکه ولګېد.

تر ډېره غلی و، د مور شکېدلي ټټر ته يې وچې سترګې نېولې وې، وروسته يې د هغې  سر له خاورو پورته کړ، په غېږ کې يې ونيو،  يودم يې کوکه کړه،   له چيغو سره يې په پنجره کې د ولاړو خلکو  ژړاوي ګډې وې.

پلار مې ښه شېبه وژړل، بيا يې ماته وکتل، سترګې يې له سرو رګونو ډکې وې. په غريو کې  يې وويل:

_علی رضا و؟

سر مې د ( هو ) په بڼه ورته وخوځاوه.

پلار مې دېوال ته ولاړ بېل ور واخيست، منډه يې کړه، له حويلۍ ووت.

زېبا غلې شوه.

په غريو کې مې وويل:

_نور؟

د نجلۍ سر وځړېد:

_مور ته ورنږدې شوم، سترګې يې لوڅې وې، ماته يې کتل. يودم يې پر ټټر ور پرېوتم، پر غاړه مې يې مخ کېښود، خوله مې تروه  وه، نه پوهېدم ، زما اوښکې وې که د وينو خوند.

بيا چا تر وليو ونيولم، ور ومې کتل، علي رضا و، ټټر ته مې يې سوکان ونيول، علي رضا پورته کړم، پر ځمکه ولګېدم، په سترګو مې  تياره راغله، هڅه مې کوله چې باڼه سره جلا کړم، نه کېده، په سترګو مې زور راووست، څو پياوړو کسانو له ځمکې توره لويه پلاستکي خلطه پورته کوله، له خلطې زما د مور سپين لاس راوتلی و.

نور مې هيڅ هم ونه ليدل.

زېبا غلی شوه، د پلار غږ مې واورېد:

_د باندی نه ځې، ښکلې هوا ده.

ور ومې کتل، پلار مې مور ته وچي سترګې نيولې وې.

ويې  ويل:

_څه پرې شوې.

ځواب مې ورکړ!

_سر يې خوږېده، ويده ده.

_ته نه ځې.

_نه، مور مې يواځې نه شم پرېښودی.

پلار مې بېرته له کوټې ووت.

زېبا ته مې وکتل، سترګې يې له سرو رګونو ډکې وې.  يوه شېبه غلې وه، وروسته  يې ترخې موسکا شونډې سره ويړې کړې، په غريو کې يې وويل:

_تاسو مه ويرېږئ،  دوی ډالري مساپرو ته څه نه وايي.

په خبره کې يې ور ولوېدم.

_دوی؟

_هو، ماته يې ډېرې کيسې مالومې دي، دلته رقم رقم خلک راځي، علي رضا ډېر کسان پيژني، ځانته کوټه لري، ما څو  ځله ډوډۍ ور وړې ده، ټول ترياک څکوي، توپانچې مې يې  په خپلو سترګو ليدلې دي.

دوی دوه ډوله مساپر راوړې، ډالري مساپر کم دي، همدا کوټه يې ورته بېله کړې ده، خوراک، څښاک يې هم له نورو جلا دی، پام ورباندې کوي، خو هغه نور بيا داسې نه دي، علي رضا د تومني مساپرو نوم پرې ايښی دی، دا کسان ايران ته د کار له پاره راغلي، تر هغو د پنجرو تر شا ولاړ وي چې کوم خپل يا ملګری يې د قاچاقبر پيسې ورته راورسوي. خو داسې کسان هم پکې شته چې په هفتو هفتو دلته پراته دي. دوی د سهار له خوا يواځې لس  دقيقې له کوټې راباسي، علي رضا وايي چې تښتي، لس  دقيقې تشناب ته د تګ او پښو غوړولو له پاره بس دي. که مړه هم شي، څوک ور نه ور خلاصوي، تېره هفته مې د يوه مساپر چيغې واورېدې، ځوان و، ګېډه يې خوږېدله، خو  هيڅوک يې هم په کيسه کې نه شول، سهار ته مړ پروت و.

زېبا غلې شوه.

ومې ويل:

_ته دلته څه کوې؟

_ديګ پخوم.

لاس ته مې يې وکتل، غټه تڼاکه پرې ختلې وه.

په غريو کې يې وويل:

_د مور له مرګه وروسته يې يوه کورته بوتلم، څلور ښځې پکې اوسېدې، يوه زړه او درې ځوانې، هرې يوې بيله کوټه درلوده، .دوهمه شپه مې پام شو، کور ته درې  نارينه راغلل، بوډۍ پيسې ورنه واخيستې، بيا يې هر يو بيلې کوټې ته ور وليږه. 

زېبا غلې شوه.

ور ومې کتل، شونډې يې لړزېدلې.

ومې ويل:

_بيا؟

_درې ورځې هلته وم، علي رضا راغی او بېرته يې دلته راوستم.  خو يو شناخته مې هم ونه ليد. د پنجرو تر شا نور خلک ولاړ ول، د فارم کارګران هم بدل شوي وو، يواځې په دروازه کې ولاړ خلک مې پېژندل.

له علي رضا نه مې د پلار پوښتنه وکړه، ويل يې چې لږ ژوبل شوی دی، بس، چې له روغتونه رخصت  شو، ورسره تلای شې.

د شا کوټې ته يې بوتلم، يوه زوړ سړي ديګ پخاوه، علي رضا راياده کړه چې مرسته ورسره کوه!

د شپې به يواځې وم، د کوټې کونج ته مې نه شو کتلی، مور مې ليده، لوڅه لغړه وه، د سر ويښته يې شکول. تر سهاره به ګروپ راته بل و، خو وروسته عادت شوم. علي رضا به د پلار احوال راته راووړ، ويل به يې چې مخ په جوړېدو دی.

ورځې تېرې شوې، پلار مې رانه غی. ما به هر وخت  له علي رضا نه د هغه پوښتنه کوله. يوه ورځ يې راته وويل چې پلار دې پوليسو نيولی، اوس به يې خپل وطن ته اړولی وي.

. تمه مې ونه خته ، ځای ور مالوم و، ضرور راپسې راته.

يوه غرمه فارم ته لاړم، شېدې مې را اخيستې، د يوه کاريګر پښه وښوېده، نه شو ولاړېدی، له مانه يې وغوښتل چې د خوشايو ډک سطل د باندې وباسم.

ډېران  د  فارم د حويلۍ په کونج کې دی، دوی د ټولې هفتې خوشايي همالته اچوي، جومه موټر ورته راځي.

 ورغلم، يو بوټ پروت و، شناخته رامالوم شو، په ټکري مې پاک کړ، زما د پلار بوټ و.

دروازې ته مې منډه کړه، چيغې مې کړې، بوټ مې د زاړه پيره دار سترګو ته ونيو.

هغه وارخطا و، يوې بلې خواته يې کتل، وروسته يې  سترګې له اوښکو ډکې شوې،  لاسونه يې رانه تاو کړل، ټټر ته يې ور نږدې کړم، پر ککرۍ يې شونډې راکېښودې.

ده  ژړل، خو زما د پلار په اړه  يې څه نه ويل، اخير يې راياده کړه چې علي رضا خبرېږې. له دې ځايه لاړه شه.

دوې ورځې وروسته علي رضا راغی، ورته ومې ويل.  راياده يې کړه چې پلار دې راځي.

وخت تېر شو، ديګ به مې يواځې پخاوه.

 يوه ورځ ځوان ساتونکی په ډوډۍ پسې راغی، د پلار پوښتنه مې ترې وکړه، په غوسه يې راته وويل چې نه پوهيږې.

په هماغه ماخوستن دروازه خلاصه شوه، هماغه ساتونکی و، د برق په رڼا کې يې سترګې سرې ښکارېدلې.

ده په دېوال پسې لاس ونيو، په دروازه کې کېناست، بوتل يې پر غولي کېښود، راياده يې کړه چې د پلار په اړه مې پوهيږي.

خوشاله شوم، د مالوماتو پوښتنه مې وکړه، خو ده اول مچه غوښته. څه پروا يې کوله، مور او پلار ډېره ښکل کړې وم، خو دده مچه بل رنګ وه، زما ټوله خوله يې رالنده کړه، بوی يې ته، زړه مې راپورته شو، منډه مې ترې واخيسته.

دی همالته ړنګ شو، له وېرې کوټې نه شوای ورتلای. شپه مې رڼو ستورو ته تېره کړه. سهار چې کوټې ته ورغلم، نه و.  اته بجې راغی، وېرې اخيستی و،  خواست يې کاوه چې علي رضا ته څه ونه وايم، هر څوک د نشې په حال کې چټياټ وايي،  پلار دې ژوندی دی

، خو ماته يې هيڅ هم نه و ويلي.

زېبا غلې شوه،  ماته يې وکتل، په غريو کې يې وويل:

_پلار مې راځي؟

د هغې تر نري ورميږ مې ګوتې تاوې کړې، ټټر ته مې رانږدې کړه.

د زېبا ورو غږ مې واورېد:

_علي رضا اوس هم راته وايي چې پلار دې راځي، بيګاه يې کوټې ته ور وبللم، همدا خبره يې راته وکړه، له خولې يې د هغه ځوان د خولې غوندې بوی ته.  بيا يې وخندل، زما ټټريې  څو ځله په خپلو ګوتو ټينګ کړ، ويل يې چې خوند درکوي؟

 په چونډيو کې به نو څه خوند وي. ځواب مې (  نه )  و، خو هغه خندل، ويل يې چې ستاسو په راوستو کې تاواني نه يم، بس دوه، درې کاله وروسته د لارې سل چنده تومن  راته ګټلی شې.

د مريم خبرې ختمې شوې.

جېب ته مې لاس کړ، فلش مې راويست، د لوسې په ايمېل راغلې خبرې لا پاتې وې. خو ټلېفون راغی، ملګری مې و، ويل يې چې مېلمه مې يې، موټر مې راوستی،  پاخه ته راووځه.

بانه مې ورته وکړه، خو دی ټينګ و.

جامې مې بدلې  کړې. کور ته  ورسره لاړم، له هالنډه مو د ليسې دو خت يو همصنفی راغلی و، نه يې پرېښودم، شپه مې وکړه، سهار په دوو نورو ټولګېوالو وګرځېدو، ماښام تياره کورته راغلم.

د مريم خبرو ته مې بېړه وه، ويلي يې ول:

_په سره اور ناسته وم، ټيکه نه راتله، له علي رضا او دې کوره مې کرکه کېده، پلار به مې نن، سبا راته کول.

وخت ولاړ  و، نه تېرېده، د زېبا مړاوو سترګو مې زړه خوړ، له وسه مې څه نه و پوره.

يو مازدېګر مې د پلار له جېبه د لسو زرو تومنو نوټ راوايست، زېبا ته مې ونيو، ډېرې نه وې، درې_ درې نيم سوه افغانې راتلې، خو زېبا نه اخيست، ويل يې چې څه يې کوم، په نږدې سيمه کې دوکان نشته.

وروسته ټوخی راته پيدا شو، پلار مې علي رضا ته وويل، ګولۍ يې راوړې، خو کرکه مې ترې کېده، ومې نه خوړې. 

ورور مې هم تبې کولې، کوچيني سخوندر يې زړه وهلی و، ډېر وخت به له کټه نه ولاړېده.

يوولسمه ورځ له فارمه راووتو، مور، پلار او کوچينی ورور مې خوشاله ول، د موټر له ښيښو يې يوې بلې خواته کتل، خدای ته يې شکرونه ايستل، خو ما په لاس کې  سوځېدلې وړې پراټې ته کتل، د زېبا له اوښکو ډکې سترګې مې له مخې نه ليرې کېدې، دهغې ورورستۍ جمله مې په ذهن کې راګرځېده:

_هه! دا پراټه مې په خپله درته پخه کړه، وږې به شې.

د مور حيرانه غږ مې واورېد.

_ته ژاړې؟                

مخ مې واړاوه، نه وم پوه شوې.

پلار مې وخندل:

_اې لېونۍ، خوشاله اوسه، له زندانه راووتو.

څه مې ونه ويل، مخامخ په پياده رو کې د زېبا په عمر ډله نجوني روانې وې، ښکلې ښکارېدلې، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسونه سرېښ ول.

 ټکسي وان په يوه باغ کې پرېښودو، رنګارنګ  ونې وې، غولی  ژېړو پاڼو نيولی و.

لنډ وخت وروسته د اوبو  يو لوی ټانکر راغی، حيران شوو، موټروان ويل چې ټانکر ته ورکښته شئ.

پلار مې په غوسه و، نه يې ورسره منله، خو موټروان سل دليلونه راوړل، د لارو سختۍ يې ياده کړه، ويې ويل چې ډېرې کورنۍ مو په همدې ټانکر کې وړې دي.

پلار مې نه قانع کېده، د موټروان وروستۍ خبره دا وه چې علي رضا ته به ټلېفون وکړي.

زړه مې ولړزېد، پلار  مې وپوهاوه چې بيا هغه کور ته نه شو تلای.

 ټانکر ته ورکښته شوو، وچ و، خو د ماهيانو غوندې سوړ بوی پکې لګېده.

ټول پر يوه هواره پنډه توشکه کېناستو، شاوخوا مې وکتل، تياره وه، پورته اسمان د شنې  داېرې غوندې ښکارېده.

موټروان راياده کړه چې د موټر د درېدو په وخت کې به له توشکې سره د ټانکر شاتنۍ برخې ته ورځی.

شېبه  وروسته موټر  حرکت وکړ، د جمپونو له

ورکېدو پوه شوم چې پاخه ته وخوت.

يو، يو نيم ساعت ښه وو، خو وروسته مو ساه بندېده، ټولو پورته،  ګردې دريڅې ته خولې نيولې وې.

يو ځای موټر ودرېد، توشکه مو  په احتياط شاته يووړه، يوه دقيقه لا نه وه وتلې چې موټر حرکت وکړ.

نيم ساعت وروسته بيا موټر ودرېد، موټروان و، ويل يې چې د هوا د تبديلۍ  له پاره د باندې راووځئ.

موټر له عمومي سړک نه چپ په ژېړو  ونو کې ولاړ و. 

 موټروان کيڼ لور ته اشاره وکړه، له يوه لوړ ځايه، رڼې اوبه راتويېدلې.

سر مې ګرځېده، ورغلم، اوبو ته مې لاسونه ونيول.

پلار ته مې وکتل، له موټروان سره يې خبرې کولې.

کله چې بېرته ټانکر ته ورکښته شوو، پلار مې راياده کړه چې تر مهاباده به همدلته يو. د مهاباد په اړه مې مالومات ترې وغوښتل، د موټروان له خولې يې وويل چې  ترکيې ته نږدې کوم ولايت دی.

سفر سخت و، خو بيا هم د ترکيې نوم زړه راکاوه.

يو ځای مې د ورور خوا  راوګرځېده، پلارمې  تر ډېره  پر اوږو کېنولی و، ورور مې ازاده هوا اخيسته، وروسته يې يخني  وشوه او بېرته پر توشکه کېناست.

لمر لوېدلی و چې مهاباد ته ورسېدو.

يوه کور ته لاړو، ساه  مو لا نه وه سمه کړې چې يو  دوه سيټه ټيوټا موټر راغی. خامې لارې مو په مخه ورکړې، ماخستن ناوخته ترې کښته شوو.

تياره وه، سپي غپ ووهل، ورور مې  د مور غېږې ته ځان ور واچاوه.

لاټين ښکاره شو، مخکې راغی، يوه بوډی وه، په ژبه نه سره پوهېدو، په هغې پسې روان شوو.

 د وره غنجا مې واورېده، ورغلو، يوه لويه کوټه وه.

په زړه درۍ کېناستو، د لاټين په ژېړه رڼا کې مې سترګې ورغړولې،  تنور، په کونج کې له خټې جوړ نغری، څنګ ته  ايښي وچ لرګي... ټول د کليوال ژوند نښې وې.

بوډۍ زوړ دسترخوان پرانيست، وچه ډوډۍ مو له  پنير سره وخوړه.

وروسته يې څلور کمپلې راوړې، ستړي وو، پلار مې بکس تر سر لاندې کړ، نور له بالښته پرته،  پر کلکه درۍ پرېوتو. ناوخته مې د ورور غږ واورېد، له بولو  پاذاب وم، خو ځان مې غلی ونيو. د کوټې له دروازې سره د پراته  سپي د ساه ايستلو غږ راته. 

سهار وختې مې مور د ورور جامې وربدلولې، د هغه د وېدېدو ځای ته مې وکتل، دوه لويشتې درۍ لنده وه.

د باندې ووتم، سوړ باد چلېده،  د يوې هسکې غونډۍ په لمنه کې درې ، څلور خام کورونه ولاړ ول. له دودکشونو يې لوګي ختل، په دېوالونو کې يې تيږې او ښويه لرګي کار شوي وو.

زړه مې خولې ته راغی، سپي ته نږدې ولاړه وم، وغرېد، ټوپ يې کړل، ځنځېر وشرنګېد.

بوډۍ منډه راواخيسته.

 ځای پر ځای ناسته وم، له پښو مې سېکه ختلې وه.

بوډۍ لښته پورته کړه، تړلي سپي کوړنچ وهل، غلی دېواله  ته پرېووت. 

بوډۍ تر مټ ونيولم، تر بې پاڼو غوټه نيالګيو تېر شوو، په لښتي کې رڼې اوبه راتلې.

 کله چې په کوټه کې قبلې ته ودرېدم، غاښونه مې سره لګېدل.

له چايو وروسته د باندې ووتم، لمر و، پر يوه هسکه غونډۍ د ترکيې بېرغ رپېده. مور ته مې ورناره کړه، راغله، د بېرغ په لېدو يې بېرته کوټې ته منډه واخيسته، شېبه وروسته ټولو بېرغ ته وچې سترګې نيولې وې.

زړه مې ټوپونه وهل، ترکيه تر يوه کيلو متره نېږدې وه.

 بوډۍ راغله او په اشاره يې پوه کړو چې بايد کوټې ته ننوځو.

هماغسې مو وکړل، ټول پر درۍ کېناستو، ورور مې پر لانده ځای بکس کېښود.

د بوډۍ غږ مې واورېد، دومره يې وپوهولو چې ډله  مه وځئ. خو شېبه وروسته  مې  له مور سره يو ځای د باندې ووته.  له ورسۍ مې وروکتل، بوډۍ اوزه لوشله، مور مې د لښتي په اوبو کې د ورور لندې جامې  پرېوللې، ورهاخوا،   د غونډۍ تر سره ژېړ واښه ختلي وو.

ورځ تېره شوه، ماښام قضا يو جګ سړی کوټې ته راغی، پر شونډو يې سپين برېتونه پراته ول، ټول تندی يې ګونځو نيولی و.

سړی دېګدان ته ور وګرځېد، له جوش دېګه يې د چرګ ورون ور وايست، ور پوه يې کړل، خولې ته يې ور ووړ، د بريتو اوږده سپين  ويښته يې د چرګ پر ورانه راپرېوتل. زما مور ته يې وکتل، په ډکه خوله يې وويل:

_ښکلی مال دی.

زړه مې ولړځېد.

پلار مې ولاړ شو، مخې ته يې ودرېدم. .

سړي وخندل: 

_پرې يې ږدئ. هيڅ هم نه شي کولای.

پلار مې کېناست. 

سړي چيچل شوی هډوکی  په اور کې  واچاوه، په زوره يې وويل:

_ننه، چای راوړه! 

وروسته يې  له جېبه څه راويستل، د قير غوندې سرېښناکه وړې ټوټې وې. ويې خندل:

_چرس، ډېر خوند لري.:.

بوډۍ  کوټې ته راغله، پرېولې پياله او کوچينی ترموز يې  د سړي تر مخ کېښودل.

سړي ډکه پياله خولې ته وروړه، پلار ته مې يې وکتل:

_صاحب منصب يې ؟

پلار مې وچې سترګې ورته نيولې وې.

سړي وويل:

_ ډېر ايراني پوځيان راسره بلد دي،  له ولاړېدو دې پوه شوم. 

پلار ته مې وکتل، په غوسه و.

شېبه وروسته کوټه د چرسو له بويه ډکه شوه. بيا يې زما پلار ته سګريټ ونيو، لاس يې هماغسې غځېدلی پاتې شو، بېرته يې سيګريټ خپلې خولې ته ور نږدې کړ،  ټوخي واخيست،  زما پلار ته يې وکتل،  په ملنډو يې  وويل:

_ډېر غيرتې يې!

يودم يې وخندل:

_خو دلته هيڅ هم نه شې کولای. 

د پلار په سترګو کې مې غوسه لېده.  

سړي وويل:

_تېر کال مې يوه ايرانۍ کورنۍ له سرحده اړوله، دوې پيغلې پکې وې،  په تګ کې مې له يوې سره  ناپامه اوږه ولګېده، وروڼو ته يې وويل، د سوکانو وار نه راباندې کېده، خو کله چې له سرحده واوښتو،  هماغه نجلۍ مې  په غېږ کې ونيوله، مچې مې ترې واخيستې ، وروڼو يې راته کتل، خو هيڅ يې هم نه شوای کولای.

څه به يې کول؟  هه!  هيڅ، نه پوليسو ته ورتلای شوای او نه يې هم  ماته کومه  څپېړه راکړه. زاری يې  کولې، ويل يې چې خويندو ته مې څه مه وايه.

خاوره هماغه وه، هوا هماغه وه، زه هماغه وم، دوی هماغه ول، خو وطن هماغه نه و. يواځې يوکيلو متر واټن ټول غيرت ورڅخه واخيست. د غونډۍ په دې سر کې مې په ناپامۍ اوږه ورسره ولګېده، د سوکانو وار نه راباندې کېده،  خو د همدې غونډۍ په بل سر کې مې مچې ترې  اخيستې، زاری يې کولې. ډېر فرق دی، نه؟

د سړي خبره سمه وه، تېر کال له پوهنتونه کورته تلم، په کوڅه کې يو هلک ولاړ و، مازې يې راته وخندل، خو ښه نه راباندې ولګېده، پلار ته مې وويل، ماښام کور ته ورغی، د هلک پلار يې راوايست، جنرال و،  يوه عادي دوکاندار يوه روپۍ کړ،  خو دلته يې يوه معتاد ايراني ته هيڅ هم نه شو ويلی.

د سړي په غږ مې فکر سره راټول شو.

_مه ويرېږئ!

ور ومې کتل، زما مور ته يې وچې سترګې نيولې وې. 

سړي وخندل:

_ موږ دوه ډوله مساپر لرو، ځينې کمې پيسې راکوي، مازې يې تر سرحده اړوو، نور يې خپل کار، څه کوي، چېرته ځي، په موږ پورې اړه نه لري، خو ستاسو غوندې  مساپر بيا په ټولو قاچاقبرو پورې تړلي دي، بس، ما هم په همدې ډله کې وشمېرئ، هره مياشت، لس، پنځلس مساپر تر سرحده اړوم، د هر مساپر پر سر زر ډالره راکوي،  اعتبار نه شم خامولی،  ډېرې پيسې دي.

غلی شو. ګړی ته يې وکتل، ويې ويل:

_دولسو بجو ته ځانونه تيار کړئ.

ودرېد او له کوټې ووت.

يوولس نيمې بجې راغی، زما پلار ته يې يوه پلاستيکي کڅوړه ور وغورځوله، ويې ويل چې د  پوستې د عسکرو له ديده  مو ساتي.

پلار مې له خلطې دوه، تور يخن قاقه را وايستل، يو يې په خپله واغوست، بل يې زما ورور ته ونيو.  کله چې د باندې راووتو، پلار او ورور مې په توره شپه کې سم نه ښکارېدل.

مخکې لاړو، سړي راياده کړه چې له پښو سره مو پام کوئ، هڅه وکړئ چې وړې ډبرې لاندې ونه رغړي.

دا يې  هم وويل چې تشويش مه کوئ،  يوه پوسته ده، ليرې ورنه تېرېږو، په پنځلس  کاله کې يې يواځې يو ځل ډزې راباندې کړېدي.

ټول د غونډۍ په پيڅکه کې په سړي پسې روان وو، يو ځای ودرېدو، د يوې  هليکوپترې له کمزوري غږه پرته، نور څه نه اورېدل کېدل.

مخکې لاړو، وچ خوړ و، پورته وختو، يو ځای تيږه  ورغړېده، پرېوتو، تر ډېره مو حرکت نه کاوه، بيا ولاړ شوو، سړي زما له پلاره بکس ور واخيست، په احتياط مخکې تلو، يودم ډزې شوې، له ډبرو سره سوکي ( سپرغي )  باد شول، شاته مو منډه واخيسته، تر کمره لاندې پرېوتو.

مور مې چيغه کړه!

_زوی مې.

سړي يې پر خوله لاس کېښود.

زړه مې ولړزېد، ورور مې نه و.

پلار مې ولاړ شو، سړي تر پښې ونيو، په ټيټ غږ يې وويل: _وژنې مو.

غږونه مو واورېدل، عسکر ول، چيغې يې وهلې.

پر مخامخ ډبرو د بتۍ سپېنه رڼا پرېوته، ورور مې وليد، پروت و، سپينې سترګې يې نيولې وې، د غوږ لاندينۍ برخه او غاړه يې لانده ښکارېدل.

رڼا بلې خواته ولاړه.

مور مې لاندې ورغړېده، ورغلم، خرهاری يې خوت.

چيغې شوې، پورته مې وکتل، د بتۍ سپېنه رڼا مې په پلار لګېدله، هغه زما د ورور خواته منډې ور وهلې، ډزې شوې، مخې ته يې سره سوکي باد شول، بېرته راوګرځېد.

سړی راغی، زما مور يې له ځمکې پورته کړه، مخ کښته ګړندي  روان شو.

پر سر مې د مرميو شڼهارۍ واورېد، پلار مې تر مټ ونيولم، دواړو لاندې خوړ ته منډه واخيسته. .

سړي راغږ کړل، ورغلو، د لويې تيږې تر شا  کېناستو.

مور مې پرته وه، خرهاری يې خوت.

سړي يودم منډه واخيسته، پورته د سپينو رڼاوو خواته ورغی، ډزې شوې، بېرته راغی، درب شو، بکس پر ځمکه ولوېد.

عسکرو چيغې وهلې، کله کله به د بتيو سپينې تېرې رڼاوې پورته په  تياره کې تېرې شوې.

مريم غلې شوه، ورروسته غريو واخيسته، ويې ژړل، بيا يې په ډک ستوني وويل:

نه وم پوه شوې، يو وخت مې د پلار ژړغونی غږ واورېد:

_مريم، مريم، سترګې رڼې کړه!

ور ومې کتل، همالته په ډبرو کې پرته وم.  پلار مې زما د لاسونو غروي موښل.

ځان مې د هغه غيږې ته ور وغورځاوه، ومې ژړل، د ورور په وينو لړلی غوږ مې له ذهنه نه ووت.

مور ته مې وکتل، بې حرکته  پرته وه، خرهاری يې نه خوت.

د غونډۍ په بل سر کې سپينې رڼاوي يوې بلې خواته کېدلې.

د سړي غږ مې واورېد:

_کمه لاره پاتې ده. 

پلار مې حرکت ونه کړ.

سړي  د هغه پر اوږه لاس کېښود، ورو يې وويل:

_ سخته ده، خو بله چاره نه لرئ.

پلار مې هماغسي ژړل.

سړي بکس ته ډډه ووهله، يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:

_شاته نه شئ تلای، د ايران پوليس مو نيسي، لور او ښځه د زنانه زندان په نوم درنه بيايي، هر څه چې يې زړه ول، کوي يي.

پلار مې هماغسي ژړل.

سړي بکس ور واخيست،  ولاړ شو، ويې ويل:

_ رڼاوې ليرې دي،   داسې وخت بيا نه شې موندلی.

پلار مې يوه شېبه غلی و، بيا  ودرېد، مور مې يې پر اوږه واچوله. نيم ساعت لا نه و پوره چې  د سرحد بلې غاړې  ته ورسېدو.

د مريم خبرې ختمې شوې.

پاو  وروسته يې ټلېفون راغی، ويې ويل چې د روغتون د دهلېز رنګ يوه ورځ نور وخت نيسي، خو لوسي په کور کې انټرنيټ لري، نن مې د هغې په ادرس نورې خبرې درولېږلې.

مريم خوشاله وه، ويل يې چې د پلار وکيل يې زنګ ورته وهلی و. شايد دوهمه محکمه يې د قيد موده راټيټه کړي.

نه مې شوای کولای چې د خوشحالۍ پرمهال تېر وختونه ور په زړه کړم، خو د مريم په رالېږلو خبرو کې يو څه کم و . کيسه سمه نه راتله، بايد ورباندې پوه شوی وای.

بخت ياري راسره وکړه، د پوښتنې يې راته وويل، سل زړونه مې سره وتړل، ور ياده مې کړه چې ورور دي څنګه شو او تر سرحده په څه ترتيب  واوښتئ؟

مريم غريو واخيسته، ټلېفون قطع شو.

ځان بد راته وايسېد، خو چاره نه وه، نن، يا سبا،  بايد پوهېدلی وای.

لنډ وخت وروسته ټلېفون راغی، مريم وه، بښنه يې وغوښته، په ژړغوني غږ يې وويل:

_دواړو غاړو ته هسکې پرښې ولاړې وې، مجبوره وو چې پر هماغه لاره پورته وخېژو. يو ځای ودرېدو، زه او پلار دواړه کېناستو، په ځمکه کې ستوري ښکارېدل، لاس مې ور ووړ، له وروره پاتې  ډب وينه لا توده وه. چېغه مې ستوني ته راغله، پر مړوند مې غاښونه ټينګ کړل.

سړي تر مټ ونيولم، پلار مې هم په زحمت ولاړ شو، تياره وه، خو بيا مې هم د مور ځړېدلي سپين لاسونه ليدل.

 سړي تر مټ نيولې وم، ګړندۍ ورپسې تلم، ډبرې رغړېدلې، نه  مې ټک واورېد او نه هم د عسکرو چيغې، پاو وروسته د غونډۍ په بله غاړه کې کېناستو.

مريم يودم وژړل او خبرې يې پرې شوې.

وروسته يې په غريو کې وپوښتل:

_ورور به مې ژوندۍ وي؟

غلی وم..

د مريم ژړا زور ونيو.

ټلېفون قطع شو.

په سبا مې د مريم خبرې راواخيستې، ماخستن کمپيوټر ته کېناستم، ويلي يې و:

_په ړنګو دېوالو کې کېناستو، خرابه وه، پخوانی خرابه، د ستورو تته رڼا له دېواله په رالوېدلو لويو- وړو ډبرو لګېدله.

پلار مې تېزه تېزه ساه اېسته، ستړی و، يو پاو يې زما مور پر خپلو اوږو راوړې وه.

سړی هم غلی پر يوه تيږه ناست و، شېبه وروسته  يې وويل:

_زه تر دې ځايه درسره وم. 

ولاړ شو، د بکس ځنځېر يې کش کړ.

د پلار اوږه مې وخوځوله، ور ويې کتل، يودم ودرېد، سړی يې تر مټ ونيو، په حيرانۍ يې وويل:

_دا  زموږ بکس دی؟

سړي په خبره کې ور ولوېد:

_  خو دا ستاسې نه ده!

لاس يې راويست، کڅوړه وه.

پلار مې په بيړه وويل:

_څه دي؟

_پوډر.

يودم يې د سړي ګرېوان ته لاس ور واچاوه،  چيغه  يې کړه!

_تا زموږ په بکس کې پوډر ايښي ول؟

  سړي خپل دواړه لاسونه زما د پلار پر ټټر کېښودل، پورې يې واهه، له دېواله يوه غټه تيږه راولوېده.

سړی ودرېد، په ملنډو يې وويل:

_د همدې پوډرو په خاطر مې سرې مرمۍ ومنلې او بکس مې راووړ.

پلار مې لاس پورته کړ.

سړي  وويل:

_احمقتوب مه کوه، ښځه او لور دي لا پاتې دي.

پلار مې کېناست.

سړی دوه ګامه شاته لاړ، يوه لويه ډبره يې ليرې کړه، وړه کنده وه، کڅوړه يې په کنده کې واچوله، هماغه غټه ډبره يې پرې کېښوده.

بېرته په خپل ځای کېناست.

مور مې يودم چيغه کړه، پلار مې د هغې پر خوله لاس کېښوده.، د هغې خرهاری شو، بېرته بېسده پرېوته.

د پښو غږ راغی، وړې ډبرې ورغړېدې. ټول پرېوتو.

د شغال ورو انګولا شوه، سړی بېرته نيغ کېناست، په ټيټ غږ يې و انګولل. دوه تنه راغلل، دواړه تنکي ځوانان ول، يو يې له سړي سره ودرېد، بل يې تېږې ته ور وګرځېد.

سړي د مخامخ ولاړ ځوان پر اوږه لاس کېښود، موږ ته يې وکتل،  ويې ويل:

_دی اوزکان نوميږي ،  تاسو به تر  وان  پورې رسوي.

بيا يې ځوان ته څه وويل، پوه نه شوم، فکر کوم چې ترکي ژبه وه.

ځوان بکس ور واخيست، په لهجه لرونکې فارسي يې وويل:

-   دا سيمه خطرناکه ده، بايد لاړ شو.

پلار مې، مور پر اوږه واچوله.

ټول راووتو، سړی ايران ته ور وګرځېد، هغه بل ځوان د پوډرو له کڅوړې سره بلې خواته په تياره کې ورک شو، موږ هم په خپل رهنما پسې روان شوو.

مخکې لاړو، پلار مې ستړی و، تېزه تېزه سا يې وهله.

يوځای کېناستو. د موټر بل څراغونه پر لوڅو ونو ولګېدل، بېرته مو حرکت وکړ.

تر دوو پوستو تېر شوو، ليرې وې، خو رڼاوي يې ښکارېدلې.

د مور په خاطر مو يو ساعت لاره، په دوه، دوه نيم ساعته کې ووهله.

د مېږو غږ راغی، ګړنجوني وګړنجېدل، د سپيو غپا په تېزۍ سره نېږدې کېدله. ورغلو، ځوان لاسي بتۍ ولګوله، دوو چيني کوچينيو سپيو منډه راواخيسته، تر ځوان راوګرځېدل، لکۍ يې وهلې.

يوې کوټې ته ورننوتو، څراغ بل و، د خړې درۍ پر سر د غالۍ اوبدلو وړه کارګاه ولاړه وه، څنګ ته ګډوډې زړې بړستې پرتې وې.

ځوان څراغ ور واخيست او د باندې ووت.

ښه شېبه ووته، پلار مې اورسۍ ته ناست و، سلګۍ يې وهلې، مور مې لا په سد نه وه راغلې، ما هم هڅه کوله چې کومه چيغه مې تر خولې راونه وځي.

ما تر ډېره د پلار سلګۍ اورېدلې، کله کله به د ګړنجوني غږ هم پورته شو، وروسته خوب وړې وم.

نه پوهېږم، څه وخت و، خو مور مې چيغې وهلې.

سترګې مې رڼې کړې، رڼا وه، مور مې خپل لاس ته کتل، لاس يې زما د ورور پر وچو وينو سور و، له چيغو يې وار نه کېده.

ورغلم، د مور پر اوږه مې لاس کېښود، را ويې کتل، سترګې يې د انګار غوندې سرې وې، را ړنګه شوه، سر يې زما پر اوږه کېښود، د زړه له زوره يې چيغه کړه.

ټولو ژړل، کوکې مو وهلې، د ورور نوم مو اخيست.

ښه شېبه ووته، کوټې ته دوې ښځې راغلې، په عمر پخې وې، د کوچيانو غوندې له رڼکو ( پاوليو ) ډک، ګرد کميسونه يې اغوستي ول.

يوه يې زما مور ته ورغله او بلې يې زه په غېږ کې ونيولم. له نازه يې پوه شوم چې اصلي کيسه ور مالومه ده.

په ژبه يې نه پوهېدم، خو پوست غږ يې د غمرازۍ مانا ورکوله.

دوې ورځې همالته و، څو کوره ول، رمې يې درلودې، سړو يې ارت پطلنونه اغوستي ول، سدريو ( واسکټونو ) يې راوتلي جېبونه لرل، په خټه کردان وو.

په دوو ورځو کې مې له مور او پلار سره يوه خبره هم ونه کړه، څه به مو ويل، هيڅ .

ټول غلي وو، خو مور به مې کله کله له ځان سره غږېدله، د زوې نوم به يې واخيست، بيا به يې يو دم چيغه کړه:

_ راځي، راځي، ضرور راځي.

موږ به يواځې ژړل.

په درېيم سهار يو موټر راغی، په باډۍ کې يې له وطني چرګانو ډک قفسونه ايښې ول.

موټروان په قفسونو کې لار وايسته، موږ ته يې اشاره وکړه، له څه ويلو پرته ورغلو، کېناستو، مخې او دواړو غاړو ته مو له چرګو ډک قفسونه ول، يو بل قفس راغی، زموږ تر سرونو يوه لوېشت پورته ودرېد.

بوی و، سوړ بوی، ټېکه نه کېده.

مور ته مې وکتل، زما د پلار پر اوږه يې سر ايښی و، د ککرۍ پر تور ټکري يې د چرګانو سپينه چټلي ښکارېدله.

موټر حرکت وکړ، ښه و، سوړ باد  د چرګانو بوی ورسره ووړ.

موټر پاخه ته وخوت، يو پاو مزل مو وکړ، بېرته خامې ته ولوېد، تر غټ کلي تېر شوو، کورونه خام ول، د لرګي ناوې ترې راوتلې وې، د بامونو پر سرونو وچ واښه ښکارېدل.

په دښته کې مخکې لاړو، غونډۍ راغلې، موټر ودرېد.

 د دوو چرګو له مينځه مې ور وکتل، د خام سړک پر سيميټي پلچک ناستې زړې ښځې پيسې شمېرلې.

موټروان راغی، زموږ پر سر د ايښي قفس دروازه يې خلاصه کړه، دوه چرګان يې پکې واچول.

موټر حرکت وکړ، مور ته مې وکتل، هماغسې يې خپل سر زما د پلار پر اوږه ايښی و.

غرمه پاخه ته وختو، د سړک پر غاړه ولاړه لوحه تېره شوه، چرګې وې، ومې نه شوای لوستلی، خو دوهمې لوحې ته مې مناسبه چوله پيدا  کړه، د يوې چرګې تر سره وزر لاندې مې ولوستل:

_وان ، ديرش کيلومتره.

موټر خامې ته ولوېد،  جمپونه يې نه خوړل، جغل و.

وخت ووت، موټر ودرېد، چرګو چيغې کړې،  د سر قفس ليرې شو.

ودرېدم، ونې وې، ژېړ چمن رالوېدلو سوروزمه  پاڼو نيولی و.

پر يوه لويه تيږه کېناستم،  مور ته مې وکتل، د خپل ټکري پيڅکه مې تر ګوتو تاوه کړه، پيڅکه مې د مور پر سپين، صاف تندي تېره کړه، د چرګانو وچه چټلي لاندې ولوېده.

پلار ته مې سترګې ور واړولې، دواړه اوږې يې ککړې وې، په رسيدلې ږېره پسې يې  مړه بڼکه سريښ وه.

خپل ټکرۍ مې ليرې کړ، مازې يو ځای چټل و.

موټروان قفسونه سم کړل، په اشاره يې پوه کړو چې له ونو مه وځئ.

د چرګانو نارې تر هغه وخته راتلې چې موټر پاخه ته وخوت.

پاو ووت، ټکسي راغله، لس  دقيقې وروسته په يوه کور کې وو.

دوې ځواني نجوني راغلې، يوې يې زه تر لاس ونيولم، بله زما مور ته ورغله.

ارت او ښکلي سالون ته ورننوتو، نيمايي دېوال، آېينې نيولی و، لاندې يې پر مېز د ارايش مختلف وسايل ايښي ول.

تشناب ته ورغلم، نجلۍ راځړېدلو جامو ته اشاره وکړه، پوه يې کړم چې تر ځان مينځلو وروسته همدا جامې واغونده.

کله چې په سالون کې ولاړې آېينې ته ودرېدم، ځان ښه راته ونه ايسېد، پر چسپ پطلون د يخن قاق لنډه لمنه پرته وه.

مور مې يې راوسته، پوه شوم، لمبولې يې وه. خو ارت او اوږد  يخن قاق يې ښه و، کمر بند يې نه مالومېده.

پلار مې وليد، جامې يې  بدلې وې، تر خريلي  ستوني  لاندې يې سره نيکټايي  ور تړلې وه.

شېبه وروسته له کوره ووتو او په هماغه ټکسي کې کېناستو. مور ته مې وکتل، غټې سترګې يې له غمه ډکې وې، د تورو اوږدو وېښتو پيچلې څوکې يې لا لندې ښکارېدې.

وان کوچينی، خو ښکلی ښار و، ډېری کورونه يې دوه يا درې پوړېزه ول.

د ريل په ايستګاه کې يې يو بل سړي ته ور وسپارلو، سړی له ونې هسک و،  د تګ په وخت يې د ورميږ غوښې ښورېدلې.

تر مساپر وړونکي ريل تېر شوو، تر دوو پټليو واوښتو، بار وړونکي ريل ته ور وختو، له کارتنونو ډکه تياره کوټه وه.

مخکې لاړو، د کارتن پر هوار شوي کاغذ کېناستو، سړي يوه پلاستيکي کڅوړه راته ونېوله او په خپله له ډبې کښته شو.

شېبه وروسته يې  نور کارټنونه  راوړل، زموږ له پښو سره يې تر چته ودرول، تر يوه وخته د کارټنونو له چولو څخه د وره رڼا ښکارېدله، خو وروسته تپه تياره شوه، هيڅ مو هم نه ليدل.

ډېر وخت د رېل په ولاړه ډبه کې وو. يو ساعت، دوه ساعته، درې ساعته، نه پوهېږم، تر دې ډېر. يو وخت څوکۍ ولړځېدلې، د رېل پر شاتني دېوال مې غوږ ولګاوه، ماشين چالان و،  وروسته مو وړې جټکې وخوړې، ريل حرکت کړی و.

د پلاستيک کړپا شوه، پلار مې وويل:

_هه، له سهاره راهيسې مو څه نه دي خوړلي.

ګوتې مې په هوا کې وتپولې، د هغه له لاسه مې يو څه راواخيستل، پزې ته مې ور نږدې کړ، د چپسو بوی يې درلود.

ټول غلي وو، يواځې د پلار د ژامې د ښورېدو غږ راته.

دوه، درې  چپسه مې خولې ته واچول، زړه مې نيولی و، خوند يې رانه کړ.

شاته مې ولي ولګول، اوسپنه سړه وه.

ښه شېبه ووته، خوب راغی، د پلار پر ځنګانه مې سر کېښود. په ويښتو کې مې پنډې ګوتې تېرې شوې.

يو وخت چې مې سترګې رڼې کړې، د موټرو هارنونه  ول، ريل ولاړ و، پلار مې خرېده. مور ته مې ور غږ کړ، هغه هم وېده وه.

نه پوهېدم چې شپه وه که ورځ. کله چې ريل حرکت وکړ، بېرته مې سترګې پټې کړې.

د مريم خبرې مې ودرولې، بخارۍ ته مې وکتل، برهاری يې خوت، خو کوټه سړه وه. مخ مې واړاوه، د پردې پيڅکه رپېدله. ورغلم، علت مې وموند، د کړکۍ پله  چوله وه.

بېرته پر خپل ځای کېناستم. مريم ويلي و:

_هره خوا سرې غوښې وې، په لسګونو له پوسته شوي څاروي راځړېدل، له پرې شويو غاړو څاڅکي څاڅکي وينه توېدله. سپينې کاشۍ سرې وې.

مخکې لاړو، په سپينو چپنو کې کتار خلک ولاړ ول، ساتولونه په وينو لړلي وو، کړپا وه، هډوکي ماتېدل.

مور مې وښوېده، درب شو، پلار مې تر مټ ونيوله، هغې خپل لاس خپلو سترګو ته ورنږدې کړ، لاس ته مې يې وکتل، سور و، مور مې يودم چيغه  کړه:

_وينه.

پلار مې په غيږ کې ونيوله.

مور مې چيغې وهلې. د خپل زوې نوم يې اخيست، په سپينو چپنو کې ولاړ و خلکو په حيرانۍ ورته کتل.

مخکې تللی ډنګر سړی بېرته راوګرځېد. په خشکه يې څه وويل، ټول په هغه پسې روان شوو.

په وينو سرې زينې وې، لاندې لاړو، سړي اوسپنيزه دروازه خلاصه کړه، ورغلو، ژېړ ګروپ ته ډله ښځي، ماشومان او نارينه ناست ول.

موږ هم ساړه  دېوال ته ډډې ووهلې، ناستو کسانو وچې سترګې راته نيولې وې.

مور مې خپل لاس ته کتل.

د بکس ځنځير مې کش کړ، يوه ټوټه په ګوتو راغله، ټوټه مې د مور پر لاس تېره کړه، خو هغې  يودم پر ټوټې ګوتې ټينګې کړې، ور ومې کتل، زما د ورور کميس و.

مور مې کميس پر خپل ټټر پورې ونيو، په چيغو چيغو يې وژړل، ناستو کسانو په حيرانۍ ورته کتل.

وخت ووت، دوو ماشومانو په خپلو کې عربي ويله.

 په دوی کې يو هم افغان نه شو راته ښکاره.

موږ د ترکيې په پايتخت انقره کې وو. بس! يو ساعت مخکې يې له ريل څخه کښته کړو، لمر مو پر سر ولاړ و، رڼا يې بده لګېده، له شپاړس ساعته تيارې وروسته مو سترګې برېښېدلې.

لنډ يې همدې مسلخ ته راوستو.

درې  ورځې په همدې کوټه کې وو، ناست کسان له عراق او سوريې څخه راغلي  ول، زموږ غوندې غير قانوني مهاجر ول او  اروپا ته  يې د تګ نيت درلود.

په څلورم سهار يې ټول د باندې را وايستو، يو اتلس ټاېره موټر ولاړ و. کانټېنر ته ورته اوږده ډبه يې درلوده، ور وختو،  سرې غوښې راځړېدلې.

مخکې لاړو، هوا سړه وه، تر پايه پوست شوي اوږده څاروي ځوړند ول، پنځلس نفره د دوو کټونو په اندازه ځای کې کېناستو.

لاس مې سوړ شو، ور ومې کتل، د يوه څاروي  په حلاله شوې غاړې مې ګوتې ايښې وې.

ګوتې مې وسولولې، وچې وې. د څاروي  ورون  مې په ګوتو کې ټينګ کړ، کنګل و.  دېوال ته مې لاس ور ووړ، پرخه يې را ايستلی وه. . ټول په يخچال کې ناست وو.

د يخچال د دروازې د تړلو غږ مې واورېد.

ټول غلی ول، ماشومانو په راوتليو رډو سترګو سرو غوښو ته کتل،  پورته کوچيني سپين ګروپونه بل وو.

موټر حرکت وکړ، يو_ يونيم هيڅ خبره نه وه، خو وروسته مې لاسونه ساړه شول، له بکسه مې  د پلار جمپر را وايست ، جمپر مې د مور پر اوږو واچاوه، پلار ته مې بنيان ونيو، ما هم تور ټکری تر ځان تاو کړ، له ټکري د چرګانو سوړ بوی ته.

نورو مساپرو هم د بکسونو ځنځيرونه کش کړل، شېبه وروسته يواځې يوه نجلۍ پاتې وه، ژامې يې سره لګېدلې، نه پوهېږم، د اغوستلو له پاره به يې اضافه څه نه لرل. 

د ورور جاکټ مې راوايست او د نجلۍ پر اوږو مې واچاوه، د هغې تر څنګ ناستې ښځې څه وويل، دومره پوه شوم  چې  خپله يې ده او  مننه  رانه کوي.

مور ته مې وکتل، جاکټ ته يې وچې سترګې نيولې وې.

وخت تېرېده، يخني ډېرېده او  د ماشومانو نا ارامۍ زور اخيست . شېبه وروسته بکسونو وازې خولې نيولې وې، د اغوستلو وړ هر څه ترې اېستل شوي وو.

مور ته مې  وکتل، د جاکټ ځنځير مې ور وتاړه.

يوې ښځې چيغه کړه، مخ مې ور واړاوه، يو کوچينی هلک يې په غېږه کې پروت و.

يوه ږيرور سړي په بيړه ماشوم ور واخيست، په سېنه پورې يې ونيو، لاسونه يې ور وموښل، ماشوم په سد را غی. خو يو بل تنکی ځوان ړنګ شو.

نارينه ولاړ شول، اوسپنز ديوال ته يې سوکان ونيول، يخچال چيغو په سر واخيست.

موټر ودرېد، شاتنۍ دروازه خلاصه شوه، د لمر ژېړه رڼا تر ځړېدلو سرو غوښو راووته.

ټولو د وره خواته منډه واخيسته، يو ورون له چنګکه بېل شو، مخامخ راباندې راغی، ځان مې څنډې ته کړ.

ډز شو، ورغلم، ټول په وره کې ولاړ ول، ښځو او ماشومانو ژړل. 

د يوه ماشوم تر اوږې مې لاندې وکتل، يوه ځوان پر تور سړک پلتۍ وهلې وې، سر يې ځړېدلی و، درې تنه له توپانچو سره ولاړ ول.

ځوان ته مې وکتل،  خړ جاکټ يې د مټ په برخه کې په وينو سور و.

يوه وارخطا عرب په انګريزې ژبه وويل:

_د خدای له پاره، ماشومان مو له يخنۍ مړه شول.

يوه وسلوال چيغه کړه!

_ستاسو له پاره يو کانټېنر غوښه نه شو خرابولی.

بل وسلوال رامخته شو، د پراته ځوان تشي ته يې لغته ورکړه، په غوسه يې وويل:

_موټر ته وخېژه!

ځوان په زحمت ولاړ شو.

هماغه وسلوال وويل:

_يخچال مو تر ټولو په ټيټه درجه درولی دی، که يې بند کړو، نو پوليس شک کوي. مخکې تلاشي ده، غږ مو وانه ورم.

ټول بېرته خپلو ځايونو ته راغلو.

مور مې له ځايه نه وه خوځېدلې.

موټر حرکت وکړ،  پنځو، شپږو دقيقو خلاصې دروازې د يخچال هوا بدله کړې وه، د بې سده تنکي ځوان سترګې لوڅې وې، يوه سړي يې پر اوږو توليا ور سموله.

لنډ وخت وروسته موټر ودرېد، زړه مې دربېده، خو د يخچال دروازه خلاصه نه شوه.

موټر بېرته حرکت وکړ، د ټپي ځوان زګيروی خوت، سړه هوا ورو ورو تودېدله، خو يخچال لنډ وخت بند و، کله چې دوهم ځل چالان شو، له دېوالونو سوړ باد راته. 

وخت ووت، يو ډنګر سړی او دوه ماشومان ړنګ شول،  زما له مور پرته، نورو ټولو اوسپنيز دېوال ته سوکان ونيول، ښځو او ماشومانو ژړل، نارينه وو، نارې وهلې...

 موټر يودم  برېک ونيو، ټول پر مخامخ دېوال ورغلو، سر مې له سړې اوسپنې سره ولګېد، موټر روان  شو، تېزه جټکه يې وخوړه، واړه زاړه شاته ولوېدل.

پلار ته مې وکتل، له يوې ماشومې يې د غوښې لوی ورون ليرې کاوه.

مور ته مې سترګې ور واړولې،  سر يې په غبرګو لاسونو کې ټينګ نيولی و.

شونډې مې تودې شوې، لاس مې ورووړ، پزه مې وينې وه.

ګنګس وم، ښځو کوکې وهلې، دوه، درې ماشومان او ډنګر سړی بېسده پراته ول.

مور ته ورغلم، د هغې پر سر مې ګوتې تيرې کړې، ښه راته ښکاره شوه.

يو بېسده ماشوم مې له ځمکې راپورته کړ، نبض مې يې وکوت، ژوندی و.

په خپل ټکري  کې مې دوه ماشومان ونغښتل، وړه نجلۍ مې راپورته کړه، غاړه يې د يخچال د دېوال غوندې سړه وه.

نجلۍ مې په ټټر پورې ونيوله، سر يې يوې  خواته کوږ شو.

غبرګ لاسونه راوغځېدل، نجلۍ يې زما له ټټره واخيسته، ور ومې کتل، مور يې وه، دوه درې ځله يې د نجلۍ نوم واخيست، اوس مې هم په ياد  دی ، زينب نومېده.

مور يې تر ډېره  نجلۍ  ته کتل، وروسته يې يودم کوکه کړه.

چيغې ډېرې شوې،  نه يخچال بند شو او نه هم موټر ودرېد.

مريم ټوخي واخيسته، څو ځله يې د خبرو هڅه وکړه، خو ټوخي وار نه ورکاوه، وروسته يې په جړ غږ وويل:

_نن ښه نه يم، دوه ځله مې وينه وګرځوله، د خبرو سېکه نه ده راپاتې، خو نه غواړم چې کيسه مې نيمګړې پاتې شي.

مريم وټوخل، بيا يې وويل:

_موټر جمپونه وخوړل، ودرېد، د يخچال دروازه خلاصه شوه، د ماهيانو له سوړ بوی سره د څپو  غږ راغی.

دوه تنه راغلل، توپانچې ورسره وې، له موږ څخه يې وغوښتل چې له موټره کښته شو.

په زحمت ولاړه شوم، پلار ته مې وکتل، زما مور يې تر وليو نيولې وه.

د باندې تياره وه، تود باد لګېده، يا به موږ ته تود اېسېده، خو هر رنګه چې و، د يخچال تر هوا ښه و.

شېېبه وروسته له پنځلسو کسانو څخه يوولس  تنه په شګلن ساحل کې ولاړ وو.

دوو ښځو ژړل، په يخچال کې يې  د پرتو  ماشومانو د جسدونو خواته زورونه وهل، خو دوو عربو ټينګې نيولې وې. ښځو  تر هغو چيغې وهلې چې د اتلس ټاېره موټر رڼا په ونو کې ورکه شوه.

پر شګو کېناستو، څپې په اوبو کې له راوتليو تيږو سره لګېدلې.

د ماشين غږ مو واورېد، له اوبو راته، نږدې شو، وړه ماشيني کشتۍ وه.

ورغلو، اوبه مو تر ځنګنو راپورته شوې. ټول په کشتۍ کې کېناستو. کشتۍ حرکت وکړ، څراغونه يې مړل ول، د اوبو ساړه څاڅکي مې پر مخ لګېدل.

مخکې لاړو، ګڼو ګروپونو ته ورو ورو ور نږدې کېدو. په تېز باد کې د ماهيانو سوړ بوی ګډ و.

د اتم صنف جغرافيه راپه زړه شوه، ليکلي و، چې استانبول په اروپا کې پروت دی او د ترکيې له نورې خاورې څخه د اوبو په واسطه جلا شوی.

فکر مې سم وخوت، ساحل ته نږدې مې د ترکيې بيرغ وليد.

موږ  د يوې  لويې زړې کشتۍ لاندې ودرېدو، د کشتی دېوال  سوری و، ورغلو، رهنما لاسي بتۍ بله کړه، موږ د کشتی په ماشين کې وو. تر اوسپنېزو زنګنو لويو ګراريو تېر شوو، پورته وختو، غټه کوټه وه، له سوريو دېوالونو څخه يې نری باد راووت، د بتۍ سپينه رڼا پر پلاستيکي زړو  خلتو لګېدله.

د رهنما په امر همالته کېناستو، شپه مو د لرګي پر لندې تختې تېره کړه. ټوخي خوب ته نه پرېښودلم. 

د سمندري مرغانو په چيغو مې سترګې رڼې کړې، شاوخوا مې وکتل،  ټول ويده وو.

ولاړه شوم، کونج ته په جوړ شوي نغري کې مړې ايرې پرتې وې. له زړو بوټونو، ټوټو، د سګريټو له ډبيو، چيچل شويو هډوکو... داسې رامالومه شوه چې دلته پخوا هم ډېر خلک راوستل شويدي.

د کشتۍ سر ته د لرګي زينه ختلې وه. پر زينه مې لاس کېښود، يو غږ مې واورېد، پورته مې وکتل، ولاړ سړي په اشاره پوه کړم چې مه راخيژه.

ټوله ورځ په کشتۍ کې و، يواځې د سمندري مرغانو اود يوې نيمې  تېرېدونکې کشتۍ د ماشين غږ مو اورېده.

ماښام تياره د باندې ووتو، په وړه کشتۍ کې کېناستو، تر ساحله، پنځوس، شېېته متره واټن و.

وچې ته وختو، د کثافاتو موټر راغی، باډۍ ته ور پورته شوو، تورې ډکې خلتې وې، پرېوتو، دوو سړو له کثافاتو ډکې خلتې راباندې واچولې.

موټر حرکت وکړ، دومره پوهېدم چې په ښار کې روان يو. کم او زيات، نيم ساعت وروسته خلطې رانه ليرې شوې. په ارته چهاردېوالۍ کې  د غټو موټرو زرګونه  ټاېرونه  پراته ول

د باروړونکي موټر باډۍ ته وختو، ټاېرونه د څاه د چکونو غوندې پر يوه بل ايښودل شوي وو.  ډنګر سړي په اشاره پوه کړم چې د ټاېرونو مينځ ته ورکښته شم. همداسې مې وکړل، ولاړه وم، ځای تنګ و، زنه مې د ورورستي ټاېر پر ژۍ لګېدله.

نورو ته مې وکتل، ټول په ټاېرونو کې ولاړ ول.

شېبه وروسته يې بل ټاېر راوړ، تور ټاېرونه مې تر سر پورته وختل، د رابړ بوی ته.

په وروستي ټاېر يې د لرګي تخته کېښوده. دربا وه، د تختې پر سر يې نور ټاېرونه اېښودل.

ساعت ووت، موټر حرکت وکړ، د بدن کنټرول مې له اختياره وتلی  و ، له جمپ سره به ټاېرونو مخکې، شاته ورسره وړلم.

هيڅ مې هم نه ليدل، خو کله کله به مې له ښي اړخه د پلار غږ واورېد:

_ښه يې؟

دوه ساعته وروسته له ټاېرونو څخه راوختم، زړه مې راډکېده، ټوک ټوک وم.

يوه کور ته يې بوتلو، کوټه ښه وه، اورسۍ يې لرله، خو په اول منزل کې وو، په چمن کې له ولاړې ونې پرته نور هيڅ هم نه ښکارېدل.

د شپې ټوخي واخيستم، سينه مې وسوځېده، خوله مې تروه شوه، تشناب ته لاړم، آېينې ته ودرېدم، شونډې مې سرو وينو نيولې وې.

په درېيو ورځو کې مې دوه ځله وينه خولې ته راغله، خو مور او پلار ته مې څه ونه ويل.

په څلورم ماښام يې يوه ځنګله ته بوتلو، هماغه يوولس نفره وو،  قاچاق وړونکي په دوو ټکو ټينګار وکړ.

_پنځه ساعته پياده روي ده او که څوک پاتې شول، نو پاتې به وي.

څه به مو ويل، په خپل اختيار نه وو.

مخکې لاړو، غونډۍ وې، د ناجو په ونو پوښلې تکې شنې غونډۍ.

ټول کتار روان ول، يو وسلوال مخکې ته، بل په موږ پسې  و. د سپوږمۍ  رڼا  دومره زور درلود  چې پل سم ځای کېږدم.

له يو نيم، دوه ساعته مزل وروسته مو دمه ونيوله، لويې ډبرې وې، د سپوږمۍ رڼا،  ځای ځای  د ونو له چولو راوتلې وه او پر ځمکه لګېدله.

نږدې انګولا پورته شوه، د توپانچې د کپاق له کشولو پوه شوم چې لېوه دی.

پنځه دقيقې وروسته بېرته له ډبرو پورته شوو، د لېوانو انګولاوې شاته پاتې شوې، د غونډۍ سر ته وختو، کښته شوو، د غونډۍ په څنډه کې مخکې روان وو.

يودم درب شو، يو څوک لاندې ورغړېد، پسې ومې کتل، ټکری د ونې په ښاخ کې بند و. ورغلو، د ښځې په ګېډه کې د ونې وچ ښاخ ننوتی و، وينو دارې وهلې.

يوه عرب په بيړه د ښځې سر له ځمکې پورته کړ، ښځې دوه درې ځله خپله خوله خلاصه کړه، سترګې يې سپينې راوختې، سر يې يوې خواته کوږ شو.

سړي کوکه کړه، د ښځې سر يې په خپل ټتر پورې ټينګ ونيو، په چيغو چيغو يې وژړل.

يو وسلوال ورغی، د سړي تر مټ يې ګوتې تاوې کړې، خو هغه نه ولاړېده.

لېوانو وانګولل.

هماغه وسلوال وويل:

_ځئ!

روان شوو، مخکې لاړو، خو لا هم د سړي چيغې راتلې. شېبه وروسته د لېوانو انګولا  هم ورسره ګډه شوه. چيغې او انګولاوې سره نږدې وې.

په څو غونډيو وختو، بېرته کښته شوو، خو ونې نه خلاصېدې.

له پنځو ساعتونو منزل وروسته له لرګيو جوړې يوې کوټې ته ور ننوتو، کوټه په ځنګله کې وه، ور يې نه درلود، دېوالونه يې له پنډو تختو جوړ ول، د خيرن،  مات مېز پر سر د ښکاري ټوپک تش پلاستيکي کارتوس ښکارېدل.

ساعت ووت، درې نور کسان راغلل، له امرونو يې پوه شوم چې له دې هېسته به په دوی پسې روان يو.

 اټکل مې سم وخوت، شېبه وروسته  نوي راغلي کسان راته غږېدل، ويل يې چې د يونان په خاوره کې ياست،  د باندې به نه وځئ! سهار اته بجې به سره  ګورو.

پرېوتو، بيا مې له پښې سره يو څه ولګېدل، سر مې پورته کړ، د يوه عرب لاس و، پښه مې راټوله کړه، لاس پسې را اوږد شو، چونډۍ يې راولګوله.  کېناستم، پلار ته مې وکتل، وېده و، پاتې شپه مې په رڼو سترګو تيره کړه.

سهار مې د چونډۍ وال له برګ لستوڼي وپيژاند،له عمره پوخ چاغ  عرب و،  سترګې يې مړې وې، نه يې راته کتل.

د لندې خاورې بوی راغی، په وره  کې ودرېدم، باران و.

اته بجې يو ډنګر سور ځوان راغی،  پراشوټي خولۍ لرونکی جاکت يې اغوستی و،  ويې ويل چې تر ماښامه به همدلته  ياست، وروسته يې ټولو ته يو يو ډبۍ بيسکيټ ورکړ او له کوټې ووت.

سر مې د پلار پر ځنګانه ولګاوه، خوب راته، ويده شوم.

کله چې مې سترګې رڼې کړې، سر مې د مور پر ځنګانه ايښی و. 

وره ته ورغلم، د ونو له  تېرو،  لندو پاڼو د مازديګرني لمر ژېړې وړانګې راوتلې وې. 

ماښام هماغه درې تنه راغلل، روان شوو، له نيم ساعت مزل وروسته مې د موټر غږ واورېد، تر غونډۍ راتاو شوو، سل، يونيم سل متره مخکې پوخ سړک و.

د ونو په مينځ کې کېناستو، يوه قاچاقبر راياده کړه چې ساراګشت ته تير شی. پوه شوم، اوږد مزل مو په مخکې و.

ماښام  له سړکه يو اتلس ټاېره موټر راوګرځېد، په ګڼو ونو کې ننوت.

ورغلو، په موټر کې د جامو مينځلو لوی ماشينونه بار ول.  وروختو، يوه ماشين ته مې پښې ور وغځولې.

چيغې شوې، ور ومې کتل، برګ لستوڼی چاغ عرب په ماشين کې نه ځايده، نورو دوو کسانو يې پر اوږو زور راوستی و.

کېناستم، د جامو مينځلو ځای بد نه و، خو زنګنونه يې نيولل.

څنګ ته مې پام شو، ماشين سوری و، هوا راتله، داسې راته واېسېده چې خاص د غير قانوني مساپرو د وړلو له پاره جوړ شويدي.

 د پښو دربا مې واورېده، پورته مې وکتل، يوه سړي  د اورلګيت په اندازه کوچينۍ قوطۍ راته نيولې وه.

شېبه وروسته يې زما پر سر بل ماشين کېښود، تياره وه، يواځې په ماشين کې له پرې شوي سوري څخه  خپه رڼا راوتله.

وخت ووت، قوطۍ مې خلاصه کړه، ژاولې راته ښکاره شوې. يوه مې خولې ته واچوله، جوهر داره خوند يې درلود. شېبه وروسته مې سترګې درنې شوې، خوب مې پوره و، خو د بيهوښۍ څپه راباندې راتله. خبره په ژاولو کې راته واېسېده.

مريم همدومره غږېدلې وه.

 

 

 

 

 

*       *       *

 سهار په دفتر کې وم چې ټلېفون راغی، ورور مې و، ويل يې چې د پلار صحت ښه نه دی.

اندېښنه راولوېده، رخصت مې واخيست، سړک کنګل و، موټر بې چاينه نه شوای تلای، د درېيو ساعتونو لاره مو په دوه چنده وخت کې ووهله.

پلار مې د زړه حمله تېره کړې وه، اوس ښه و، خدای ته مې شکرونه وايستل.

درې ورځې په کلي کې پاتې شوم، ماشومان راته خوشاله ول، نيمايي ورځ به مو د واورو په ويشتلو تېره کړه، کله چې په څلورم سهار له کوره راوتم، واوره په شدت اورېدله.

يوه بجه د وردګو سيد اباد ته راورسېدم، د امريکايانو د اکمالاتي کاروان دوه موټره  ښوېدلي وو، لاره بنده وه.

ماښام قضا کورته راغلم، خلته مې خلاصه کړه، مور مې د لاندي پخه غوښه په پاستي کې راته پيچلې وه.

سهار دفتر ته لاړم، د مريم يو ايمېل راغلی و. 

ماخستن کمپيوټر ته کېناستم.

مريم ويلي و:

_وخت نه  و رامالوم، يو ساعت، دوه ساعته، يوه ورځ، دوې ورځې، نه پوهېدم، خو کله چې په هوښ راغلم، رڼا وه.

په سر کې مې څړيکه شوه، کېناستم، ګنګس وم. شاوخوا مې وکتل، زنګ وهلې اوسپنې وې.

د پلار غږ  مې واورېد:

_ښه يې؟

مخ مې ور واړاوه، د موټر پر اشترنګ يې ډډه لګولې وه. ولاړه شوم، په زاړه، زنګ وهلي بس کې وم.

مور ته مې وکتل، د څوکيو تر مينځ بېسده پرته وه.

پلار مې وويل:

_وخت غواړي، زه خپله يو ساعت مخکې په سد راغلم.

د ماشوم ژړا مې واورېده. د بس ښيښې ته پلاستيک نيول شوی و، چوله مې کړ، يوه ډنګره ښځه پر ټاېر ناسته وه، ماشوم ته يې په چوشک کې شيدې ورکولې.

د باندې ووتم، په سلګونو زاړه موټر يو پر بل پراته ول.

تر بس راتاوه شوم، وړه ميداني وه، شاوخوا يې له زړو موټرو  جوړ هسک دېوالونه را ګرځيدلي وو.

له يوه ولاړ زاړه موټره خرهاری راته، ور ومې کتل، د موټر په شاتني بې پوښه سيټ کې چاغه ښځه ويده وه.

کړنګ شو، پښو ته مې وړه اوسپنه ولوېده، پورته مې وکتل، د زاړه بيلدوزر په بيل کې يو څوک ناست و، ډکی ويښته يې پر سر نه و پرېيښي، خو له راوتلي ټټر څخه يې پوه شوم چې نجلۍ ده.

نجلۍ پښې وځړولې، پر ورانه يې د ښامار انځور کښل شوی و. د تنګ زاړه کاوبای نيکر  له کمربنده يې  توپانچه بېله کړه، پوه يې کړم چې بېرته شاته وګرځم.

بس ته وختم، مور مې په سد راغلې وه، خو لا يې  غټې سترګې مړې ښکارېدلې.

پر بې پوښه زنګ وهلې څوکۍ کېناستم، له ماتې ښيښې مې د باندي وکتل، هره خوا  زاړه، لوی او واړه  موټر ول.

سر مې د مخامخ څوکۍ پر اوسپنه ولګاوه، د خپل وطن يادونه مې په زړه را وورېدل، ورور مې خندل،  ما چرخه ورته نيولې وه، کاغذ پران يې د بل کاغذپران په تار کې بند و. 

وحيد مې سترګو ته ودرېد، په صنف کې يې ماته کتل.

وخت ووت، د اوسپنې ټکا راغله، د بس تر ماتې ښيښې مې ور وکتل، سر خريېلې نجلۍ د يوه زاړه موټر باڼټ  ټکاوه.

د نورو موټرو دروازې خلاصې شوې، واړه زاړه، ښځې او نارينه ترې راووتل، په لاسونو کې يې نکلي کاسې وې.

موږ هم ورغلو، په کتار کې ودرېدو. کله چې نوبت راورسېد، يوه بوډا نکلي زړه کاسه راته ونيوله، په اوبو کې جوش کړی کچالو  پروت و.

بېرته بس ته راغلم، سوړ کچالو مې تر ستوني  نه تېرېده.

د باندې  مې وکتل، خلک پر اوسپنو ناست وو، کچالو يې خوړل، . له ببرو وېښتو او خيرنو جامو يې پوه شوم چې ډېر وخت يې اوبه نه دي ليدلې.

ټول زموږ غوندې غير قانوني مهاجر وو، هره کورنۍ په يوه موټر کې اوسېدله.

مازديګر مې يوه سندره واورېدله، د فرهاد دريا غږ و. په بيړه د باندې ووتم، سندره د يوه امبولانس له زړې ډبې څخه راتله. ورغلم، دروازه مې وټکوله، د لسو- يولسو کالونو په عمر وړې نجلۍ ور  راته  خلاص کړ، په بېړه مې وويل:

_افغانان ياست؟

د دروازې خېرنه پرده ليرې شوه، سلامته کورنۍ وه.

يوې  په عمر پخې ښځې په غېږ کې ونيولم، بلې پيغلې د کارتن کاغذ راته  هوار کړ، کېناستم، شپږ تنه وو. انا، مور،  پلار او درې اولادونه.

شاوخوا مې وکتل. د سيروم د ځړولو پر زنګنه پايه، خيرنې جامې راځوړندې وې،  د موټر د ټايپ په راوتليو کولمو پسې بيطرۍ تړلې وه. د انا زګيروی خوت، وضع يې ښه نه شوه راته ښکاره.

د دوی له خبرو پوه شوم چې دلته  نور افغانان هم شته.

نيم ساعت ووت، د باندې راووتم، پيغلې ته مې د خپلې کورنۍ د اوسېدو ځای ور وښود.

مور مې خبره کړه،  سترګې يې وځلېدې. خو څه يې ونه ويل.

ماښام ژېړه رڼا شوه، ور ومې کتل، د يوه زاړه  تراکتور ګروپ بل و.

ماخستن يې وچي وريجې په کاسو کې راواچولې، خو وږې وم، له غرمني پاتې شوي کچالو سره مې وخوړې.

پر يوه ټاېر کېناستم، افغانه پيغله راغله، مينه ناکه نجلۍ راته وايسېده،  مژګان نومېده، ويل يې چې تر استانبوله يې په طياره کې راوړو، يونان ته په پښو راواوښتو او تر دې ځايه يې د جامو مينځلو په ماشينونو کې راورسولو.

مژګان وويل چې يو ځل يې په کشتۍ کې کېنولو، خو سمندر طوفاني شو، بېرته راوګرځېدو، له دوو اونيو  راهيسي دلته يو.  له قاچاقبر سره مو تر دنمارکه ويل کړي دي، هلته  مو د تره کور دی.

د  دوو اونيو  ټکي مې زړه وخوړ، خو مژګان په خاوره کې ناستو ماشومانو ته ګوته ونيوله، ويې ويل  چې عراقيان دي، مور يې وايي چې له يو ويشتو ورځو راهېسته، دلته يو.

مژګان غلی شوه، ور ومې کتل، دا زما په خپګان پوهېدلې وه، په خندا يې  وويل  چې بخت او طالع هم مهمې دي.

موږ تر ډېره پر ټاېر ناست وو، سر خرېيلې نجلۍ د يوه سره سړي په غيږ کې پرته وه، يوه  تور پوستي ځوان په خاورو کې پلتۍ وهلې وې، سندره يې ويله، په مانا يې نه پوهېدم، خو په غږ کې يې غم ګډ و. د موټرو تر دېوال پورته ګڼ ستوري ځلېدل 

سهار د مژګان په غږ له خوبه راپورته شوم، بس ته يې توره چايجوشه راوړې وه. د چای سورولو په وخت مې د موټر غږ واورېد، ور ومې کتل، له تورو ښېښو لرونکي ښکلي موټر څخه يوه دنګه نجلۍ کښته شوه. نجلۍ پاکه او ښاېسته ښکارېده، تورې، غټې  عينکې يې په ستر ګو وې. لاړه او پر ټاېر ځړېدلی سر  غلې کېناسته.

له مژګان څخه مې وپوښتل:

_قاچاق وړونکې ده؟

ويې خندل:

_نه، زموږ غوندې غير قانوني مهاجره.

حيرانه شوم.

مژګان وويل:

_ايرانۍ ده، کيسه يې راته وکړه، ورور يې په لاره کې يوناني پوليسو وويشت، قاچاقبر تر دې ځايه د رارسېدو پيسې ورنه غواړي، خو دا يوه روپۍ هم نه لري، هره شپه په زور مختلفو هوټلونو ته وړل کيږي، دا بايدله دېرشو نارينه وو سره پرېوځي چې د قاچاقبر درې زره ډالره پوره کړي.

بدن مې زيږ شو.

مژګان وويل:

_هاغه هلک وينې؟

د هغې په غځېدلې ګوتې پسې مې وکتل، پر لويه اوسپنه ، ببر سری تنکی ځوان ناست و.

ومې ويل:

_هو

_افغان دی، له دې ځايه سم نه ښکارې، خو که  ور نږدې شې يوه سترګه يې پوچه ده، بس، زموږ د لارې ملګری و، تندې واخيست، له قاچاقبر سره يې خوله ووهله، اوبه يې غوښتې، چاقو يې وخوړ.

د مژګان له خبرو پوه شوم چې  دلته د انسانانو پر سر سمې سوداوې کېدې،  د بې سرپرسته ماشومانود اخيستلو بازار تود و، بډوډي ترې ايستل کېدل او يا هم فحشا ته اړ کېدل.

يو غږ مې واورېد، د مژګان وړه خور وه، ويل يې چې د انا وضع ښه نه ده.

په بېړه ورغلو، د مژګان پلار د زړې ښځې زنه ور تړله.

مژګان کوکه کړه، پر خپله انا ور پرېوته.

بېرته بس ته راغلم، پلار او مور مې خبر کړل.  ساعت وروسته مې پلار راغی، لاس يې وينې و، ويل يې چې د موټرو په مينځ کې يې قبر کېنده، بيل نه و، زړې اوسپنې يې لاس ژوبل کړ.

بخت يارې راسره وکړه، اتم ماښام په يوه تېز رفتاره کشتۍ کې کېناستو، کشتۍ ډکه وه، خلک نه شمېرل کېدل، د اټکل له مخې پنځوسو ته نږدې ول.

مژګان مې تر څنګ ناسته وه، وارخطا ښکارېدله، د تېر ځل کيسه يې راته وکړه، ويل يې چې سمندر طوفاني شو، يوه هسکه  څپه راغله، پر کشتۍ راواوښته، بېرته شاته لاړه، دوه  تنه نه ول.

د مژګان خبرو لړزه راباندې راوسته، اوبو ته مې وکتل، ارامې وې، پورته  د ورېځو په لويه سپينه ټوټه لا د لوېدلي لمر سرخي پرته وه.

مريم لنډې خبرې کړې وې، بس همدومره.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

*      *      *

دوې ورځې ووتې، د مريم درک مالوم نه شو، نه يې ايمېل راغی او نه هم ټلېفون.

د مريم د ټلېفون نومره مې ووهله، بند و.

اوونۍ پوره  شوه، احوال رانه غی. 

يکشنبه، دوشنبه، نه پوهېږم، هېر مې دي،  د لوسي په نوم يو ايمېل راغی. دومره يې ليکلي و چې د مريم خبرې.

خبرې مې راواخيستې، ټېکه نه راتله، په دفتر کې مې روښانه کړې، د کمپيوټر له لاوډسپيکره د مريم ټوخی راووت، يوه همکار مې راته وکتل، خبرې مې بېرته بندې کړې.

ماښام کورته راغلم، د بخارۍ له بلولو مخکې کمپيوټر ته کېناستم، مريم ټوخل، ساه يې لنډه لنډه کېده، په زحمت  يې وويل:

_څو  ځله مې ټلېفون درته وکړ، نه وې.

بېرته ټوخي واخيسته.

پوه شوم، دا خبرې هغه وخت ثبت شوې وې، چې زه په کلي کې وم.

د اوبو  غوړپ  مې واورېد. غږ  يو  څه ښه شو، مريم ويلي  ول:

_د ادرياتيک بحيره د غير قانوني مهاجرينو هديره وه، ددې بحيرې شنو اوبو سلګونه، نه پوهېږم، شايد تر دې ډير غير قانوني مهاجر ډوب کړي وو، خو موږ پوره پنځه ساعته مزل پکې وکړ، نه سمندر طوفاني شو او نه هم د ايټالياوي پوليسو بيړۍ په مخه راغلې،  بس، ساحل ته نږدې  هسکې تورې ډبرې ولاړې وې، همالته ور وختو، ارت غار و، کمرنګه  ګروپ پکې بلېده.

مخکې  لاړو،  ميداني وه،  له ډبرو جوړو وړو کوټو پنجرې درلودې، تور او سپين لاسونه ترې راوتلي وو.

تيږو ته کېناستو، چيغې وې، د دوو ډبرو تر مينځ د انسان سپينه جمجمه او مات هډوکي پراته ول.   له لندو ډبرو څاڅکي څاڅکي اوبه راتويېدلې.

  په قفسونو کې د مفلسو خلکو زګيروي ختل. 

د مژګان دوی کورنۍ يې په هماغه سهار د باندې وايسته، خو موږ ته درېيمه ورځ نوبت راغی.

شنو غونډيو ته لنډه لار ختلې وه،  د ناجو ونې لندې وې.  له نري باد سره د نمجن بوی ګډ و.

 لنډه لاره وه، بس، يواځې يوه غونډۍ ور هاخوا لاندې پر تک تور سړک د ناجو دو نو شنې، تېرې،  پرېوللې پاڼې راغلې وې.   

سړک ته ورکښته شوو، يو ټرېلر ودرېد، د سيت تر شا چپرکټ ته ور تېر شوو، همالته کېناستو.

موټر حرکت وکړ، دوه ساعته لار مو ووهله، موټروان سړک ته نږدې د يوه ګوښي کور مخې ته  پرېښودو.

څلوېښت، پنځه څلوېښت کلن سړي دروازه راته خلاصه کړه، وړه کوټه وه، له دېوال سره درې څوکۍ اېښې وې، څنګ ته دوه منزله کټ ښکارېده،  د يخچال دروازه نيمه لوڅو عکسونو نيولې وه.

ورغلو، پر څوکيو کېناستو، د څنګ له کوټې خندا راتله.

پاو ووت، يوه خبره مو هم ونه کړه، پلار مې خوله وازه وازه کوله، دوې شپې يې د تبې له لاسه سترګې نه وې سره ور وستې.

 چېرته تلو، له چا سره تلو، څنګه تلو، په اروا کې مې هم نه راتلل.

وړې کړکۍ ته ودرېدم، خاوره نه ښکارېده، د ايټاليا په مني کې لا دومره زور و، چې ونې او بوټي شنه وساتي.

کړپ شو، ور ومې کتل، مور مې د يخچال ور پرانيستی و. ورغلم، يو بوتل مې راواخيست، پزې ته مې ور ووړ، د الکولو بوی ترې ته.

د يخچال  لاندينۍ خانې ته مې پام شو،  دوه له اوبو ډک بوتلونه مې راوايستل، بېرته کړکۍ ته ور وګرځېدم.

د اوبو له غوړپ سره ټوخي واخيستم، خوله مې تروه شوه، مور او پلارته مې وکتل، د يوه سترګې پټې وې، بلې غولي  ته وچې سترګې نيولې وې، د جاکټ استر مې پر شونډو تېر کړ، ور ومې کتل، خړ استر په وينو سور و.

ټوله ورځ مو په کوټه کې تېره کړه، ماښام دوه تنه راغلل، يوه يې اوږده سره ويښته درلودل، دوهم يې له وريځو پرته پر خپل سر او مخ هيڅ هم نه و پرېيښي. پوه يې کړو چې اوږد، پياده مزل مو په مخکې دی. 

ځنګل و، خو د ونو له چولو د موټرو رڼاوې راوتلې، تر ډېره له سړک سره روان وو.  وروسته مو لاره چپه کړه، غره ته وختو،  د موټرو  رڼاوي  د وړو ستورو غوندې ښکارېدلې.

 باران  شو،  دوو رهنماوو د پراشوټي جمپرونو ځنځيرونه کش کړل، خو زما تر ټکري اوبه راووتې، مخ، وېښته او اوږې مې لندې شوې، په زېرپيرانۍ کې ګنډلو ډالرو ته مې زړه ورختلی و.

باران تېز شو، له پورته نرۍ اوبه راماتې شوې، نيم ساعت، يو ساعت، نه پوهېدم، خو مخکې تلو، وروسته  پر ځمکه د باران د څاڅکو د لګېدو له غږ سره پشهاری هم ګډ شو، تر غوټه ونو ووتو، لاندې څپانده سيند روان و، په تياره کې يې سپين ځګونه له ورايه ښکارېدل.

يوه غار ته ور وګرځېدو، ارت  وچ ځای و، همالته کېناستو.

څڼېور  رهنما د ملا له بکسه وړه بجلي راوايسته، خو رڼا يې تېزه وه، ان د غار له پورتنيو تيږو راځوړند نري واښه هم مالومېدل.

وخت ووت، خو باران ونه درېد.

پلار ته مې وکتل، په ناستو يې سترګې پټې وې.

د الکولو بوی راغی، مخ  مې ور واړاوه، سر خرېيلي چاغ رهنما يو لوی بوتل خولې ته نيولی و، څڼېور يې  زما مور ته کتل.

پلار ته ورنږدې شوم.

رهنماوو په نوبت له بوتل څخه غوړپ کاوه، خندل يې، خبرې يې کولې، په ژبه يې نه پوهېدم، خو زړه ته مې لويدلې وه  چې زما د مور په اړه غږيږي.

مور ته مې وکتل،  سر يې پر ځنګنو ايښی و، پر سپينه غاړه يې لانده پيچلي ويښته سريښ ول.

ما هم د خپل پلار پر اوږه سر ولګاوه. يو وخت مې د بکس د ځنځير د کشېدو غږ واورېد، ور ومې کتل، مور مې  د تشناب  کاغذ ور اخيست.

رهنماوو وچې سترګې ورته نيولې وې، بيا يې وخندل، مخ مې ورنه  واړاوه،  له مور سره د باندي ووتم.

اسمان برګ و، د ورېځو غټې ټوټې باد په مخه کړې وې، ما تر دې دمه دومره  سپينه، تېزه سپوږمۍ نه وه ليدلې.

مخکې لاړو، بوټی وښورېد، زړه مې خولې ته راغی، سويه وه، منډه يې  واخيسته، ان  سيوری يې هم ښکارېده.

مور مې ګڼو نيالګيو ته ور وګرځېده، زه پر يوه هواره تېږه کېناستم، د اوبو له شڼهاري سره د شغالانو کوکې هم ګډې وې.

يودم يو سيوری راباندې راغی، زړه مې ولړځېد،  څڼېور رهنما مې مخې ته ودرېد، لاس يې راوغځاوه، پورې مې واهه، غوټه يې کړه، په غيږ کې يې ونيولم، لندې شونډې يې زما پر بغورکېښودې، له خولې يې د الکولو بوی ته.

ساه مې بنده شوه، سړی مې تر څڼو ونيو، نه ليرې کېده. چيغه مې خولې ته راغله، ومې ټوخل، وينو داره وکړه.

سړی يودم شاته شو، لاس يې پر خپله غاړه تېر کړ، ګوتې يې وسولولې، وينه وه.

په کرکه يې وويل:

_ايق!

ماته يې وکتل، هماغسې مې ټوخل، خوله مې د وينو خوند نيولې وه.

سړی دوه ګامه شاته شو، له ټوخې سره ګډه ناره مې تر خولې راووته!

_ابا!!!

سړي منډه کړه! 

چيغه شوه،  پاڼې وخوځېدې، مور مې له ګڼو نيالګيو راووته، منډه يې کړه، د چاغ، سر خرېيلي رهنما لنډ لاس يې خلاصو وېښتو ته ور ورسېد، دواړه پر ځمکه ولوېدل.

وړې ډبرې ورغړېدې، ور ومې کتل، پلار مې منډې وهلې... مخ مې واړاوه، مور مې نه وه، خو چيغې يې د سيند له خوا راتلې.

منډه مې ور واخيسته، له ګڼو ونو تېره شوم، پلار مې د سر خرېيلي سړي  سر ته سوکان نيولې وو.  بيا يې يودم  له ځمکې يوه لويه ډبره ور پورته کړه، سترګې مې پټې کړې، پر مخ او لاسونو مې تاوده څاڅکي ولګېدل، ور ومې کتل، د سړي د سر  وينې او د غوښې سرېښناکه وړې ټوټې وې.

په مور پسې مې سترګې ور غړولې، زړه مې خولې ته راغی، مور مې د پاڼ پر ژۍ ولاړه وه، ځګنو اوبو ته يې کتل، د سپين ګرېوانه شکېدلې تراډې  او تور خلاص وېښته يې باد يوې، بلې خواته سره اړول.

پلار مې تر مټ ونيو، جټکه مې ورکړه، ور ويې کتل، يوه تېره چيغه يې تر خولې راووته:

_نه!

مريم ټوخي واخيسته، تر ډېرو يې وټوخل، بيا  له ټوخي سره ژړا ګډه شوه، په زحمت يې وويل:

_پلار مې ور  ورسېد، خو يواځې زما د مور د کميس سپينه تراډه په ګوتو ورغله.

موږ  دواړو له اوبو سره منډې وهلې،  مور مې  په سپينو ځګونو کې ورکه وه، اوبه له لويو ډبرو سره لګېدلې، شڼهارې يې خوت.

د مريم ژړا زور واخيست، ژړا او ټوخي خبرو ته نه پرېښودله، بيا يې ساه بنده شوه، يو دم يې خوړ وهل، يوه شېبه هيڅ هم نه و، وروسته خرهاری راغی،  ښځينه  وارخطا چيغې پکې ګډې شوې، پر کاشيو د بوټونو کړپا، په ايټالوي ژبه  نارينه او ښځينه وارخطا غږونه او د تذکرې د ټاېرونو کرښنده اواز. بس! همدومره، پاتې لس دقيقې سپينې وې.

په  سهار مې  لوسي ته ايمېل ولېږه او د مريم د صحت پوښتنه مې ترې وکړه، يوه بجه يې لنډ ځواب راغی:

_بښنه غواړم. مريم تېره اوونۍ  مړه شوه.

ولاړ شوم، په دهلېز کې مې يو همکار په مخه راغی، په حيرانۍ يې وپوښتل:

_سترګې دې له اوښکو ډکې دي!

 مخ مې واړاوه، لاندې د دفتر حويلۍ ته کښته شوم.

لمر و،  د سټوډيو د بام په ناوه پسې يوه لوېشت کنګل را ځړېده. 

بېرته شعبې ته راغلم، لوسي ته مې خپله نومره ور ولېږله او هېله مې ترې وکړه چې ټلېفون راته وکړي.

څلرويشت ساعته تېر شول، خو درک يې مالوم نه شو.

په دوهم  ايمېل کې مې يو بل ټکی هم اضافه کړ:

_د مريم له پاره.

په سبا يې يو اوږد ايمېل راته ليکلی و. ايمېل مې پر نټ کړ، ماخستن بخارۍ ته نږدې کېناستم، لوسي ليکلي وو:

_وبښه، تر ټلېفونه مې ليکلي مالومات غوره وګڼل، پوهېږم، مريم راته ويلي وو، چې يو څوک يې د ژوند کيسه ليکي.

مريم دوه ورځې په کوما کې وه، بس، يواځې يوه دقيقه په هوښ راغله، خبرې يې واضح نه وې، خو دومره يې پوه کړم چې په ټايپ کې ثبت شوې وروستۍ خبرې تاسو ته ايمېل کړم.

مريم يې څلوېښت، پنځوس ورځې مخکې  دلته راوړه، پوليس ورسره ول، ويل يې چې د تحقيق په وخت کې يې وينه وګرځوله.

معايناتو دوه ساعته وخت ونيو، نجلۍ د سږو سرطان درلود، دې بايد د ژوند وروستۍ ورځې په روغتون کې تېرې کړې وای.

مريم غلې نجلۍ وه، ډېرې خبرې يې نه کولې، خو پټ، پټ به يې  ژړل.

مجبوره مې کړه، په ژوند يې پوه شوم.

يوه ورځ يې راته وويل:

_عمه لوسي! مرګ ته مې څو ورځې پاتې دي؟

غلی وم.

ويې ويل:

_داسې څه نشته چې دا څو ورځې نورې هم را لنډې کړي؟

خو په سبا يې مرګ ته زړه نه  کېده. علت مې وپوښت، کمپيوټر ته يې ودرولم، د فيسبوک پاڼه يې  خلاصه کړې وه، د يوه ځوان عکس و، ښکلې غټې سترګې يې درلودې.

مريم په خوند وويل:

_وحيد مې وليکه، څو څيرې راغلې، خو خپله مينه مې  په اسانۍ پکې ومونده.

يودم يې وخندل:

_ته ورته وګوره! له ځانه يې څه جوړ کړېدي، ږيره او  برېت يې نشته.

ولاړه شوه، ټينګه يې په غېږ کې ونيولم، زنه يې زما پر اوږه راکېښوده، يودم غريو واخيسته:  

_اه! عمه لوسي!   مرګ ته مې زړه نه کيږي.

خو په سهار يې بيا  ژړل،  له څېرې يې پوه شوم چې د خبرو له پاره مناسب وخت نه دی. 

غرمه مې د روغتون په حويلۍ کې ولېده، پر اوږده سيميټي څوکۍ يواځې ناسته وه، ورغلم، پر اوږه مې لاس ور کېښود، راويې کتل، سترګې يې لا سرې وې.

يوه شېبه دواړه غلي وو، مريم ځمکې ته کتل، د ښي بوټ په څوکه يې ژېړې پاڼې راټولولې.

ورو مې وويل:

_باد سوړ دی، نه ځو؟

هماغسې يې ځمکې ته  کتل. يو دم غريو واخيسته. د هغې سر مې پر خپل ټټر پورې ونيو. وخت ووت، ويې ويل:

_وحيد ته مې ټلېفون وکړ، د خندا غږ راغی، ومې پوښت،  نامزادې يې په واوره ويشت.

مريم په سبا  بل سيمکارت رانه وغوښت، ويل يې چې وحيد څو ځله زنګ ورته  وهلی، ايمېلونه يې رالېږلي، خو دا  نه غواړي چې ځواب ورکړي.

بله شپه نوکري وم، په دهلېز کې مې د مريم غږ  واورېد، څه يې ويل، فکر کوم چې سندره وه، په مانا يې نه پوهېدم، خو درد پکې نغښتی و. دروازه مې خلاصه کړه، مريم پر کټ ناسته وه، سپينه روجايي سرو وينو نيولې وه.

په بيړه ورغلم، د مريم خوله، غاړه او ټتر په وينو سره ول.

مخ يې راواړاوه، ورو يې وويل:

_وحيد مې خوشاله وليد، کوم بل ارمان نه لرم.

مريم بيا هيڅکله د فيس بوک مخ ونه ليد، بانه يې دا وه چې وخت ضايع کوي، دې به پښتو سايټونه کتل.

يوه ورځ يې راته وويل:

_اه! عمه لوسي! ته مې ډېره په تکليف کړې، خو يوه وروستۍ خبره مې هم ومنه!. زما تر بالښت لاندې د افغانستان نقشه او د وحيد عکس دی، هيله لرم چې دواړه په تابوت کې راسره  کيږدې.

لوسي همدومره ليکلي وو.

په سبا مې ايمېل ور وليږه او د مريم د عکس غوښتنه مې ترې وکړه. په هماغه ورځ يې ځواب راغی، ليکلي يې وو، چې مريم  په تا باور درلود، خو نه يې غوښتل چې عکس يې په  کتاب کې راشي.

په بل ايمېل کې مې ډاډ ورکړ،  عکس يې راولېږه.  عکس ته مې وکتل، په ټلېفون کې د مريم  خبرې راپه زړه شوې: 

_نه، دومره بدرنګه هم نه يم، خوله مې وړه ده، سترګې غټې، وېښته مې ګڼ او پيچلي، ږمنځ پکې بنديږي، بس،  له رنګه يو څه توره  يم.

ټول سم ول، يواځې  په غټو تورو سترګو کې ډنډ اوښکې ترې هېرې وې.

 

(پای)

١٣٩١ ل کال

د عقرب شلمه

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.